• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت‌الله نبیل: د دین سیاسي کېدل او افراطي تعبیرونه د افغانستان راتلونکی کړکېچ سره مخ کړی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل د طالبانو د «جزايي اصول‌نامې» په تړاو توندې نیوکې کړي. هغه ویلي، د دین سیاسي کېدل او له مذهب څخه افراطي او وسیلوي تعبیرونه، افغانستان تیارو او له ناورین څخه ډک راتلونکي ته بیایي.

نبیل جمعه د (سلواغې ۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان باید یو نوی، زړور او بدیل مسیر وټاکي؛ داسې مسیر چې په‌کې افراطیت تېر تاریخ ته وسپارل شي او دین د «تاوتریخجنو او سیاسي شویو تعبیرونو له اسارت» څخه خلاص شي.

هغه د افغانستان د ټولو وګړو پر تاریخي مسوولیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان ټول سیاسي بهیرونه، روښان فکران، ځوانان، ازادفکره کسان، منځلاري دیني عالمان، ښځې او نارینه، د یو لوی تاریخي مسوولیت پر وړاندې ولاړ دي».

د نبیل په وینا، د افغانستان راتلونکی د یو نوي ملي روایت له رامنځته کېدو سره تړلی دی؛ داسې روایت چې د دین او حکومت ترمنځ پر درناوي ولاړ وي،د وګړو حقونه په‌کې خوندي وي، قانون‌محوره وي او د بشري حقونو پر بنسټ ولاړ دولت د جوړېدو ملاتړ وکړي.

د ملي امنیت پخواني رییس همدارنګه ټینګار کړی، چې د هېواد د راتلونکي لپاره مبارزه باید له قوم، ژبې او مذهب څخه پورته تعریف شي او اصلي محور یې دا وي چې دین بېرته خپل اخلاقي، انساني او د درناوي وړ مقام ته راوګرځول شي او د مدني ژوند په چوکاټ کې د وګړو کرامت خوندي وساتل شي.

نبیل د نورو هېوادونو تجربو ته په اشارې سره وایي: «دین هغه وخت خوندي پاتې کېږي چې د سیاسي واک وسیله ونه ګرځي او دولت هغه وخت پایدار پاتې کېږي چې د وګړو پر اراده ولاړ وي».
هغه زیاته کړې، چې افغانستان هم کولای شي دین له عقلانیت، زغم او د خلکو له ورځني ژوند سره پخلا کړي.

رحمت‌الله نبیل د خپل پیغام په وروستۍ برخه کې له سیاسي قوتونو، مدني ټولنو، د‌ پوهنتون استادانو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو غوښتي، چې د «د وګړو محور لرونکی، عادلانه او انساني افغانستان» د جوړولو لپاره سره یو موټی شي او د هېواد د راتلونکي لپاره یو نوی ملي روایت رامنځته کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې که دا کار ونه‌شي، افغانستان به یو ځل بیا د ناپوهۍ، افراطیت او تاوتریخوالي یوې تروې کړۍ ته داخل شي. د نبیل په وینا، «نه سبا جوړوي او نه وطن، بلکې یوازې اور، لوګی، وینه او وراني پرېږدي» او پایله به یې داسې خاوره وي چې «نه د خلکو کور وي او نه د دین لپاره یو امن ځای».

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په دې وروستیو کې د «جزایي‌ اصول‌نامې» په نوم نوی قانون توشېح کړی، چې له‌مخې یې عام وګړي له سختو سزاګانو سره مخ کېږي، خو د طالبانو غړو او ملایانو ته په‌کې ځانګړی معافیت ورکړل شوی دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پخواني استاد نصرالله ستانکزي په ګډون د هېواد ګڼو حقوق پوهانو د ملا هبت‌الله دا توشېح شوی قانون غندلی دی. یو شمېر سیاستوالو بیا ویلي، د طالبانو مشر غواړي چې په دې تازه «اصول‌‌نامې» سره افغانان نور هم د «غلام» تر سیورې لاندې راولي او ازادۍ یې محدودې کړې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ۲۰ کیلوګرامه خام سره زر د پروسس لپاره ازبکستان ته واستول

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو۲۰ کیلوګرامه خام سره زر، چې ارزښت یې شاوخوا ۲،۹ میلیونه ډالره کېږي، د پروسس په موخه ازبکستان ته صادر کړي دي.

د ازبکستان چارواکو ویلي، دا سره زر به د سرخان‌دریا په سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د هوکړو په چوکاټ کې پروسس شي. د کازینفورم د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتي سرو زرو رسمي پروسس د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه پیل شوی دی.

یاد سره زر د «ترمذ ګولډ پروډکشن» شرکت ته سپارل شوي، چې د ترمذ د نړیوال سوداګریز مرکز په ازاد اقتصادي زون کې فعالیت کوي او د ګاڼو د تولید په برخه کې تجربه لري.

د ازبکستان چارواکو ویلي، هغه سره زر چې پخوا یوازې د دې هېواد له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېدل، اوس به په کور دننه د لوړ ارزښت لرونکو نیمه‌چمتو ګاڼو په محصولاتو بدل او وروسته به صادر شي.

د سرخان‌دریا د ګمرک ادارې په وینا، دا پروژه د ځایي چارواکو او د ازبکستان د ګمرک کمېټې په ملاتړ عملي کېږي او موخه یې د ګمرکي پروسو اسانتیا، د صنعتي ظرفیت لوړول او د ګاڼو د صنعت پیاوړتیا ده.

ازبکستاني مسوولینو ټینګار کړی چې دا اقدام به د پانګونې فضا ښه کړي، صادرات به زیات کړي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ به د کانونو په برخه کې اقتصادي همکاریو ته لا وده ورکړي.

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ: مه پرېږدئ چې د طالبانو جنایتونه عادي او بنسټیز شي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ وایي، چې د طالبانو له‌خوا د محکمو لپاره تصویب شوې «جزایي اصول‌نامه» په افغانستان کې تاوتریخوالی بنسټیز او قانوني کوي. دغه غورځنګ له خلکو غوښتي چې طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې خپل جنایتونه د قانون تر نامه لاندې عادي او رسمي کړي.

یاد غورځنګ نن د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، طالبان دا اصولنامه د خپل واک د ټینګښت او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د لا سخت ځپلو په موخه جوړه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، دغه اصول‌نامه غلامي ترویجوي، د سزا بنسټ د ملايانو پر امر او تفسیر ږدي، د ښځو ازادي نوره هم محدودوي، فرهنګي مناسبتونه جرم ګڼي، د مخالفانو وژنه روا بولي، پر مذهبي ازادیو فشار زیاتوي او تاوتریخوالي ته مشروعیت ورکوي.

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې د جرمونو د عادي کولو له امله حساب ورکولو ته راوبولي.

دغه غورځنګ همداراز پر طالبانو د اغېزمنو او هدفمند سیاسي او دیپلوماتیکو فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د تبعیض او سیستماتیک ځپنې د پای ته رسولو لپاره باید بېړني او جدي اقدامات وشي.

په افغانستان کې د ناټو د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د بریتانیا قهر راوپاروه

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د ډونالد ټرمپ هغه څرګندونو چې ویلي یې دي «د ناټو متحدینو په افغانستان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ګډون نه دی کړی،» د بریتانیا د سیاستوالو سخت غبرګون راپارولی. ټرمپ ویلي چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په پرتله شاته پاتې شول او د «لومړۍ کرښې» څخه لرې شول.

د امریکا ولسمشر په یوې نوې مرکې کې له فاکس نیوز سره ویلي چې هغه «باوري نه دی» چې ناټو به «په سخت وخت کې د امریکا ترڅنګ ودرېږي».

هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله دوی ته اړتیا نه لرله. هغوی به وايي چې ځواکونه یې افغانستان ته ولېږل.هو، دا رښتیا ده، خو لږ شاته پاتې شول او د لومړۍ کرښې څخه لرې پاتې شول.»

د ناټو عمومي منشي د ډاووس اقتصادي غونډې په څنډه کې، د ټرمپ سره په لیدنه کې ټینګار کړی و که چیرې د سپټمبر ۱۱مې پېښې په څیر امریکا ته کوم ګواښ پیښ شي، متحدین به بې له شکه د دې هېواد ترڅنګ ودرېږي.

مارک روټه ټرمپ ته وویل چې تاسو په بشپړه توګه باوري نه یاست چې اروپایان به د امریکا په وړاندې د برید په صورت کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «اجازه راکړئ ووایم هغوی به راشي. او لکه څنګه چې پوهېږئ، افغانستان ته هم راغلل او د امریکایانو لپاره چې لویه قرباني یې ورکړه، هغه سرتېری و چې د ناټو له بل هېواد څخه و چې کور بیا ستون نه شو».

بریتانیا د افغانستان دشل کلنې جګړې په ترڅ کې ۴۵۷سرتېري له لاسه ورکړل چې د متحدینو په منځ کې د نفوس په نسبت تر ټولو زیات تلفات دي.کاناډا ۱۶۵او ډنمارک ۴۴سرتېري تلفات ورکړل.

ناټو د سپټمبر ۱۱بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره د دفاعي تړون پنځمه ماده فعاله کړه.

د بریتانیا د روغتیا وزیر سټیون کیناک د جمعې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې د ټرمپ څرګندونې «ډېرې مایوسه کوونکې» وبللې او وویل: «واقعاً بله لار نشته چې دا تشریح کړو.»

هغه ټینګار وکړ چې دغه ادعاوې «هیڅ بنسټ نه لري.» هغه زیاته کړه: «هر څوک چې د بریتانوي ځواکونو قرباني تر پوښتنې لاندې راولي، په ښکاره ډول تېروتنه کوي.»

کیناک د بي بي سي سره په مرکه کې هم وویل: «په دې وخت کې غوره ده چې خپل ذهن له هغو خبرو چې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري، لیرې وساتو.»

د امریکا او بریتانیا اړیکې په وروستیو اونیو کې تر فشار لاندې وې. ټرمپ لومړی بریتانیا د لندن د ډنمارک سره د ګرینلند په موضوع کې د ملاتړ له امله د سوداګریزو تعرفو له ګواښ سره مخ کړ، بیا یې شاته شو او په عین وخت کې د چاګوس ټاپوګانو د راتلونکي په اړه د لندن تړون په لفظي توګه نیوکه وکړه.

د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې رییسې امیلي تورنبريد ټرمپ خبرې «تېروتنه» او د قربانیانو د غمجنو کورنیو لپاره «روښانه سپکاوی» وباله.

د لیبرال ډیموکرات ګوند مشر او د ټرمپ سخت منتقد اډ دیوي، دې ته په اشاره چې د امریکا ولسمشر «پنځه ځله د پوځي خدمت څخه معاف شوی» وویل: «هغه په کوم جرأت د نورو قرباني تر پوښتنې لاندې راوړي؟»

څو بریتانوي د پارلمان استازو چې پخپله یې په افغانستان کې د خدمت تجربه لرلې ده، د ټرمپ څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی دی.

د کارګر ګوند استازی او د پخواني سلطنتي هوایي ځواک افسر کالوین بیلي وویل چې دا څرګندونې «له هغه واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري چې موږ هلته تجربه کړ.»

د محافظه کار ګوند استازی او د بریتانیا پخوانی پوځی کپتان بن اوبِس جکتی هم وویل: «دا چې زموږ هېواد او د ناټو د نورو شریکانو قرباني تر دې حده کم اهمیته ښودل کېږي، د تأسف وړ ده.»

طالبان: په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وایي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.

هغه ویلي، په ټولیز ډول په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۶میلیونه فعال سیمکارټونه شتون لري.

طالب ویاند زیاته کړې، چې اوس مهال ۹۰ سلنې زیات سیمکارټونه قانوني دي.

هغه د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي ټلویزیون ته وویل، چې د سیمکارټونو ثبت لا هم روان دی او د مخابراتو وزارت او اترا له لوري ورکړل شوي طرزالعملونه په دې برخه کې عملي کېږي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې ټولې مخابراتي کمپنۍ مکلفې دي سیمکارټونه د افرادو د برېښنايي تذکرې پر اساس ثبت کړي.

حلیم فدایي: طالبانو ټولنه په طبقو وېشلې ده چې همدا وېش د جرم او سزا اندازه ټاکي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د خوست پخوانی والي حلیم فدایي وایي، د طالبانو د «جزایي اصولنامې» عام تفسیر دا څرګندوي چې په دې نظام کې د جرم سزا د جرم د نوعیت پر ځای، د فرد د موقف او ټولنیزې طبقې له مخې ټاکل کېږي.

فدایي، نن د جمعې په ورځ پر اېکس‌ خواله رسنۍ لیکلي، د طالبانو د پلي کوونکي جزایي سیستم له مخې، ټولنه په څو طبقو وېشل شوې او همدغه وېش د سزا د کچې بنسټ جوړوي. د نوموړي په وینا، که یو عالم یا ملا په غلا تورن شي، نو یوازې ورته توصیه کېږي، خو که یو تاجر یا قومي مشر په ورته جرم کې ښکېل وي، نو تر توصیه وروسته احضار کېږي.

هغه زیاته کړې چې که یو متوسط کس په جرم تورن شي چې نه ډېر شتمن وي، نه دیني عالم او نه هم قومي مشر، نو له احضار وروسته بندي کېږي. خو د فدایي په وینا، که یو عام وګړی غلا وکړي، نو له سخت چلند سره مخ کېږي، چې پکې ګواښ او د ۳۹ درو وهل شامل دي.

حلیم فدایي وايي، دا ډول چلند ښيي چې طالبانو ټولنه په «عالم، اشراف، متوسط او ټیټې طبقو» وېشي او د همدې وېش پر اساس د جرم سزا ټاکي. نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول نظام ته د شریعت او اسلامي عدالت نوم ورکول، د عدالت له اصل سره په ټکر کې دي.

فدایي زیاته کړې، هغه نظام چې د قانون تطبیق پکې پر ټولو وګړو یو شان نه وي، د اسلامي عدالت استازیتوب نه شي کولای.