• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې په دوو ښارونو کې ۷ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د ترکیې د اماسیا ښار پولیس وایي چې هغه پنځه افغانان یې نیولي چې د یوه موټر په صندوق کې پټ شوي وو. همداراز د توکات ښار پولیسو هم د یوه باروړونکي موټر له دننه د دوو نورو افغان پناه غوښتونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ترکیې رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دغه افغان کډوال د اداري چارو تر بشپړېدو وروسته، د افغانستان پر لور د ایستلو په موخه د اړوندو ښارونو د کډوالۍ ادارو ته سپارل شوي دي.

د اماسیا او توکات ښارونو پولیسو ویلي، چې د قانوني اسنادو نه لرونکو پناه غوښتونکو د لېږد په تور یې دوه نور کسان هم نیولي او عدلي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو نیول په ترکیه کې چټک شوي او نږدې هره ورځ د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو د ورته پېښو راپورونه د رسنیو له‌خوا خپرېږي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې له مېشتو افغان کډوالو افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه شوې

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰
100%

تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې پولیسو د افغان کډوالو له مشرانو سره په یوې جرګه کې له دوی غوښتنه کړې، چې په دغه ولسوالۍ کې مېشت ټول بې‌اسناده افغان کډوال دې په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

په یادې ولسوالۍ کې د پولیسو مشر بېدار بخش افغان کډوالو ته څرګنده کړې، چې دا د بېرته ستنېدو لپاره د افغان کډوالو وروستی فرصت دی او له هغې وروسته به د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد د پاکستان حکومت پالیسۍ له مخې چلند وشي.

هغه ټینګار کړی، چې دغه کډوال د ویزو ترلاسه کولو وروسته بېرته پاکستان ته سفر کولای شي.

له بل پلوه د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ د بېرته ستنو شویو کسانو له ډلې ۲۳۰زره او ۴۷۰کسان د «پي او ار» کارت لرونکي، ۷۱زره او ۵۷۰ کسان د افغانستان د پېژندپاڼو لرونکي او ۶۸۶زره او ۷۷۲ نور بیا بې‌اسناده افغانان دي.

سویډن د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په تړاو له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» هرکلی وکړ

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۰
100%

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، هغه افغانان چې د پناه غوښتنې قضیې یې رد شوي او یا جرمونو کې ښکېل دي، د پاسپورټونو د نشتوالي له امله یې اېستل «نږدې ناشوني» دي. نوموړي له اروپایي ټولنې غوښتي چې د دغو پناه غوښتونکو د هویتي او سفري اسنادو صادرولو په تړاو یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل ویلي، که څه هم اروپايي ټولنه نه‌غواړي په دې برخه کې له طالبانو سره په رسمي ډول خبرې او سیاسي هوکړه وکړي، ځکه دا کار دې ډلې ته یو ډول مشروعیت ورکوي، خو د تخنیکي کچې په چوکاټ کې باید غړي هېوادونه د تذکرې او پاسپورټ د صادرولو پر میکانېزم سره سلا شي، څو د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر چټک شي.

فورسل د قبرس په ټاپو کې د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو د وزیرانو د غیر رسمي غونډې په څنډه کې اسوشېتد پرېس خبري اژانس ته وویل: «د افغان پناه غوښتونکو اېستل زموږ لپاره یوه ستره اندېښنه ده، ځکه موږ ګڼې داسې پېښې لیدلي چې افغان وګړو په سویډن کې جرمونه کوي، خو د هغوی اېستل نږدې ناشوني دي».

هغه زیاته کړه، چې دا تګلاره د سوریې د کډوالو پر وړاندې هم عملي کېږي، خو افغان کډوال د سویډن د حکومت په لومړیتوب کې ځای لري.

د سفارتونو د نه‌پېژندنې ستونزه

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل په وینا، په بهر کې مېشت افغانان نه‌شي کولای د افغانستان تذکره او یا پاسپورټ ترلاسه کړي، ځکه په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه د طالبانو له لوري نه‌دي منل شوي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر وویل، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د طالبانو له چارواکو سره په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د تذکرې او پاسپورټ د ورکړې په اړه خبرې کړې دي. نوموړي دا چاره «یو ډېر مثبت لومړنی ګام» وباله.

هغه زیاته کړه، اروپايي هېوادونه په دې برخه کې یو موټی دي، څو د رد شویو یا په جرمونو کې د ښکېلو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر نور هم ګړندی کړي. فورسل همدارنګه وویل، چې د افغان پناه غوښتونکو له نیمایي څخه د ډېرو کسانو غوښتنلیکونه به رد شي او «هغوی باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي».

اسوشېتد پرېس لیکلي، د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېسار مګنوس برونر هم تایید کړې، چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه په تخنیکي کچه له طالبانو سره خبرې روانې کړي، څو د رد شویو پناه غوښتونکو د ستنېدو بهیر اسانه کړي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي‌ دي

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ستنېدونکو کډوالو په ورځني راپور کې ویلي، (د مرغومي ۳۰مه) له پاکستان او ایران نه ۳۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۲۰۳۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې یې له دغه کورنیو سره مرستې کړې دي.

د دغه کېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپين بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د تورخم له لارې ۳۱۴ کورنې چې د غړو شمېر یې ۱۷۲۸، د سپين بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ، د اسلام کلا له لارې ۱۵، د بهرامچې له لارې ۱۴ او د ورېښمو پله له لارې ۱۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د دغه کورنیو سره یې د نغدي مرستو ترڅنګ د روغتیا، مخابراتو، ترانسپورټ او نورو برخو کې مرستې کړې او خپلو مېنو ته یې لېږدولې دي. د دوشنبې په ورځ هم له دغه هېوادونو څخه ۳۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۶۱ کسانو ته رسېده؛ ستنې شوې وې.

له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لاهم دوام لري او هره ورځ لسګونه کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو ستانه شوي کډوال په سوړ ژمي کې د مرستو، امکاناتو او پاملرنې غوښتنه کوي.

طالبان وایي د روان کال له پیل راهیسې ۳۳زره کډوالې کورنۍ کندوز ته ستنې شوې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۰
100%

په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳۳زره کورنۍ دغه ولایت ته ستنې شوې چې د موسسو او ځايي پانګه‌والو له لوري ورسره مالي مرستې شوې؛ خو ستنېدونکي کډوال بیا وايي، دغه مرستې د یوه نوي ژوند د پیل لپاره کافي نه‌دي.

په کندوز کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالولي محمدي ویلي، راستنېدونکو کورنیو سره د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره نغدي مرستې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، د دوی له‌خوا د کندوز صنعتکارانو او سوداګرو سره یوځای یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه چې شاوخوا ۵۰زره ډالر یې راټول او پر ستنېدونکو کورنیو یې ووېشلې.

خو د ستنېدونکو کډوالو یو شمېر استازي وايي، که څه هم دغه مرستې د هغوی لپاره ګټورې دي؛ خو د ژوند د اړتیاوو بشپړولو لپاره کافي نه‌دي او ډېری کورنۍ د نورو اوږدمهاله مرستو په تمه دي.

دوی وایي، د ژوند لپاره باید اړینې مرستې او کورنیو لپاره دې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۳زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۷مه) ۴۹۱ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۷۱۸ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۷ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات افغانان افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.