• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د بنګله‌دېش د درملو صنعت کارانو ته د درملو د تولید په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي‌ فابریکو څخه د لیدنې پرمهال د دغه هېواد د درملو صنعت کارانو ته بلنه ورکړې، چې په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی دا مهال په افغانستان کې د صنعت او تولید ملاتړ کوي. د خبرپاڼې له مخې؛ د بنګله‌دېش د درملو تولیدي فابریکې دامهال شاخوا ۵۰ هېوادونو ته درمل صادروي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګله‌دېش پانګه‌والو ته د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی. خبرپاڼې زیاته کړې، چې افغان سوداګرو د بنګله‌دېش د درملو له تولیدي فابریکو سره د مستقیمو قراردادونو پر لاسلیک او افغانستان ته د بنګله‌دېش څخه د درملو پر واردولو هوکړه کړې ده.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د درنې واروې له امله؛ د کابل-کندهار او کندهار-هرات پر لویو لارو ګڼ مساپر بند پاتې دي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۰
100%

د کابل-کندهار، کندهار-هرات او د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې د واورې، باران او توپان له امله ګڼې لارې تړلې دي او ګڼ شمېر مساپر په سړکونو کې بند پاتې دي. په داسې حال کې چې دغه مساپر د مرستې غوښتنه کوي؛ طالبانو له خلکو غوښتي، چې د لارې تر خلاصېدو دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د کابل-کندهار او کندهار هرات پر لویه لار په واورو کې بند مساپرو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د سړې هوا له کبله په موټرو کې ښځې، ماشومان، سپين ږېري او ناروغان له سخت حالت سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سردار ولي چې له کابل څخه کندهار ته په مساپر وړونکي موټر کې د لسګونه نورو کسانو سره سفر کوي؛ غزني ته نږدې په یوه سیمه کې د درنې واورې له کبله بند پاتې دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي: «له کابل څخه چې مې حرکت کاوه واوره زیاته نه وه، سړکونه اېله وه، خو په دوو ساعتونو کې دومره تېزه شوه چې عمومي‌سړک یې بند کړ او د موټرو تګ یې ستونزمن کړ».

نوموړي‌ دا هم ویلي: «په موټر کې ښځې او ماشومان وارخطا دي، د خورک، څښاک او اړتیا وړ شیان کم دي، نږدې نه هوټلونه او نه هم دوکانونه معلومېږي».

په کندهار کې د یوه خصوصي ترانسپورټي شرکت مسوول هم د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې پر لویو لارو ګڼ مساپر وړونکي موټرونه بند پاتې دي او د لارې د خلاصېدو ډاډ ورکړل شوی.

د هغه په وینا؛ موټر چلوونکو ته په دوامداره توګه د احتياط، پرله‌پسې اړیکو نیولو او تعقیب سپارښتنې کوي. مساپر وېره لري، که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د خوراکي توکو او اړينو خدماتو رسونه به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.

د سالنګونو په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو بامیان، دایکنډي، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند، فراه، غور، هرات او بامیان کې هم واروې ورېدلې او په ځينو سیمو کې یې د مالي‌ زیان تر څنګ ځاني زیان هم اړولی.

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د تېز باد او ورښت له امله د یو کور د چت پرېوتو په پېښه کې ۶ ماشومان مړه شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت هم د سالنګونو په ګډون د یو شمېر لویو لارو د بندېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د دوی د خبرتیا او د لارې خلاصېدو د ډاډ ترلاسه کولو پرته دې پر دغه لارو له سفر کولو ډډه وکړي. د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس هم مني، چې د زیاتې واورې له امله په لویو لارو کې ګڼ مساپر بند پاتې دي.

نوموړي ویلي، چې د هرات د سیمه‌ییزو طالب چارواکو سره په همغږۍ او هڅو یې د کندهار-هرات او هرات- اسلام‌کلا په لارو کې په واورو کې بند پاتې سلګونه مساپر وړونکي او بار وړونکي موټرونه ژغورلي دي.

د ټرمپ استازي د پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته ځي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰
100%

د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د هغه زوم جارډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه نېټه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو ته ځي. د کرملېن ویاند دیمتري پسکوف منلې، چې پوتین به د ټرمپ له استازو سره وګوري.

سټیو وېټکاف هم ویلي، چې ده د یادې لیدنې غوښتنه له روسي لوري کړې ده. هغه هیله څرګنده کړې، چې روسیه به د اوکراین د سولې له طرحې سره هوکړه وکړي.

د وېټکاف په وینا؛ د ځمکنۍ بشپړتیا مسله لاهم د اوکراین د شخړې د حل تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي. د ټرمپ استازي تر دې وړاندې د لېندۍ میاشتې په ترڅ کې هم مسکو ته تللي وو او شاوخوا پنځه ساعته یې په کرملېن کې له پوتین سره مخامخ خبرې کړې وې.

هغه مهال د ولادیمیر پوتین ځانګړي سلاکار یوري اوشاکوف ویلي و، چې خبرې اترې رغنده وې؛ خو دواړه لوري نه سولې ته نږدې شوي وو او نه هم ترې لرې شوي وو. اوشاکوف سره له دې چې دغه خبرې رغنده بللې؛ خو دا یې هم منلې وه چې د اوکراین په اړه اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي. هغه ویلي و، روسي او امریکایي چارواکو هوکړه کړې ده چې د دغه مذاکراتو جزییات به رسنیو ته نه افشا کوي.

د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې د تېز باد، واورې او توپان له کبله تړل شوې

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لویې لارې او سړکونه د تېز باد، واورې او توپان له کبله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي. طالبانو له موټر چلوونکو غوښتي، چې د لارې په اړه تر ډاډ ترلاسه کولو دې پر دغه لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت له ۴مترو تر ۶۰ سانتي‌مترو او په سوېلي سالنګ کې تر ۲مترو او ۶۸ ثانتي مترو پورې رسېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په بامیان کې د واورې ورښت لا هم دوام لري او د همدې ولایت د بامیان-یکاولنګ، بامیان- پروان شبیر کوتل، ورس ولسوالۍ ته تللې لار، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او یوشمېر نورو ولسوالیو ته تللې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د دایکنډي ولایت د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، د لوران استرلي کوتل او ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړلې دي. د طالبانو دغه وزارت د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د لارو بندېدو خبر هم ورکړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولایتونو، ولسوالیو او لویو سړکونو د خلاصولو لپاره کاري ډلې په سیمو کې په کار بوختې دي او د لارې د خلاصون لپاره یې یو شمېر شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي دي.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې د لارې د خلاصون په اړه تر خبرتیا او ډاډ ترلاسه کولو پرته دې له سفر کولو ډډه وکړي. دوی خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د سفر پرمهال د ځان ساتنې تدابیر زیات کړي.

روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال خوشې شوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۲۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

اسراییل د سوریې - لبنان پر سرحدي لارو بریدونه کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۰ GMT+۰
100%

اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې او لبنان ترمنځ پر څلورو سرحدي لارو هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې، چې دغه لارې د حزب‌الله له‌خوا د وسلو د قاچاق لپاره کارېدې. تر دې وړاندې هم اسراییلي ځواکونو د لبنان پر ځینو کلیو بریدونه کړي وو، چې دوه کسان په‌کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

اسراییل ویلي و، چې د سوېلي لبنان په قناریط، کفور او جرجوعه سیمو کې به د «حزب‌الله بنسټیزې زېربناوې» په نښه کړي او د ځینو ودانیو اوسېدونکو ته یې د بریدونو خبرداری هم ورکړی و.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې لبنان او اسراییل په ۲۰۲۴کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند یوې هوکړې ته سره رسېدلي وو؛ خو له هغه وروسته دواړه لوري یو پر بل د اوربند د ماتولو تورونه لګوي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون پر اېکس پاڼه لیکلي، اسراییل یو ځل بیا د لبنان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي چې دا «یو خطرناک تشدید» دی او په مستقیم ډول ملکي وګړي په نښه کوي. د لبنان پوځ هم دغه بریدونه د لبنان د حاکمیت او له اوربند ښکاره سرغړونه بللې او غندلي یې دي.