• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهرزاد اکبر وایي د طالبانو تازه «جزایي اصول‌نامه» د افغانانو لپاره نوی دوزخ او وحشت دی

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۰

د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه شهرزاد اکبر وایي، د طالبانو تازه «جزایي اصول‌‌نامه» د افغانانو لپاره نوی دوزخ او وحشت دی. نوموړې وايي، په دې نوې کړنلاره کې لږکي، ښځې او ماشومان د سخت تاوتریخوالي ښکار دي.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پر کابل د واکمنو دغه تازه اصول‌نامه د خلکو ژوند او ازادي نوره هم محدودوي.

هغې زیاته کړې: «دا قانون له وېروونکو او سختو ځپونکو مفاهیمو څخه ډک دی».

شهرزاد اکبر چې د روادارۍ په نوم د بشري حقونو د یوه سازمان مشري هم ورترغاړې ده، ټینګار کوي، چې دا نوې اصول‌نامه د ماشومانو او ښځو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي سختې بڼې هم رانغاړي.

د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په دې وروستیو کې د «جزایي‌ اصول‌نامې» په نوم نوی قانون توشېح کړی، چې له‌مخې یې، عام وګړي له سختو سزاګانو سره مخ کېږي، خو د طالبانو غړو او ملایانو ته په‌کې ځانګړی معافیت ورکړل شوی دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پخواني استاد نصرالله ستانکزي په ګډون د هېواد ګڼو حقوق پوهانو د ملا هبت‌الله دا توشېح شوی قانون غندلی دی. یو شمېر سیاستوالو بیا ویلي، د طالبانو مشر غواړي چې په دې تازه «اصول‌‌نامې» سره افغانان نور هم د «غلام» تر سیورې لاندې راولي او ازادۍ یې محدودې کړې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: افغانستان کې د حضور پر مهال ناټو ځواکونه د «جګړې له لومړۍ کرښې شا ته» وو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو پر متحدانو نیوکه کړې، چې افغانستان کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ځواکونه د «جګړې له لومړۍ کرښې شا ته او لرې» ځای پر ځای شوي وو؛ حال دا چې دغه ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د متحده ایالتونو د پوځي عملیاتو د ملاتړ لپاره لېږل شوي وو.

ناټو په خپل تاریخ کې یوازې یو ځل د ګډې دفاع ماده فعاله کړې ده؛ هغه ماده چې له‌مخې یې پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید بلل کېږي. دا اقدام د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته وشو او ورسره د ناټو غړو هېوادونو لسګونه زره نظامیان افغانستان ته لېږلي وو.

د دې جګړې پر مهال، له زرو ډېر غیر امریکایي نظامیان ووژل شول، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښايي د امریکا او د هغې د متحدانو تر منځ کړکېچ نور هم زیات کړي.

امریکا د ناټو له بنسټ‌ اېښودونکو هېوادونو څخه ده او په دې وروستیو میاشتو کې څو ځله ټرمپ دا پوښتنه راپورته کړې، چې ایا د دې ایتلاف نور ۳۱ غړي هېوادونه به د امریکا د ګواښل کېدو په صورت کې د دې هېواد دفاع ته ودریږي او که نه؟

هغه د پنجشنبې په ورځ له «فاکس نیوز» شبکې سره په مرکه کې وویل، ډاډه نه‌دی چې ناټو به د خطر پر مهال د امریکا ملاتړ وکړي. ټرمپ وویل: «موږ هېڅ‌کله هغوی ته اړتیا نه‌ده لرلې. هغوی وايي چې افغانستان ته یې ځواکونه ولېږل، خو هلته هم د جګړې له کرښې شا ته پراته وو».

هغه زیاته کړه: «متحده ایالتونو له اروپا او له ډېرو نورو هېوادونو سره ډېر ښه چلند کړی دی. دا اړیکه باید دوه‌ اړخیزه وي».

دا څرګندونې د ټرمپ د هماغو خبرو دوام دی، چې د اوونۍ په پیل کې یې کړې وې، هغه مهال چې نوموړي ناټو «له حده ډېر لوی ښودل شوی سازمان» وباله او د دې ایتلاف د غړو ژمنتیا یې د نړۍوالو کړکېچونو پر وړاندې تر پوښتنې لاندې راوسته.

ټرمپ تر دې وړاندې، د داووس د نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې له ګډون مخکې ویلي وو: «زه پوهېږم چې موږ به د ناټو د ژغورلو لپاره اقدام وکړو، خو په رښتیا شک لرم چې هغوی به زموږ د ژغورلو لپاره اقدام وکړي».

د شمېرو له مخې، د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال ټولټال ۳۴۸۶ د ناټو ځواکونه وژل شوي، چې له دې ډلې ۲۴۶۱ تنه امریکایي نظامیان وو. د بریټانیا ۴۵۷ عسکر ووژل شو او له ۲۰۰۰ څخه ډېر د دې هېواد پوځي او ملکي کسان ټپیان شول.

کاناډا چې د امریکا له نږدې متحدانو او تر ټولو لویو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي، په دې جګړه کې یې د ملکیانو په ګډون ۱۶۵ نظامیان وژل شوي دي. په افغانستان کې د کاناډا ۱۲ کلن ماموریت د دې هېواد تر ټولو اوږده پوځي جګړه او په ۱۹۵۰ لسیزه کې د کوریا له جګړې وروسته تر ټولو مرګونی ماموریت بلل کېږي. په دې ماموریت کې له ۴۰ زرو څخه زیات کاناډایي ځواکونه ښکېل وو.

د ناټو نورو متحدانو لکه ایټالیا، جرمني او فرانسې هم په دې جګړه کې تلفات ورکړي دي.

ټرمپ همدارنګه پر ډنمارک هم نیوکه کړې ده؛ هغه هېواد چې د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې لري. دا هغه سیمه ده چې د امریکا ولسمشر ویلي وو، واشنګټن «باید» پرې ولکه ولري. ټرمپ پر ډنمارک تور پورې کړی چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د امریکا د ملاتړ په بدل کې «ناشکري» کړې ده. د ګارډین ورځپاڼې د راپور له‌مخې، په افغانستان کې له ناټو سره د ګډ ماموریت پر مهال د ډنمارک ۴۴ عسکر وژل شوي وو.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ناټو عمومي منشي مارک روټه وویل، چې د دې ایتلاف غړي به «بې له شکه» د متحده ایالتونو دفاع وکړي او ټینګار یې وکړ، چې دا ژمنتیا لا له وړاندې په افغانستان کې ثابته شوې ده. روټه وویل: «د هرو دوو امریکایانو پر وړاندې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، یو سرتېری د ناټو له نورو هېوادونو څخه هېڅ‌کله خپلې کورنۍ ته بېرته راستون نه‌شو».

د یادونې وړ ده، امریکا او ناټو چې شاوخوا شل کاله له هغې ډلې سره چې جنګېده بالاخره یې په یوه ډول سره د افغانستان واک ور وسپاره او بیا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له دغه هېواده ووتل.

د طالبانو رسنیو د ټرمپ له «سولې پلاوي» سره د پاکستان پر یو ځای کېدو سختې نیوکې کړې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان له‌خوا پر شهباز شریف له سختو نیوکو وروسته د طالبانو اړوند رسنیو هم د ډونالډ ټرمپ له سولې پلاوي سره د پاکستان پر یو ځای کېدو سختې نیوکې کړې دي.

په داسې حال کې چې طالب چارواکي د امریکا پر وړاندې پڅه ژبه کاروي، خو حُریت رسنۍ لیکلي، چې پاکستان «د حماس د له‌منځه وړلو لپاره د اسراییل او امریکا پلانونه پلي کوي».

د طالبانو له امنیتي او سیاسي بنسټونو سره تړلې حُریت خبري رسنۍ د پاکستان له علماوو او خلکو غوښتي، چې د دغه هېواد د «نظامي رژیم» پر وړاندې پاڅون وکړي.

پاکستان د سعودي عربستان، ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، قطر او متحده عربي امارات په ګډون له یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو سره په ګډه د غزې لپاره د ډونالډ ټرمپ له‌خوا له رامنځته شوي «سولې نړۍوال بورډ» سره یوځای شوی دی.

د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، د غزې لپاره په «سولې نړۍوال بورډ» کې د ګډون لپاره د ټرمپ د بلنې هرکلی کړی دی.

طالبانو ته نږدې رسنۍ د پرله پسې راپورونو په خپرولو سره یوازې د ګاونډي هېواد پاکستان یاد ګام ته غبرګون ښودلی، خو په یادو راپورونو کې بل هېڅ هېواد ته اشاره نه‌ده شوې.

حُریت لیکلي:«په پاکستان کې دننه نظامي رژیم د اسلام په نوم سیاست کوي، خو د پردې تر شا د غزې د جلادانو ترڅنګ ولاړ دی».

یادې رسنۍ زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ په کور دننه او بهر د خپلو کړنو د توجیه کولو لپاره یو شمېر ملایان «په کرایه» نیولي دي.

حُریت یاده اشاره د پاکستان هغو علماوو ته ده، چې د هند، طالبانو او نورو مسایلو په اړه د دغه هېواد د دریځونو ملاتړ کوي.

بلخوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په تندو څرګندونو کې دسولې له نړۍوال بورډ سره د پاکستان پر یو ځای کېدو سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د شهباز شریف حکومت «دټرمپ د پام راجلبولو لپاره» له دې پلاوي سره یو ځای شوی دی.

مولانا فضل الرحمن خبرداری ورکړی، چې پاکستان باید د حماس د بې وسلې کولو په هېڅ کمپاین کې برخه وا نه‌خلي او زیاته کړې یې ده، چې د یاد پلاوي غړي پخپله د فلسطینیانو د بد وضعیت مسوول دي.

فضل الرحمان د غزې د سولې طرحې پلې کېدو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چې په غزه کې به بمبار دوام لري او د سولې نړۍوال بورډ کې به شهباز شریف او نتنیاهو «اوږه په اوږه» ناست وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند او امریکا تر منځ د سیاسي اړیکو له سړېدو سره هممهاله ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر څخه تود هرکلی وکړ. پاکستان د وسلو د تامین او مالي مرستو ترلاسه کولو په موخه له امریکا سره خپلو اړیکو ته خورا ډېر ارزښت ورکوي.

طالبان وايي تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت او راجسټر کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۶ میلیونه سیمکارټونه فعال دي، چې له دې شمېر څخه یې تر دې دمه ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت او راجسټر کړي دي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر بهیر پیل کړی او تر دې مهاله یې ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت کړي دي.

عنایت الله الکوزی وايي:«پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ځانګړي طرزالعمل له‌مخې، شاوخوا ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت او راجسټر شوي دي او نږدې ۹۰ سلنه ټول سیمکارټونه ثبت شوي دي».

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې دمګړی ۲۶ میلیونه فعال سیمکارټونه موجود دي.

یو شمېر کسان د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر د پروسې ستاینه کوي، خو ډیری کسان بیا په دې اړه بېلابېلې اندیښنې لري.

طالبانو د سیمکارټونو د ثبت لپاره د برېښنايي تذکرې لرل اړین کړي او د سیمکارټ د ثبت لپاره خلک اړ دي، چې خپل د استوګنې او نور مهم معلومات له مخابراتي شبکو سره شریک کړي.

ضیا سراج: طالبان د افغانانو له محکمې او د خدای له عدالته تښتېدلی نه‌شي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخوانی رییس احمد ضیا سراج ویلي، طالبان به هېڅ‌کله د افغانانو له محکمې نجات ونه‌مومي او نه به هم له الهي عدالت څخه د تېښتې توان ولري. هغه زیاته کړې چې پر کابل د واکمنې ډلې تېره شل کلنه جګړه د واک لپاره وه، نه د دین لپاره.

احمد ضیا سراج د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، طالبانو د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د کابل جمهوریت روغتون مخې ته ترهګریز برید وکړ، چې له امله یې نږدې ۴۰۰ ولسي وګړو او یو شمېر پولیسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د هغه په وینا، د دې پېښې قربانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه وو او دا برید د کابل په پلازمېنه کې د ترهګریزو بریدونو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه شمېرل کېږي.

د ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړې، هغه پلټنې چې تر پېښې وروسته ترسره شوې، ښيي چې دا برید د طالبانو، لشکر طیبه او القاعده له لوري په ګډه پلان شوی و او اصلي موخه یې په کابل کې د هند پخوانی سفارت وو. خو کله چې امنیتي ځواکونو د شکمن موټر د ننوتلو مخه ونیوله، ځانمرګي بریدګر خپلو چاودېدونکو توکو ته د ولسي خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه ورکړه.

د سراج په وینا، طالبانو هغه مهال د دې برید د سپیناوي لپاره ادعا کوله چې هند د مسلمانانو دښمن دی او پر هغه برید د دوی له نظره د دیني جواز لرونکي دي. نوموړي ټینګار کړی، چې اوس د طالبانو او هند ترمنځ د اړیکو له ښه کېدو سره، پر هندي سفارت، کونسلګریو، مېلمه‌ځایونو او نورو هندي موخو هغه پخواني بریدونه چې زرګونه بې‌ګناه کسان پکې ووژل شول، عملاً له پامه غورځول شوي دي.

د هغه په خبره، طالبانو د جګړې پر مهال له هېڅ ډول جرم څخه ډډه ونه‌کړه او د لسګونو زرو ولسي وګړو ژوند یې واخیست.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبان نه د الهي عدالت له وعدې خوندي دي او نه به په اوږده مهال کې د افغانستان د خلکو له محکمې او قضاوت څخه ځان خلاص کړای شي.

اندېشه: د طالبانو نوې خپره شوې «جزایي اصولنامه» یوه سیاسي پروژه ده

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۰

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه، د طالبانو د نوې خپرې شوې «جزایي اصولنامې» په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلې دي، چې دا قانون یوازې یو حقوقي سند نه‌دی، بلکې یوه سیاسي پروژه ده، چې د افغانستان ټولنه په بې‌ساري ډول له خطر سره مخامخ کوي.

اندېشه ویلي، طالبان هڅه کوي چې یوه بدوي، طبقاتي او تبعیضي اجنډا د ټولنې پر بنسټیزو جوړښتونو تحمیل کړي، چې په خبره‌یې دا به د افغان ملت د جوړولو او پرمختګ پر لاره لوی خنډ وي.

هغه زیاته کړه: «دا قانون هېواد د ملت‌جوړونې، معاصر دولت او د اسلامي او ولسي ارزښتونو له لارو منحرفوي او د افغانستان راتلونکی له جدي خطرونو او ژورو تفرقو سره مخامخ کوي».

اندېشه وویل، چې د دغه بدعت له امله به د طالبانو سپین مخ لا تور شي او د «طالباني» سلوک خطرناکه اصلي څېره به لا څرګنده شي.

نوموړي له ټولو افغانانو، مدني فعالانو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې دا موضوع جدي وګڼي.