په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: د طالبانو «جزایي اصولنامه» د بشري کرامت ضد ده

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د طالبانو د نوې خپرې کړې«جزایي اصولنامې»په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې، دغه کړنلاره د تبعیض پراخولو، د روحاني طبقو سیستم تثبیتولو او د بشر د اساسي کرامت، برابرۍ او عدالت له اصولو د سرغړونې لامل کېږي.





