• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صدیق الله توحیدي: له جزایي اصول‌نامې سره څرګنده شوه چې د طالبانو نظام طبقاتي دی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۰

د افغانستان یو نوموتی خبریال او لیکوال صدیق‌الله توحیدي د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري د «جزایي اصول‌نامې» توشېح کولو په غبرګون کې ویلي، چې د دغې ډلې «رژیم» طبقاتي دی. هغه وایي، طالبانو خلک پر طبقو وېشلي او د دوی دا چاره د اسلامي شریعت له ماهیت سره په ټکر کې ده.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په یو ځانګړي فرمان کې د خپل حکومت لپاره د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» په نوم نافذ کړی چې په‌کې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصول‌نامه کې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

ګڼو افغان سیاستوال د طالبانو د مشر پر دې جزایي کړنلارې سختې نیوکې کړي دي. د حقوقي او جزایي چارو کارپوهانو په وینا، دې قانون کې د طالبانو غړو او د دغې ډلې همفکره ملایانو ته ځانګړی ارزښت او همداراز د عامو وګړو پرتله ورته ځانګړي جزایي معافیت ورکړل شوی دی.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

په هلمند کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه او ۲ نور ټپيان شول

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰
100%

د کندهار- هرات پر لویه لاره د هلمند ولایت د دویمې شهرا اړوند په سنګیلان سیمه کې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) د دوو موټرو د ټکر له امله ۶ کسان مړه او ۲ نور ټپيان شوي دي. په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوولین وايي، دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دوی له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چي ټرافیکي اصول مراعات کړي او له ګړندي تګ څخه ډډه وکړي، څو ورته غمیزې رامنځته نه‌شي.

په ورته وخت کې د نورستان د مرکز اړوند چتراس سیمه کې د یوه سکواټور د چپه کېدو له امله یو کس مړ او یو بل ژوبل شوی دی.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دغه پېښه د پنجشنبې په ماسپښین هغه مهال رامنځته شوه چې د نورستان- کونړ لويې لارې د جوړولو پر مهال يو سکواټور موټر چپه شو.

یو برېتانیایی سرتېری چې په افغانستان کې یې خدمت کړی و په خپل کور کې مړ پیدا شوی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰
100%

د افغانستان جګړې ته په ماموریت تللی ۲۶ کلن بریتانیایی سرتېری لوییس په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. نوموړی په افغانستان کې د بریتانیا د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته لندن ته ستون شوی و. ویل کیږي نوموړی له رواني فشارونو کړېده.

د لوییس فیلي جسد د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۸مه، د ورکیدو له خبره څو ورځې وروسته، په خپل کورکې وموندل شو.

د لوییس فیلي د مړیني په اړه تحقیق د سې شنبې په ورځ د جنورۍ ۲۱مه، د روچډیل د عدالت په محکمه کې ترسره شو.

په محکمه کې وویل شول چې د فیلي پلار څو اونۍ مخکې هڅه کړې وه چې د خپل زوی د ورکیدو راپور ورکړي، خو پولیسو د کافي معلوماتو د نشتوالي له امله نه وه منلې.

لوییس فیلي په افغانستان، فرانسې، کینیا او رومانیا کې ماموریتونه کړي وو او په ۲۰۲۰ کې له پوځ څخه وتلی و.

د هغې مور محکمې ته وویل چې له راستنیدو وروسته یې زوی په پراخه کچه بدل شوی و، شکمن شوی و، ویریده، په ځانګړې توګه کله چې به یې لوړ غږ واورید. هغې زیاته کړه چې لوییس فیلي به کله کله له ځان سره غږیده او چغې به یې وهلې.

دا معلومه نه ده چې لوییس فیلي ځان وژنه کړې یا چا وژلی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د افغان تولیداتو لپاره پر بازارموندنې ټینګار کړی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۰
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رییس ځانګړي استازي الکساندر شکیراندو او د افغان-روسيې سوداګرۍ شورا له رییس دیمیتري انتونوف سره کتلي. یاد سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې روسي استازو په افغانستان کې پانګونې او سوداګرۍ ته لېوالتیاښودلې.

په مسکو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه وویل، چې سفیر مولوي ګل حسن حسن د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د تفصیلي معلوماتو ورکولو تر څنګ د افغانستان د تولیداتو د واردولو د پراختیا او د بازارموندنې د اغیز لوړولو غوښتنه کړې.

یاد سفارت ویلي، چې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د همکارۍ د پراختیااو ګډو اقتصادي فرصتونو ژمنه کړې ده.

روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان په رسمیت پېژني.

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د تخار د کان کیندنې معترضان خوشې کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۰
100%

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، رپوټونه ښيي چې طالبانو په تخار ولایت کې د کان‌کېندنې د پروژو او د هغو د ناوړه ټولنیزو او چاپېریالي اغېزو پر ضد معترض کسان نیولي او په جبري ډول یې ورک کړي دي. یاد سازمان پر دې مساله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه په یوه اعلامیه کې وویل، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د سوله‌ییزو لاریونونو حق په سیستماتیک ډول ځپلی او د هېواد پخوانی حقوقي نظام یې د داسې جبري او خپلسرې واکمنۍ په بدل کې ړنګ کړی چې په وېرې ولاړه ده.

یاد سازمان ټینګار کوي چې هېڅوک باید د سوله‌ییز اعتراض او یا د روا اندېښنو د څرګندولو له امله ونه نیول شي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، ټول هغه کسان سملاي خوشې کړي چې یوازې د اعتراض د حق د کارولو له امله نیول شوي دي.

د عدلیې پخوانی وزیر: د طالبانو «جزایي اصولنامه» خواشینوونکې او د اسلامي شریعت خلاف ده

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وایي، چې د طالبانو د نوې «جزایي اصولنامې» بشپړ متن یې لا نه دی ترلاسه کړی، خو هغه څه چې د رسنیو له لارې خپاره شوي، اسلام، شریعت او افغانستان په نړیواله کچه د انزوا پر لور بیایي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر ایکس ویلي، دا چلند اسلام، شریعت او افغانستان په نړیواله کچه د انزوا او ټوکې وړ ګرځوي. هغه ټینګار کړی چې د دین ثابت اصول په ټولو زمانو کې بدلیدونکي نه دي، خو د شریعت جزوي احکام او فروع د ټولنې د شرایطو، وخت او ځای مطابق د تطبیق وړ دي.

پخواني وزیر څرګنده کړې، چې په اسلامي فقه کې د اجتهاد دروازه همیشه پرانیستې ده، ځکه نوې پېښې او مسایل چې په پخوانیو زمانو کې موجود نه وو، د اجتهاد پر بنسټ د حل وړ دي.

هغه زیاته کړې، که داسې نه وي، د نویو احکامو ټاکل او پلي کول ممکن نه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې هغه څه چې طالبانود «جزایی اصولنامې» په نامه وړاندې کړي، نه یوازې له اسلامي شریعت سره سمون نه لري، بلکې په عمل کې دین، شریعت او هېواد ته زیان رسوي او د اسلام حیثیت په ملي او نړیواله کچه زیانمنوي.

د پخواني وزیر په وینا، د دې اصولنامې پلي کول د افغان ښځو، ماشومانو او عامو خلکو پر حقوقو منفي اغېزې لري او د عدالت او قانون بنسټونه کمزوري کوي.