• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان تحریک انصاف ګوند: د ټرمپ له «سولې نړۍوال بورډ» سره د پاکستان یو ځای کېدل نه‌منو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له «سولې نړۍوال بورډ» سره د پاکستان حکومت د یو ځای کېدو پرېکړه غندلې ده. یاد ګوند پر شهباز شریف غږ کړی، چې ژر تر ژره دې په یاد بورډ کې د پاکستان ګډون لغوه کړي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان حکومت هغې پرېکړې ته کلک غبرګون ښودلی، چې د ټرمپ له‌خوا په «سولې نړۍوال بورډ» کې یې د ګډون بلنه ومنله.

د یاد ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې د دا ډول سترو پرېکړو لپاره باید لومړۍ په کور دننه له ټولو سیاسي لورو سره سلا مشورې وشي.

د تحریک انصاف ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت او پارلمان قانوني حیثیت نه‌لري، که پارلمان قانوني حیثیت درلودای، نو باید یې د دا ډول مهمې موضوع په اړه بحث کړی وای.

تحریک انصاف ګوند په ټینګار سره ویلي، چې پاکستان باید په هغو جوړښتونو کې برخه واخلي، چې د ملګرو ملتونو نظام پیاوړی کوي او له موازي جوړښتونو سره له يو ځای کېدو څخه ډډه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: «د تحریک انصاف ګوند د فلسطین خلکو د غوښتنو خلاف هر ډول پلان ردوي او د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو ملاتړ کوي».

همدارنګه د تحریک انصاف ګوند غوښتنه کړې، چې د پاکستان حکومت دې په پارلمان کې تر بحث کولو، له پخواني لومړي وزیر عمران خان او نورو سیاستوالو سره مشورې کولو او عمومي ټول پوښتنې پورې ‍ د یاد بورډ یا پلاوي له غړیتوب څخه لرې پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې د ډونالډ ټرمپ د هغه شل ماده‌ییز پلان له‌مخې، چې موخه یې د غزې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي، ټاکل شوې ده د غزې تړانګې د مدیریت لپاره یوه انتقالي اداره جوړه شي او په‌کې به د «سولې پلاوی» مهم او بنسټیز رول ولري. د دې پلاوي دایمي غړیتوب هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې یو میلیارد ډالر ورکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

پوتین محمود عباس ته: روسیه د فلسطین د ګټو دفاع لپاره له «سولې پلاوي» سره یو ځای کېږي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کرملېن ماڼۍ کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره د لیدنې پر مهال اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه بلنه مني، چې له‌مخې یې روسیه د «غزې د سولې بورډ»‌ غړیتوب ترلاسه کوي.

ولادیمیر پوتین په دې لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د سولې له پلاوي سره د روسیې د یوځای کېدو اصلي موخه د فلسطیني ولس د ګټو خوندي کول او ملاتړ دی او همداراز به د غړیتوب لپاره بورډ ته یو مېلیارډ ډالر هم ورکړي. د هغه په وینا، دا پیسې به «تر ټولو لومړی د فلسطینيانو د ملاتړ، د غزې تړانګې د بیا رغونې لپاره د مالي سرچینو د برابرولو او په عمومي ډول د فلسطینیانو د ستونزو د هواري لپاره» ولګول شي. د روسیې دولتي خبري آژانس تاس(TASS) د پوتین دا څرګندونې خپرې کړې دي.

د ډونالډ ټرمپ د هغه شل ماده‌ییز پلان له‌مخې، چې موخه یې د غزې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي، ټاکل شوې ده د غزې تړانګې د مدیریت لپاره یوه انتقالي اداره جوړه شي او په‌کې به د سولې پلاوی مهم او بنسټیز رول ولري. د دې پلاوي دایمي غړیتوب هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې یو میلیارد ډالر ورکړي.

روسیې ویلي، دا پیسې به له هغو روسي شتمنیو څخه ورکړي چې دا مهال په متحده ایالاتو کې کنګل شوې دي. د دې کار عملي کېدل د امریکا د حکومت پرېکړې او اقدام ته اړتیا لري، څو دا شتمنۍ ازادې شي.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې، په رسمي ډول د «سولې پلاوی» نړۍ ته معرفي کړ. هغه وویل، دا پلاوی به په لومړي پړاو کې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند پر ټینګښت تمرکز وکړي او تر هغې وروسته چې «جوړښت یې بشپړ شي»، کولای شي «نږدې هر هغه اقدام ترسره کړي، چې ورته اړتیا وي».

د سولې پلاوي د معرفي کېدو په مراسمو کې د ۱۸ هېوادونو استازو ګډون کړی و. اسراییل هم د دې پلاوي غړیتوب منلی، خو په عین حال کې یې د ځینو هېوادونو له حضور څخه نارضایتي ښودلې ده. اسراییل وایي، دغه هېوادونه د حماس ملاتړ کوي چې په‌کې ترکیه، قطر او پاکستان یاد شوي دي.

په همدې وخت کې، روسیې له حماس سره خپلې اړیکې هم ساتلي او تر دې وړاندې یې څو ځله د دې ډلې استازي مسکو ته وربللي دي. دا کار تل د اسراییل او د ځینو لوېدیځو هېوادونو له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی.

شهزاده پهلوي جلا وطنه ایرانیانو ته: د ایران خلاف د زمري او لمر تر بیرغ لاندې یو موټی شئ

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۰

شهزاده رضا پهلوي د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۲مه) په یوه ویډیويي پیغام کې له بهر مېشتو ایرانيانو وغوښتل چې د اخوندي رژیم خلاف د زمري او لمر تر تاریخي بېرغ لاندې یو موټی پاتې شي او شخصي اختلات دې یوې خوا ته کړي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه ویلي: «د نړۍ په څلورو کونجونو اسټرالیا، اروپا، کاناډا او امریکا کې ستاسو پراخو لاریونونو، زموږ زړورو هېوادوالو ته چې په اشغال شوي وطن کې دي، ځواک او هیله ورکړه. ستاسو غږ د ایران د ملت غږ دی. زه له تاسو مننه کوم او ستاسو قدرداني کوم».

هغه وویل: «نن په داسې حال کې چې اسلامي جمهوریت د بې‌رحمانه وژنو او پوځي واکمنۍ له لارې د ایران په کوڅو او سړکونو کې د خلکو د حضور بیه ډېره لوړه کړې ده، نو ستاسو مسوولیت دا دی چې د خپلو هېوادوالو لپاره نړیوال ملاتړ لا ډېر راجلب کړئ».

شهزاده رضا پهلوي د بهر مېشتو ایرانيانو د رول پر بې‌سارې ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «ستاسو د فعالیتونو دوام حتمي او اړین دی، خو دا فعالیتونه باید لا پراخ، لا همغږي، لا منظم او لا هدفمند وي».

هغه په واشنګټن کې خپلې وروستۍ خبري غونډې ته په اشارې سره وویل، چې په دې حساس پړاو کې له نړۍوالې ټولنې څخه شپږ څرګندې غوښتنې لري. د شهزاده په خبره: «د بهر مېشتو ایرانيانو ټول فعالیتونه، که هغه غونډې او لاریونونه وي، که له پرېکړه‌ کوونکو او قانون‌ جوړوونکو سره خبرې او هوکړې وي او که په رسنیو او انلاین شبکو کې خبر رسونه وي، باید ټول د همدې شپږو غوښتنو پر محور راټول شي».

نوموړي وویل، اخوندي نظام باید تر سخت اقتصادي فشار لاندې راشي‌ او د نړۍ په کچه یې باید شتمنۍ کنګل شي. شهزاده ټینګار وکړ، چې د اخوندي رژیم پټې نفت وړونکې بېړۍ باید پیدا او په نښه شي. د هغه په خبره، ایران لپاره باید د سټارلېنک له لارې ازاد انټرنېټ برابر شي.

هغه بهر مېشتو ایرانيانو ته په خطاب کې وویل: «له تاسو ټولو غواړم چې د ایران د زمري او لمر تر بیرغ لاندې یو موټی پاتې شئ؛ هغه بیرغ چې لسګونو زرو زړورو ایرانيانو یې د بیا رپولو لپاره خپل ژوند قربان کړی دی».

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ: «شخصي اختلافونه یوې خوا ته کېږدئ. په یوه ښار کې له موازي او جلا پروګرامونو ډډه وکړئ. خپلې هڅې همغږې او په یوه لوري برابرې کړئ، څو اغېز یې زیات شي».

د یادونې وړ ده، چې د زمري او لمر بیرغ د ایران د شاهي دورې بیرغ دی.

په غزه کې بشري ناورین؛ ملګري ملتونه وايي د غزې نږدې ۸۰ سلنه اوسېدونکي له لوږې سره مخ دي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰

ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې د ژوند کولو شرایط په بې ساري ډول خراب شوي او د غزې نږدې ۸۰ سلنه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي. تر دې مخکې ګڼو نړۍوالو بشري بنسټونو هم په غزه کې د قحطۍ له رامنځته کېدو خبرداری ورکړی وو.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د غزې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې پر نړۍوالو بشري مرستو تکیه دي او د غزې نږدې اتیا سلنه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان زیاته کړې، چې په غزه کې د بیارغونې د هڅو د پرمختګ او د خلکو د وقار د خوندي کولو لپاره د نړۍوالې ټولنې لا زیاتو او بیړنیو همکاریو ته اړتیا ده.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په غزه کې له شته ننګونو او خنډونو سربیره هڅه کوي، چې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره خپل مرستندویه عملیات پراخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو مرستندویه ټولنو په وار وار په غزه کې د قحطۍ د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې ښودلي او د بشري دهلېزونو د پرانېستلو غوښتنه یې کړه ده.

د ایران او ترکیې ولسمشرانو د سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه اوږدې ټیلیفوني خبرې وکړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې هېوادونو پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې کړې دي. پزشکیان ویلي، د اسلامي امت دښمنان هڅه کوي چې د سیمې په هېوادونو کې د کړکېچونو پر رامنځته کولو سره ترهګري او نا امني خپره کړي.

د ایران د ولسمشر دفتر په خبرپاڼه کې لیکلي: «مسعود پزشکیان د سيمې وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره ټينګار وکړ، چې د اسلامي امت د دښمنانو موخه دا ده، چې د سيمې په هېوادونو کې د کورنيو کړکېچونو په رامنځته کولو سره ترهګري او ناامني خپره او دوامداره وساتي». نوموړي زياته کړې، چې د ایران ولس د وروستيو پېښو د طراحانو او عاملانو موخې له ماتې سره مخ کړې.

د ايران ولسمشر همدارنګه له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پر پراختيا له ټينګار سربېره زیاته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت پرېکړه کړې، چې له ترکيې سره په ټولو برخو کې دوه‌ اړخيزې اړيکې لا پسې پراخې او پياوړې کړي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم د انقرې لپاره د ايران د ارزښتناک ځای پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ايران سوله، ثبات او امنيت د ترکيې لپاره ستراتيژيک او حياتي ارزښت لري. هغه روښانه کړه، چې ترکيه د ايران پر وړاندې هر ډول لاس وهونکې سناريوګانې او بهرنۍ مداخلې په کلکه ردوي.

د ترکیې حکومت په دې تړاو اعلامیه کې ویلي، اردوغان د ايران بدلونونه له نږدې څاري او د اعتراضونو په راکابو کولو کې د ايران اسلامي جمهوريت اصولي او جوړښتي چلند د ستاينې وړ بولي. د هغه په وينا، د ستونزو هوارول او په سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو مخنيوی د سيمې د ټولو هېوادونو په ګډون د ترکيې په ګټه دي.

د ترکيې د ولسمشرۍ دفتر د اعلاميې له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د دوه‌ اړخيزو اړيکو د پراختيا او د سيمه‌ييزو همکاريو د پياوړتيا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

البانیا او بلغاریا د ټرمپ د «سولې له نړۍوال پلاوي» سره یوځای کېږي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د البانیا قانون جوړوونکو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) د حکومت هغه پرېکړه تایید کړه، چې له‌مخې یې دغه هېواد د «سولې نړۍوال پلاوي یا بورډ» له نوښت سره یوځای کېږي؛ دا نوښت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د نړۍوالو شخړو د حل لپاره پیل شوی دی.

د البانیا لومړي وزیر اېدي راما دا ګام «د نېک نیت څرګندونه» او «ځانګړی ویاړ» وباله او ویې ویل، چې دا به په نړۍوال ډګر کې د البانیا رول لا پیاوړی کړي.

دا قانون د ۱۴۰ استازو له ډلې د ۱۱۰ په ملاتړ تصویب شو. راما وویل، چې له دې نوښت سره یو ځای کېدل دا تضمینوي چې البانیا به په نړۍواله ډیپلوماسۍ کې «پر مېز موجوده» پاتې شي، هغه خبره چې د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني له خوا په داووس کې شوې وه.

ګاونډی هېواد یې کوسوو، چې له امریکا سره نږدې متحد دی او امریکا یې په ۲۰۰۸ کال کې له سربیا څخه د خپلواکۍ ملاتړ کړی و، هم د سولې له بورډ سره یو ځای شوی دی.

د بلغاریا حکومت هم له دې تړون سره یوځای کېدل تایید کړي دي او تمه ده، چې پارلمان یې راتلونکې اوونۍ تایید کړي. ډیپلومات نیکولای ملادینوف چې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی و، د بورډ له لوري د غزې لپاره د عالي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

تر اوسه بلغاریا او هنګري د اروپايي ټولنې یوازني دوه غړي هېوادونه دي، چې د سولې له نړۍوال بورډ سره یو ځای شوي دي.

ټرمپ پلان لري، چې یاد بورډ د غزې شخړې له حل څخه پیل او وروسته به نورې نړۍوالې شخړې هم حل کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ۵۰ هېوادونو ته د دې پلاوي د غړیتوب بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه شاوخوا ۳۰ هېوادونه، چې پکې پاکستان، مصر او متحده عربي امارات هم شامل دي، له دې پلاوي سره یوځای شوي دي. د اروپا مهمو متحدانو لکه فرانسې دغه بلنه رد کړې ده. ټرمپ تمه لري، چې غړي هېوادونه د غړیتوب لپاره د درېیو کلونو په موده کې یو میلیارد ډالر ورکړي.