• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو برېتانیایی سرتېری چې په افغانستان کې یې خدمت کړی و په خپل کور کې مړ پیدا شوی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د افغانستان جګړې ته په ماموریت تللی ۲۶ کلن بریتانیایی سرتېری لوییس په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. نوموړی په افغانستان کې د بریتانیا د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته لندن ته ستون شوی و. ویل کیږي نوموړی له رواني فشارونو کړېده.

د لوییس فیلي جسد د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۸مه، د ورکیدو له خبره څو ورځې وروسته، په خپل کورکې وموندل شو.

د لوییس فیلي د مړیني په اړه تحقیق د سې شنبې په ورځ د جنورۍ ۲۱مه، د روچډیل د عدالت په محکمه کې ترسره شو.

په محکمه کې وویل شول چې د فیلي پلار څو اونۍ مخکې هڅه کړې وه چې د خپل زوی د ورکیدو راپور ورکړي، خو پولیسو د کافي معلوماتو د نشتوالي له امله نه وه منلې.

لوییس فیلي په افغانستان، فرانسې، کینیا او رومانیا کې ماموریتونه کړي وو او په ۲۰۲۰ کې له پوځ څخه وتلی و.

د هغې مور محکمې ته وویل چې له راستنیدو وروسته یې زوی په پراخه کچه بدل شوی و، شکمن شوی و، ویریده، په ځانګړې توګه کله چې به یې لوړ غږ واورید. هغې زیاته کړه چې لوییس فیلي به کله کله له ځان سره غږیده او چغې به یې وهلې.

دا معلومه نه ده چې لوییس فیلي ځان وژنه کړې یا چا وژلی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په مسکو کې د طالبانو سفیر د افغان تولیداتو لپاره پر بازارموندنې ټینګار کړی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۴ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رییس ځانګړي استازي الکساندر شکیراندو او د افغان-روسيې سوداګرۍ شورا له رییس دیمیتري انتونوف سره کتلي. یاد سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې روسي استازو په افغانستان کې پانګونې او سوداګرۍ ته لېوالتیاښودلې.

په مسکو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه وویل، چې سفیر مولوي ګل حسن حسن د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د تفصیلي معلوماتو ورکولو تر څنګ د افغانستان د تولیداتو د واردولو د پراختیا او د بازارموندنې د اغیز لوړولو غوښتنه کړې.

یاد سفارت ویلي، چې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د همکارۍ د پراختیااو ګډو اقتصادي فرصتونو ژمنه کړې ده.

روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان په رسمیت پېژني.

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د تخار د کان کیندنې معترضان خوشې کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، رپوټونه ښيي چې طالبانو په تخار ولایت کې د کان‌کېندنې د پروژو او د هغو د ناوړه ټولنیزو او چاپېریالي اغېزو پر ضد معترض کسان نیولي او په جبري ډول یې ورک کړي دي. یاد سازمان پر دې مساله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې پر دویمه په یوه اعلامیه کې وویل، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د سوله‌ییزو لاریونونو حق په سیستماتیک ډول ځپلی او د هېواد پخوانی حقوقي نظام یې د داسې جبري او خپلسرې واکمنۍ په بدل کې ړنګ کړی چې په وېرې ولاړه ده.

یاد سازمان ټینګار کوي چې هېڅوک باید د سوله‌ییز اعتراض او یا د روا اندېښنو د څرګندولو له امله ونه نیول شي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، ټول هغه کسان سملاي خوشې کړي چې یوازې د اعتراض د حق د کارولو له امله نیول شوي دي.

د عدلیې پخوانی وزیر: د طالبانو «جزایي اصولنامه» خواشینوونکې او د اسلامي شریعت خلاف ده

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وایي، چې د طالبانو د نوې «جزایي اصولنامې» بشپړ متن یې لا نه دی ترلاسه کړی، خو هغه څه چې د رسنیو له لارې خپاره شوي، اسلام، شریعت او افغانستان په نړیواله کچه د انزوا پر لور بیایي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر ایکس ویلي، دا چلند اسلام، شریعت او افغانستان په نړیواله کچه د انزوا او ټوکې وړ ګرځوي. هغه ټینګار کړی چې د دین ثابت اصول په ټولو زمانو کې بدلیدونکي نه دي، خو د شریعت جزوي احکام او فروع د ټولنې د شرایطو، وخت او ځای مطابق د تطبیق وړ دي.

پخواني وزیر څرګنده کړې، چې په اسلامي فقه کې د اجتهاد دروازه همیشه پرانیستې ده، ځکه نوې پېښې او مسایل چې په پخوانیو زمانو کې موجود نه وو، د اجتهاد پر بنسټ د حل وړ دي.

هغه زیاته کړې، که داسې نه وي، د نویو احکامو ټاکل او پلي کول ممکن نه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې هغه څه چې طالبانود «جزایی اصولنامې» په نامه وړاندې کړي، نه یوازې له اسلامي شریعت سره سمون نه لري، بلکې په عمل کې دین، شریعت او هېواد ته زیان رسوي او د اسلام حیثیت په ملي او نړیواله کچه زیانمنوي.

د پخواني وزیر په وینا، د دې اصولنامې پلي کول د افغان ښځو، ماشومانو او عامو خلکو پر حقوقو منفي اغېزې لري او د عدالت او قانون بنسټونه کمزوري کوي.

فرانسې په مدیترانې سمندر کې له روسیې نه د تېلو یوه روانه بېړۍ درولې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي چې هېواد یې له نړیوالو بندیزونو د هر ډول سرغړونې پر وړاندې جدي اقدام کوي. نوموړي وویل چې د فرانسې سمندري ځواکونو نن سهار د مدیترانې سمندر په نړیوالو اوبو کې د تېلو یوه بېړۍ ودروله، چې له روسیې څخه تر جعلي بیرغ لاندې روانه وه.

د مکرون په وینا، عملیات د څو متحدینو په ملاتړ وشول او د سمندري قانون په اړه د ملګرو ملتونو له کنوانسیون سره سم وو.

هغه زیاته کړه چې د پېښې په تړاو عدلي پلټنه پیل شوې او یادې بېړۍ ته بله لاره ټاکل شوې ده.

د فرانسې ولسمشر پر خپل اېکس ولیکل، چې هېواد یې د نړیوال قانون د پلي کېدو او د بندیزونو د اغېزناک پلي کېدو لپاره کلک هوډ لري.

مکرون وویل، د «سیوري بېړۍ» په نوم د بېړیو فعالیتونه د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې د تمویل یوه مهمه سرچینه بلل کېږي او نړیواله ټولنه باید د دې شبکو پر وړاندې ګډ اقدام وکړي.

د ورښتونو او واورو په پایله کې په ۷ ولایتونو کې ۱۳ کسان مړه شوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي چې په پروان، بامیان، میدان وردګ، کندهار، جوزجان، نورستان او فاریاب ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو په پایله کې ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.

د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد زیاته کړې، چې د طبیعي پېښو له کبله ۱۰ کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي، ۱۱ نور کورونه زیانمن شوي او ۵۳۰څاروي هم تلف شوي دي.

همدارنګه، په بامیان، میدان وردګ، فراه او فاریاب ولایتونو کې د درنو واورو له امله لارې تړل شوې دي.

حماد زیاتوي، د یادې ادارې مشر لودین ترابي اړوندو څانګو ته سپارښتنه کړې چې زیانمنو او اړمنو خلکو ته ژر تر ژره ابتدایي مرستې ورسوي او د نورو احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

د وروستیو واورو او بارانونو له کبله د افغانستان په ګڼو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې ګڼې ترافیکي پېښې شوې، چې مالي او ځاني زیانونه یې هم اړولي دي.