د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام راتلونکي پړاو کې د افغانستان سیالان مشخص شول

د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام د «شپږو غوره» پړاو لومړي ګروپ ته د صعود کوونکو لوبډلو نومونه مشخص شول. په لومړي ګروپ کې چې د افغانستان لوبډله هم په‌کې شامله ده، په راتلونکي پړاو کې د اېرلنډ او سريلانکا له لوبډلو سره مخامخ شي.