د اروپايي پارلمان استازې: د ایران په اړه د اروپا تګلاره ناسمه او ناهیلې کوونکې ده

په اروپايي پارلمان کې د جرمني استازې هانا نویمن په یوه ویډیویي پیغام کې د ایران په تړاو د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د ادارې پر کړنو په نیوکې سره، د ایران په اړه د دغې ټولنې د چارواکو «نرمه تګلاره» خورا ناهیلې کوونکې او ناسمه وبلله.
د اروپايي پارلمان دغې استازې وویل، د اروپايي ټولنې چارواکي له کلونو راهیسې وايي چې د اټومي موضوع له امله باید له تهران سره مذاکراتو ته دوام ورکړل شي او له همدې امله اروپا مجبوره ده، چې په نورو مسایلو کې یو څه نرم چلند وکړي.
هغې زیاته کړه: «په دې کلونو کې ثابته شوې چې د اروپا تګلاره ناسمه وه؛ ځکه نه په اټومي دوسیه کې کوم ځای ته رسېدلي یو او نه هم مذاکراتو کومه پایله ورکړې ده. په ورته وخت کې، په ایران کې دننه ځپل ورځ تر بلې ډېر شوي او یوازې په تېرو دوو اوونیو کې د وژنې د تر ټولو بد وضعیت شاهدان وو. ورسره جوخت، په سیمه کې له نیابتي ډلو څخه د اسلامي جمهوري ملاتړ هم زیات شوی دی».
