د درنې واورې له امله د میدان وردګ ولایت د ګڼو ولسوالیو لارې تړل شوې

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د جلریز، نرخ، سیداباد، چک، جغتو، دایمیرداد، حصه اول بهسود او مرکزي بهسود ولسوالیو لارې د درنې واروې له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

دغه ریاست د میدان وردګ ولایت له ټولو اوسېدونکو غوښتي، چې یادو ولسوالیو ته له سفر کولو ډډه وکړي.