د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې پر چینایي رسټورانټ برید وغانده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر یوه رسټورانټ د داعش «ترهګریز برید» وغانده. په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان او چین کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.