• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراق وايي له سوریې لېږدول شوي داعش بندیان به محاکمه کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۰

د عراق عالي قضايي شورا د پنجشنبې په ورځ وویل چې له سوریې څخه عراق ته د لېږدول شوو داعش بندیانو پر ضد به قانوني بهیر پیل کړي.

له لسو زرو ډېر د دې سختدریځې وسله والې ډلې غړي له څو کلونو راهیسې د سوریې په شمال ختیځ کې په شاوخوا لسګونو زندانونو او توقیف کمپونو کې ساتل کېږي، چې ساتنه یې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونوپر غاړه ده.

د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې ۱۵۰ د داعش بندیان له سوریې څخه عراق ته لېږدولي دي او ښايي په پای کې تر ۷۰۰۰ پورې بندیان له سوریې څخه وباسي.

امریکايي پوځ د زندانونو د امنیت په اړه اندېښنې یادې کړې، ځکه هلته زرګونه نورې ښځې او ماشومان هم ساتل کېږي چې له دې وسله والې ډلې سره اړیکه لري او دا اندېښنې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو له پوځي شاتګونو وروسته زیاتې شوې دي.

یو امریکايي چارواکي د سې شنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې شاوخوا ۲۰۰ ټیټ‌پوړي د داعش جنګیالي د سوریې د شدادي له زندان څخه تښتېدلي وو، خو د سوریې دولتي ځواکونو ډېری بېرته نیولي دي.

عراقي چارواکو وویل چې لومړي وزیر محمد شیاع السوداني د سې شنبې په ورځ د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په ټیلیفوني خبرو کې عراق ته د داعش د بندیانو د لېږد موضوع یاده کړې او زیاته یې کړه چې دا لېږدونه د عراقي حکومت له رسمي غوښتنې وروسته ترسره کیږی.

د عراق د پوځ یوه ویاند تایید کړې چې عراق د داعش د ۱۵۰ بندیانو لومړۍ ډله ترلاسه کړې، چې پکې عراقیان او بهرنیان شامل دي او ویې ویل چې د راتلونکو لېږدونو شمېر به په امنیتي او میداني ارزونو پورې تړلی وي. نوموړي بندیان د ډلې لوړپوړي کسان وبلل.

د عراق عالي عدلي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کله بندیان عراقي لوري ته وسپارل شي او ځانګړو اصلاحي تاسیساتو ته ولېږدول شي، نو عراقي محکمې به د عراق د اساسي قانون او جزايي قوانینو پر بنسټ د هغوی پر ضد «لازم قانوني اقدامات» وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

له جرمني څخه یو روسی ډیپلوماټ د جاسوسۍ په تور شړل کېږي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د جاسوسۍ په تور د روسیې د ډیپلوماتیکې استازولۍ یو غړی له هېواده شړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې سفیر یې احضار کړی او د یاد ډیپلومات د شړلو پرېکړه یې ورته په رسمي ډول ابلاغ کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن د پنجشنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «په جرمني کې د هر ډول جاسوسۍ فعالیت د زغم وړ نه دی، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دا کار تر ډیپلوماټیک پوښښ لاندې وشي.»

تر دې دمه په برلین کې د روسیې سفارت د دغه ډیپلومات د شړلو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د یاد روسي ډیپلومات د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې، د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د چارشنبې په ورځ یو جرمن-اوکرایني وګړی له دې قضیې سره د تړاو په شک نیول شوی دی.

د جرمني څارنوالانو ویلي چې دغه کس لږ تر لږه د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې د روسیې په سفارت کې له استخباراتي کارکوونکي سره په اړیکه کې و.

امریکا له سوریې څخه عراق ته د داعـ.ـش زندانیانو د لېږد نوی ماموریت پیل کړی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۰

د امریکایي ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وایي چې تېره ورځ یې د سوریې له شمال ختیځ څخه عراق ته د یادې ډلې د زندانیانو د لېږد یو نوی ماموریت پیل کړی دی.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ماموریت موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي، د داعش اړوند زندانیان په خوندي توقیف ځایونو کې ساتل کیږي او د هر ډول احتمالي تېښتې مخه یې ونیول شي.

د دغه بهیر په لومړي پړاو کې، ۱۵۰د داعش وسله وال له سوریې څخه عراق ته ولېږدول شول. یاد کسان تر دې مخکې د سوریې په حسکه ولایت کې په یوه توقیف خونه کې ساتل کېدل.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ښايي په ټولیز ډول تر ۷زره پورې د داعش زندانیان له سوریې څخه د عراق تر کنټرول لاندې توقیف ځایونو ته ولېږدول شي.

د سنټکام قوماندان سمندرمشر برډ کوپر ویلي: «موږ دا ماموریت د عراق د حکومت په ګډون، له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره په نږدې همغږۍ پر مخ وړو.»

نوموړي ټینګار کړی چې د داعش د زندانیانو منظم او خوندي لېږد د دې لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د هر ډول تېښتې مخه یې ونیول شي، ځکه د دوی تېښته د متحده ایالاتو او د سیمې امنیت ته مستقیم ګواښ پېښولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د شمېرو له مخې، امریکايي ځواکونو یوازې په ۲۰۲۵کال کې د داعش له ۳۰۰څخه زیات غړي نیولي او له ۲۰څخه ډېر نور یې له منځه وړي دي.

اروپايي پارلمان د ایران د سپاه پاسداران ځواک د ترهګر اعلانولو غوښتنه کړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د اروپايي پارلمان غړو له اروپايي شورا وغوښتل چې د سپاه پاسداران ځواک، د بسیج ملیشې او قدس ځواک د ترهګرو سازمانونو په توګه وپیژني. اروپایي ټولنې پر ایران د بندیزونو د پراخولو، د شتمنیو کنګل کولو او د ویزو بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده.

اروپايي پارلمان په یوه پرېکړه لیک کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ایران د حکومت چلند، د هغوی وژل او بندي کول په کلکه غندلي او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې سملاسي تاوتریخوالی ودروي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.

دا پرېکړه‌لیک د پنجشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان په عمومي غونډه کې په ۵۶۲موافقو، ۹مخالفو او ۵۷ممتنع رایو تصویب شو.

اروپايي پارلمان د ایران له خلکو او د هغوی له مشروع اعتراضي خوځښت سره بشپړ پیوستون څرګند کړ او د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ځواک پراخ او قصدي کارول یې په کلکه وغندل. په پرېکړه‌لیک کې له ایراني چارواکو غوښتنه شوې چې ټول اعدامونه ودروي او د سوله‌ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

همدا راز، د اروپايي پارلمان غړو له اروپايي شورا وغوښتل چې د سپاه پاسداران ځواک، د بسیج ملیشې او قدس ځواک، د ترهګرو سازمانونو په توګه وپیژني.

په پرېکړه‌لیک کې د ایران له‌خوا د انټرنېټ بندولو او د معلوماتو د سانسور هڅې هم غندل شوې او له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو وغوښتل شول چې د سانسور د مخنیوي وسایلو او د سایبري امنیت لپاره تخنیکي او مالي ملاتړ زیات کړي.

اروپايي پارلمان همدا راز پر ایران غږ کړی چې د ملګرو ملتونو له‌خوا ټاکل شوې حقیقت موندونکې ډلې ته له قید او شرط پرته لاسرسی ورکړي، څو د بشري حقونو د جدي سرغړونو، لکه وژنو، شکنجو، جنسي تېریو او جبري ورکېدنو، څېړنه وکړي.

په پای کې، پارلمان ټینګار کړی چې له ایران سره د اړیکو هر ډول عادي کېدل یوازې هغه وخت ممکن دي چې سیاسي بندیان خوشې شي او د دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت پر لور رښتینی پرمختګ وشي. د اروپايي پارلمان د مشرې روبرتا مېتسولا، هغه پرېکړه وستایل شوه چې د ایران د رژیم استازي یې د پارلمان له ودانیو منع کړي دي.

د ټرمپ استازي د پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته ځي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د هغه زوم جارډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه نېټه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته ځي. د کرملېن ویاند دیمتري پسکوف منلې، چې پوتین به د ټرمپ له استازو سره وګوري.

سټیو وېټکاف هم ویلي، چې ده د یادې لیدنې غوښتنه له روسي لوري کړې ده. هغه هیله څرګنده کړې، چې روسیه به د اوکراین د سولې له طرحې سره هوکړه وکړي.

د وېټکاف په وینا؛ د ځمکنۍ بشپړتیا مسله لاهم د اوکراین د شخړې د حل تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي. د ټرمپ استازي تر دې وړاندې د لېندۍ میاشتې په ترڅ کې هم مسکو ته تللي وو او شاوخوا پنځه ساعته یې په کرملېن کې له پوتین سره مخامخ خبرې کړې وې.

هغه مهال د ولادیمیر پوتین ځانګړي سلاکار یوري اوشاکوف ویلي و، چې خبرې اترې رغنده وې؛ خو دواړه لوري نه سولې ته نږدې شوي وو او نه هم ترې لرې شوي وو. اوشاکوف سره له دې چې دغه خبرې رغنده بللې؛ خو دا یې هم منلې وه چې د اوکراین په اړه اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي. هغه ویلي و، روسي او امریکایي چارواکو هوکړه کړې ده چې د دغه مذاکراتو جزییات به رسنیو ته نه افشا کوي.

اسراییل د سوریې - لبنان پر سرحدي لارو بریدونه کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۰ GMT+۰

اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې او لبنان ترمنځ پر څلورو سرحدي لارو هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې، چې دغه لارې د حزب‌الله له‌خوا د وسلو د قاچاق لپاره کارېدې. تر دې وړاندې هم اسراییلي ځواکونو د لبنان پر ځینو کلیو بریدونه کړي وو، چې دوه کسان په‌کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

اسراییل ویلي و، چې د سوېلي لبنان په قناریط، کفور او جرجوعه سیمو کې به د «حزب‌الله بنسټیزې زېربناوې» په نښه کړي او د ځینو ودانیو اوسېدونکو ته یې د بریدونو خبرداری هم ورکړی و.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې لبنان او اسراییل په ۲۰۲۴کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند یوې هوکړې ته سره رسېدلي وو؛ خو له هغه وروسته دواړه لوري یو پر بل د اوربند د ماتولو تورونه لګوي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون پر اېکس پاڼه لیکلي، اسراییل یو ځل بیا د لبنان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي چې دا «یو خطرناک تشدید» دی او په مستقیم ډول ملکي وګړي په نښه کوي. د لبنان پوځ هم دغه بریدونه د لبنان د حاکمیت او له اوربند ښکاره سرغړونه بللې او غندلي یې دي.