• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کریم خُرم: د غزې د «سولې بورډ» او د داعـ.ش زندانیانو لېږد به د سیمې راتلونکی بدل کړي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم ویلي، منځنی ختیځ او د سیمې هېوادونه په وروستیو ورځو کې د دوو داسې مهمو تحولاتو شاهدان دي چې د ټولو پر برخلیک به ژور اغېز ولري. هغه ویلي، چې د غزې د «سولې بورډ» او د داعـ.ش زندانیانو لېږد به د سیمې راتلونکی بدل کړي

خُرم د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د «سولې بورډ» جوړېدل او همداراز له سوریې څخه عراق ته د زرګونو داعشي بندیانو لېږد، د سیمې لپاره خطرناک او برخلیک ټاکونکي بدلونونه وبلل.

نوموړي وویل، د غزې لپاره اعلان شوې «سولې بورډ» په اصل کې د یوې سوداګریزې سهامي کمپنۍ بڼه لري او که عملي شي، د غزې د خلکو د اېستلو او هغوی د سومالي‌لنډ په سیمه کې د مېشتولو لامل به شي. د خُرم په وینا، له دې وروسته به په یاده سیمه کې هغه تفریحي مرکز جوړ شي چې ډونالډ ټرمپ پخوا ترې یادونه کړې وه.

عبدالکریم خُرم ټینګار وکړ، چې د دې بورډ اجراییه کمېټه تر ډېره د امریکايي او لوېدیځو میلیاردرانو څخه جوړه ده او دا پروژه به د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د یوه خورا ګټور تجارتي پلان په توګه پر مخ یوړل شي. هغه زیاته کړه چې که دا طرحه بریالۍ شي، نو حتا په منځني ختیځ کې به د دولت او دولتدارۍ مفهوم بدل شي او دولتونه به د سوداګریزو شرکتونو بڼه خپله کړي.

خرم همداراز له سوریې څخه عراق ته د شاوخوا ۷۰۰۰داعشي بندیانو د لېږد په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، دا اقدام د سوریې د وروستیو جګړو او د کُرد ځواکونو د ماتې په پلمه ترسره کېږي، په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه احمدالشرع د سوریې د ثبات راوستونکي په توګه ستايي.

نوموړي پوښتنه مطرح کړې چې څنګه کُرد ځواکونه د دغو بندیانو ساتنه کولای شوه، خو د سوریې دولت له دې کاره عاجز ښودل کېږي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې عراق خپله له ګڼو امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.

د عبدالکریم خُرم په وینا، د داعشي بندیانو دا لېږد نه یوازې داعش او د داعش پر ضد د مبارزې پلمه یو ګام مخکې وړي، بلکې دا به د دې ډلې فعالیتونه ایران او افغانستان ته لا نږدې کړي او د سیمې امنیت به له نویو ګواښونو سره مخ کړي.

ډېر لیدل شوي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي
۱

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۳

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۴

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۵

سرچینې: د کابل په تره‌خېل کې ۲ وروڼه د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شول