د روسیې، امریکا او اوکراین کاري ډلې لومړۍ ناسته به په ابوظبي کې جوړه شي

د کرملېن مرستیال وېري اوشاکوف په مسکو کې د ټرمپ له استازو سره د پوتین لیدنه «خورا مهمه، رغنده، روښانه او پر باور ولاړه» وبلله. هغه وایي، په دغه لیدنه کې هوکړه وشوه چې د روسیې، امریکا او اوکراین امنیتي مسلو په اړه د کاري ډلې لومړۍ ناسته (د جنورۍ ۲۳مه) په ابوظبي کې جوړه شي.
د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او د ډونالډ ټرمپ زوم جرډ کوشنر د پنجشنبې په ماښام مسکو ته سفر وکړ؛ ترڅو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
د پوتین مرستیال له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې د اوکراین د شخړې د حل په اړه متمرکزې وې او شاوخوا څلور ساعته یې دوام وکړ. هغه زیاته کړه، چې سربېره پردې دواړه خواوو د غزې لپاره د سولې پلاوي، د ګرینلنډ مسلې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث وکړ.
