ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) په خپل یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې په نړۍ کې جګړې، بېعدالتي، نابرابري او بېثباتي ورځ تر بلې زیاتېږي، نړۍواله ټولنه نهشي کولای د ظلم، بېپروايۍ او د مجازاتو د نشتوالي ننداره وکړي. نوموړي زیاته کړه، نړۍ باید بنسټیزو اصولو ته ژمنه پاتې شي.
د ملګرو ملتونو سر منشي د روان کال لپاره درې بنسټیز اصول د نړۍوالو هڅو د ستنو په توګه یاد کړل. د هغه په وینا، لومړی اصل د ملګرو ملتونو د منشور بشپړه او رښتینې پلي کول دي؛ هغه منشور چې د نړۍوالو اړیکو، سولې، دوامدار پرمختګ او بشري حقونو بنسټ جوړوي. ګوترېش خبرداری ورکړ، چې د نړۍوالو قوانینو له پامه غورځول د نړۍ نظم کمزوری کوي.
د هغه په خبره، واک او شتمني د څو محدودو کسانو او سترو شرکتونو په لاس کې ده، چې دا کار نه یوازې نابرابري زیاتوي، بلکې انساني بنسټونه او ګډ ارزښتونه هم فاسدوي. ګوترېش په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا او الګوریتمونو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې ټکنالوژي باید د انسان په خدمت کې وي، نه دا چې د بشر راتلونکی د محدودو اقتصادي ګټو قرباني شي.
د نوموړي په وینا، دویم اصل «له عدالت سره تړلې سوله» ده؛ داسې سوله چې پر بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو ولاړه وي. هغه د جګړو، لوږې او بېځایه کېدو له امله د میلیونونو انسانانو کړاو ته په اشارې وویل: «دا درد او رنځ نور دوام نهشي کولی».
د ملګرو ملتونو سر منشي همدارنګه د ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې هر ډول شاتګ د منلو وړ نهدی.
د ګوترېش په وینا، د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د رهبرۍ په لوړو کچو کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ برابري رامنځته شوې او دا بهیر به دوام ولري.
نوموړي د ښځو او نجونو په اړه دغه عمومي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې له نږدې پنځو کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو د دوام اجازه نهلري او پر ښځو هم ګڼ او سخت بندیزونه لګول شوي دي.
انتونیو ګوترېش په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې «له طبیعت سره سوله» د نړۍوالې سولې لپاره بنسټیز شرط دی او خبرداری یې ورکړ، هغه نړۍ چې د اقلیمي ګډوډۍ ښکار وي، سولهییزه کېدای نهشي. نوموړي د اقلیمي بدلونونو له امله د ځمکې، اوبو او خوړو پر سر د شخړو د زیاتېدو یادونه وکړه او ویې ویل، چې اقلیمي بېعدالتي دې ته لاره هواره کړې، څو هغه هېوادونه او ولسونه چې لږ مسوولیت لري، تر ټولو لویه بیه پرې کړي.
د ملګرو ملتونو سر منشي همدارنګه نړۍ کې د نژادپالنې او مذهبي تعصب د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې ټولنې د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار وکړ، چې یوازې غندنه بسنه نهکوي، بلکې نړۍواله ټولنه باید په فعاله توګه د داسې ټولنو د جوړولو لپاره کار وکړي، چې د متقابل درناوي او ګډو مدني ارزښتونو پر بنسټ ولاړه وي.
د انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځينې هېوادونه نوموړی په خپلو چارو کې پر پاتې راتلو تورنوي او ځینې لا ادعا لري، چې ګوترېش د امریکا هر فرمایش ته غاړه ږدي او د یوې سولهییزې نړۍ لپاره یې په کافي اندازه کار نهدی کړی.