• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرنې او مالدارۍ خونه: د ازبکستان سوداګر د سړو خونو جوړولو کې ۱۰ مېلیونه ډالر پانګونه کوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د سړې خونې د نړۍوالو اړیکو مشر امید حیدري وایي، چې ازبکستاني سوداګر غواړي د سړو خونو د جوړېدو په برخه کې د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. د هغه په خبره؛ په راتلونکې کال کې په ټول افغانستان کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې ازبکستاني سوداګرو او پانګه‌والو په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او تولید په برخه کې لېوالتیا ښودلې. د هغه په وینا؛ یادو سوداګرو د دوی سره په لیدنه کې ویلي، چې د ازبکستان سوداګر به ډېر ژر په کابل کې خپل کارخونه هم پرانیزي.

هغه زیاته کړې: «یوشمېر ازبکستاني پانګه‌وال او سوداګر غواړي د ۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د سړو خونو د تاسیساتو او پرزو په برخه کې پانګونه وکړي». حیدري وایي، په راتلونکې کال کې د زونونو، ولایتونو او کروندګرو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لري.

هغه دارنګه ویلي:« موږ په راتلونکې کال کې د بزګرانو لپاره د کوچنیو، د ولایتونو لپاره د منځنیو او د زونونو لپاره د ۶زره سړو خونو د جوړېدو پلان لرو». له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د سړو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د جمعې ورځې لیکلې خطبه: وخت راغلی چې طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت دیني عالمانو ته امر کړی، چې د جمعې ورځې په خطبو کې دې د چاپېریال ساتنې اهمیت او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په اړه سپارښتنې وکړي. دغه وزارت ویلي: «اوس وخت راغلی، چې باید طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي».

د طالبانو حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ساینسي علومو پر مټ د کارخونو، کانونو کېندنو، موټرو، رېل ګاډي، الوتکو، سمندري کښتیو او له ځمکې د حرارتي سرچینو د راېستلو پرمختګونو ته اشاره کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرمختګونو د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو ترڅنګ هوا ککړه کړې او بېلابېلې ناروغۍ یې رامنځته کړې دي. دغه وزارت دیني عالمانو ته امر کړی، چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دې د چاپېریال ساتنې او د هوا ککړتیا پر مخنیوي خبرې وکړي.

نوموړي وزارت له خلکو غوښتنه کړې: «په ځمکه چې کوم کار او فعالیت کوئ باید د چاپېریال د تخریب او د هوا د ککړتیا لامل نه‌شي او له اړتیا پرته تجاوز مه کوئ». د طالبانو په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې اوس‌مهال باید طبیعت د انسانانو له فساد څخه وژغورل شي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ونو او بوټو پر پرې کولو بندیز لګېدلی؛ ځکه دا د طبیعت او د هوا په چاڼولو کې مهم رول لري. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې یاد موضوعات یې له جزییاتو سره یو ځای د کابل او ټولو ولایتونو جوماتونو ته لېږلي؛ ترڅو د جمعې ورځې په خطبه کې بیان شي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له څه مودې راهیسې د جمعې ورځې خطبې لپاره ځانګړي موضوعات ټاکي او د جوماتونو امامان او خطیبان اړ باسي، چې د یادې ډلې له لوري ورکړل شویو ځانګړو موضوعاتو په اړه بیانونه ورکړي.

طالب سفیر د خپلې لیدنې له انځور څخه ښځینه ډیپلوماته سانسور کړه

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفارت د یادې ډلې د سفیر سردار احمد شکېب او د افغانستان لپاره د برېتانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لېنزي د لیدنې انځور خپور کړی دی. له دغه انځور څخه د برېتانیا ښځینه ډیپلوماتې راچل سمېټ انځور چې د ښاغلي لېنزي ترڅنګ ولاړه وه، لرې شوی دی.

اغلې سمېټ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په څانګه کې دنده لري او د ښاغلي لېنزي په یوشمېر غونډو کې ګډون کوي. طالبانو په ډېرو دولتي ادارو او همدارنګه په خصوصي بنسټونو کې د ښځو کار کول منع کړي دي؛ خو سره له دې، د دغې ډلې چارواکي اړ دي، چې په کابل او نورو هېوادونو کې له بهرنیو ښځینه ډیپلوماتانو سره لیدنې ترسره کړي.

100%

د یادې لېدنې اړوند پوسټونه د طالبانو او د برېتانیا د استازي پر اېکس پاڼو خپاره شوي دي. په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ نېټه) د سردار احمد شکېب او ریچارډ لېنزي د لیدنې خبر خپور کړ.

دواړه لوریو د دوو هېوادونو د اړیکو او د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې. د برېتانیا استازي همدارنګه پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د پالیسیو د اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.

خو د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د شویو خبرو یادونه نه‌ده شوې. یادې لیدنې د ځینو مخکښو افغان شخصیتونو غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي د یادې لیدنې په غبرګون کې لیکلي دي: «بهرني ډیپلوماتان ډېر په اسانۍ سره له طالبانو سره د خپلو لیدنو انځورونه خپروي؛ خو د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په څرګندولو یا له طالبانو پرته له نورو څېرو سره په اړیکه نیولو کې زړه نازړه وي. دا بې‌پرېتوب نه‌دی؛ بلکې یو ډول توپیري چلند دی چې د سیاسي مصلحت پر بنسټ رامنځته شوی دی».

دا لومړی ځل نه‌دی، چې طالبان د ښځو انځورونه لرې کوي. تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د وږي په میاشت کې د هالنډ کابینې غړو د استعفا په اړه په یوه راپور کې د ښځینه وزیرانو انځورونه تیاره کړي وو او یوازې یې د نارینه‌وو څېرې د لیدلو وړ وې.

په افغانستان کې یوازې لږ شمېر هېوادونه او سازمانونه استازولي لري یا رسمي پلاوي کابل ته لېږي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې ورونیکا بوسکوویچ پوهار له طالب چارواکو سره لیدنې کولې.

همدارنګه جورجت ګانیون په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د یوناما د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده او هغې هم له طالب چارواکو سره لیدنې ترسره کړې دي.

طالبان: د پکتیا خرلاڅي لاره به له پاکستان نه د ستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۰ GMT+۰

په پکتیا کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي لاره به ډېر ژر د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستل شي. د یاد ریاست په خبره؛ پر دغه لاره د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو کار روان دی.

په پکتیا کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حبیب‌الله شهیدزاده ویلي، چې د خرلاڅي لاره به د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او لارې لنډولو لپاره پرانیستل شي.

د خرلاڅي لاره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقعیت لري. دغه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۱۸ تړلو نقطو څخه یوه ده، چې له لارې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۱۰کال کې د لاسلیک شوي دوه اړخیز تړون پر بنسټ ترسره کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره لوی مالي زیان اړوي. درې میاشتې او لس ورځې وړاندې (د تلې ۱۸مه) پر کابل د پاکستان تر هوايي برید او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له پیل وروسته ټولې لارې د تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو لپاره وتړل شوې. اوس‌مهال له پاکستان سره ټولې لارې تړلې دي؛ خو یوازې د تورخم او سپین بولدک لارې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره خلاصې دي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره: تر ۲۰۶۰ کال پورې به هر دویم افغان په ښارونو کې ژوند کوي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې افغانستان په لنډ وخت کې له یو چټک بدلون سره مخ دی او د دې هېواد راتلونکی ښاري دی.

یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د افغانستان راتونکی ښاري دی او تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو څخه یو په ښارونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې دا په لنډ وخت کې یو چټک بدلون بللی دی.

یادې ادارې ویلي، چې دا فرصت باید د دوامداره پرمختګ، اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره په یو ځواک بدل شي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې ویلي وو، چې د کابل، هرات او مزارشریف په ګډون د یو شمېر ولایتونو مرکزونه په چټکۍ سره پراخېږي او که د دغې بې‌پلانه پراختیا مخه ونه نیول شي، نو د ګڼې ګوڼې له امله به نويو جوړو شویو کورونو او ودانیو ته د خدماتو رسول ستونزمن شي.

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې مشر: موسسات باید خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۰

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د ادارې مشر نورالدین ترابي ویلي، چې مرستندویه موسسې باید په افغانستان کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي او ټولو اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي. هغه دا څرګندونې د اوچا له چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.

ملا ترابي زیاته کړې، چې ټولو مرستندویه سازمانونو ته په کار ده چې تر پېښو مخکې حل لارې ولټوي او خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي. همداراز د طالبانو د یادې ادارې د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست هم خپلې ستونزې د ملګرو ملتونو له یاد سازمان سره شریکې کړي او ترې د حل لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اوچا ادارې مشر کینیت راجرز په دې ناسته کې ویلي، د تېرو کلونو‌ پرتله د دغه سازمان بودیجه کې کموالی راغلی؛ خو بیا هم هڅه کوي چې ۱۷،۵ مېلیونه افغانانو ته مرستې ورسوي. دواړو لوریو د ناستې په پای کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له سخت بشري ناورین او همداراز له طبیعي پېښو سره مخ دی. په تېرو ۳ کلونو کې په هرات، کونړ، سمنګان او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د زلزلو له امله زرګونه کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل. د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی، چې د دغو طبیعي ناورینونو پر وړاندې د دوی بودیجه خورا کمه ده او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په طبیعي ناورینو کې زیانمنې افغان کورنۍ شکایتونه لري، چې تر اوسه پورې ورسره د طالبانو حکومت، نړۍوالو مرستندویه ادارو او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د پام وړ مرستې نه دي کړي. د راپورونو له‌مخې، زرګونه کورنۍ په وروستیو زلزلو او طبیعي ناورینونو کې له سرپناوو بې برخې شوې دي.