
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ نېټه) د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۳۱۸۲ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه کمېسیون په وینا؛ یاد کډوال د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، بهرامچې او اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. یاد کمېسون ویلي، چې له دې ډلې د تورخم له لارې ۲۸۰۶ کډوال، د بهرامچې له لارې ۱۳۸، د سپین بولدک له لارې ۱۳۴، د ورېښمو پله له لارې ۷۸ او د اسلامکلا له لارې ۲۶ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
طالبانو ویلي، چې له ستنو شویو کورنیو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او خپلو مېنو ته یې لېږدولې دي.

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسلهوالې مخالفې ډلې د طالبانو «د جزا قانون» په افغانستان کې د ظلم، تبعیض او د انساني کرامت د محرومولو په لور یو څرګند ګام بللی او په سختو ټکو یې غندلی.
یادې جبهې ویلي، دغه اصول د طالبانو رسمي او طرحه شوې تګلاره ده چې خلک غلامۍ ته اړ باسي او مجرمینو ته قضايي معافیت ورکوي. د طالبانو لهخوا د محکمو لپاره د «جزا قانون» تر وړاندې کولو وروسته ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو دغه ډول اصول د بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې تصادفي نه؛ بلکي رسمې تګلارې دي.
یادې جبهې د «طالبانو جزا قانون» د قضا د خپلواکۍ لهمنځه وړلو، د بشري حقونو او ازادیو جرمي کولو، په قصدي ډول د جرمونو د تعریف پټولو، بدني سزاوو او شکنجو ته مشرعیت ورکولو، جبري اعتراف عادي کولو، میداني سزاوو او تبعیض رامنځته کولو په معنا بللي.
د دوی په خبره؛ د طالبانو دغه سند افغانستان د قانون او عدالت په تاریخ کې یو خطرناک شاتګ ته بیايي. په خبرپاڼه کې اندېښنه ښودل شوې، چې دغه «ظالمانه کړنلارې» د زیانمنو پایلو سره د خلکو پر حقونو، ازادیو، وقار او ټولنیز حیثیت اغېز کوي.
دوی ویلي: «دغه اصول نامه په عملي توګه د افغانستان خلک د غلامۍ قانون ته بیايي، دا د بشري کرامت ښکاره سپکاوی او له نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې دی، د غلامۍ دغه قانون د افغانانو، نړۍوالو حقوقي او اخلاقي نظم په وړاندې د ګواښ زنګ دی».
ازادۍ جبهې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو ورته ظلمونه او جوړښتي تبعیض د «جنسي توپیر» په توګه په رسمیت وپېژني. دوی پر نړۍوالو جزايي محکمو هم غږ کړی، چې د دغه قانون جوړونکي د نورو طالب مشرانو ترڅنګ عدلي تعقیب کړي.
د اروپايي ټولنې کمېسیون د ۲۰۲۶کال لپاره د افغانستان، ایران او پاکستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱۲۶ مېلیونه يورو ځانکړې کړي دی. دغه کمېسیون ویلي، چې په نړۍ کې ۲۳۹ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، که څه هم لویو مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې کمې کړې؛ خو دغه کمېسیون د لومړنۍ مرستې بودجې یوه برخه ۱.۹ مېلیارده یورو له نړۍوالو ناورینونو سره د مبارزې لپاره ځانکړې کړې ده.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه مرستو ترڅنګ د ۴۱۵ مېلیونه یورو څخه زیاتې پيسې د بېړنیو پېښو د مخنیوي او د ستراتیژیک اکمالاتي سلسلې د ساتلو لپاره خوندي شوې دي.
د اروپايي کمېسیون د برابرۍ، چمتوالي او ناورین مدیریت کمېشنرې هاجا لحبیب د مرستو دغه ژمنه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې کړې؛ تر څو د عامه مرستو ترڅنګ د خصوصي سکتور مالي ملاتړ او نوښتګرې حل لارې جلب کړي.
هغې وویل: «د بشري مرستو سیستم تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دی او یوازې عامه بودجه د دغه ناورین د کچې د پوره کولو توان نهلري». د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې؛ د روان کال تر پایه به د کډوالو شمېر له ۱۳۶ مېلیونو څخه واوړي.
لحبیب زیاته کړې: «اروپا اقدام کوي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۱.۹ مېلیارده یورو لومړنۍ ژمنه کوي. د نړۍ تر ټولو لوی بشري مرسته کوونکي په توګه موږ خپل سیاسي مسوولیت منو».
بېکوره شوې کورنۍ
ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۵کال په راپور کې ویلي و، چې د اټکل له مخې د ۲۰۲۵کال تر جون میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۷.۳ مېلیونه خلک جبري بېځایه شوي، چې دا د ۲۰۲۴کال تر پایه د ثبت شوې شمېرې ۵ سلنه کموالی ښيي.
د اټکلونو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال تر پایه پورې د جبري بېځایه شویو، ستنېدونکو او د بېاسناده کسانو شمېر ښایي ۱۳۶.۳ مېلیونو ته ورسېږي. په راپور کې د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله ویل شوي، چې د مرستو کمښت د یادې ادارې د کار او په ځانګړې توګه د بېړنیو پېښو ته د ځواب ورکولو برخې زیانمنې کړې او دوی اړ شوي، چې خپل فعالیتونه او د کاري ځواک یو پر درېیمه برخه را کمه کړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري وایي، چې ازبکستاني سوداګر غواړي د سړو خونو د جوړېدو په برخه کې د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. د هغه په خبره؛ په راتلونکې کال کې په ټول افغانستان کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې ازبکستاني سوداګرو او پانګهوالو په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او تولید په برخه کې لېوالتیا ښودلې. د هغه په وینا؛ یادو سوداګرو د دوی سره په لیدنه کې ویلي، چې د ازبکستان سوداګر به ډېر ژر په کابل کې خپل کارخونه هم پرانیزي.
هغه زیاته کړې: «یوشمېر ازبکستاني پانګهوال او سوداګر غواړي د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او پرزو په برخه کې پانګونه وکړي». حیدري وایي، په راتلونکې کال کې د زونونو، ولایتونو او کروندګرو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.
هغه دارنګه ویلي:« موږ په راتلونکې کال کې د بزګرانو لپاره د کوچنیو، د ولایتونو لپاره د منځنیو او د زونونو لپاره د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لرو». له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.
د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼوال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼوالو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نهلري.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت دیني عالمانو ته امر کړی، چې د جمعې ورځې په خطبو کې دې د چاپېریال ساتنې اهمیت او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په اړه سپارښتنې وکړي. دغه وزارت ویلي: «اوس وخت راغلی، چې باید طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي».
د طالبانو حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ساینسي علومو پر مټ د کارخونو، کانونو کېندنو، موټرو، رېل ګاډي، الوتکو، سمندري کښتیو او له ځمکې د حرارتي سرچینو د راېستلو پرمختګونو ته اشاره کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرمختګونو د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو ترڅنګ هوا ککړه کړې او بېلابېلې ناروغۍ یې رامنځته کړې دي. دغه وزارت دیني عالمانو ته امر کړی، چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دې د چاپېریال ساتنې او د هوا ککړتیا پر مخنیوي خبرې وکړي.
نوموړي وزارت له خلکو غوښتنه کړې: «په ځمکه چې کوم کار او فعالیت کوئ باید د چاپېریال د تخریب او د هوا د ککړتیا لامل نهشي او له اړتیا پرته تجاوز مه کوئ». د طالبانو په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې اوسمهال باید طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ونو او بوټو پر پرې کولو بندیز لګېدلی؛ ځکه دا د طبیعت او د هوا په چاڼولو کې مهم رول لري. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې یاد موضوعات یې له جزییاتو سره یو ځای د کابل او ټولو ولایتونو جوماتونو ته لېږلي؛ ترڅو د جمعې ورځې په خطبه کې بیان شي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له څه مودې راهیسې د جمعې ورځې خطبې لپاره ځانګړي موضوعات ټاکي او د جوماتونو امامان او خطیبان اړ باسي، چې د یادې ډلې له لوري ورکړل شویو ځانګړو موضوعاتو په اړه بیانونه ورکړي.
په پاکستان کې د طالبانو سفارت د یادې ډلې د سفیر سردار احمد شکېب او د افغانستان لپاره د برېتانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي د لیدنې انځور خپور کړی دی. له دغه انځور څخه د برېتانیا ښځینه ډیپلوماتې راچل سمېټ انځور چې د ښاغلي لېنزي ترڅنګ ولاړه وه، لرې شوی دی.
اغلې سمېټ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په څانګه کې دنده لري او د ښاغلي لېنزي په یوشمېر غونډو کې ګډون کوي. طالبانو په ډېرو دولتي ادارو او همدارنګه په خصوصي بنسټونو کې د ښځو کار کول منع کړي دي؛ خو سره له دې، د دغې ډلې چارواکي اړ دي، چې په کابل او نورو هېوادونو کې له بهرنیو ښځینه ډیپلوماتانو سره لیدنې ترسره کړي.

د یادې لېدنې اړوند پوسټونه د طالبانو او د برېتانیا د استازي پر اېکس پاڼو خپاره شوي دي. په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ نېټه) د سردار احمد شکېب او ریچارډ لېنزي د لیدنې خبر خپور کړ.
دواړه لوریو د دوو هېوادونو د اړیکو او د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې. د برېتانیا استازي همدارنګه پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د پالیسیو د اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.
خو د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د شویو خبرو یادونه نهده شوې. یادې لیدنې د ځینو مخکښو افغان شخصیتونو غبرګونونه راپارولي دي.
د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي د یادې لیدنې په غبرګون کې لیکلي دي: «بهرني ډیپلوماتان ډېر په اسانۍ سره له طالبانو سره د خپلو لیدنو انځورونه خپروي؛ خو د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په څرګندولو یا له طالبانو پرته له نورو څېرو سره په اړیکه نیولو کې زړه نازړه وي. دا بېپرېتوب نهدی؛ بلکې یو ډول توپیري چلند دی چې د سیاسي مصلحت پر بنسټ رامنځته شوی دی».
دا لومړی ځل نهدی، چې طالبان د ښځو انځورونه لرې کوي. تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د وږي په میاشت کې د هالنډ کابینې غړو د استعفا په اړه په یوه راپور کې د ښځینه وزیرانو انځورونه تیاره کړي وو او یوازې یې د نارینهوو څېرې د لیدلو وړ وې.
په افغانستان کې یوازې لږ شمېر هېوادونه او سازمانونه استازولي لري یا رسمي پلاوي کابل ته لېږي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې ورونیکا بوسکوویچ پوهار له طالب چارواکو سره لیدنې کولې.
همدارنګه جورجت ګانیون په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د یوناما د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده او هغې هم له طالب چارواکو سره لیدنې ترسره کړې دي.