• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حمدالله فطرت: د لارو بندېدو او پر کډوالو د فشارونو زیاتېدو مسوول پاکستان دی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان سره د لارو بندېدو، پر کډوالو د فشارونو زیاتېدو او د رامنځته شویو ټولو ستونزو مسوول پاکستان دی. نوموړي زیاته کړې، پاکستان له دې څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي چې دا هر څه بې‌پایلې دي.

حمدالله فطرت وايي، چې دوی له هیچا سره ترینګلې اړیکې نه غواړي او په وروستیو میاشتو کې د ستونزو جوړېدو مسوول په خپله پاکستان دی. د نوموړي په خبره؛ د پاکستان او افغانستان د لارو بندېدو او پر کډوالو د فشارونو زیاتول د اصولو او ټولو نړۍوالو نورمونو خلاف کړنې دي.

هغه زیاته کړې: «موږ هیڅکله هم د دواړو هېوادونو ترمنځ مشکل نه‌دی غوښتی، تجاوز هم پاکستان کړی او لارې هم د دوی له‌خوا تړل شوې دا د دوی خپل مسوولیت دی». پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر سختو نښتو، اوربند او مذاکراتو وروسته دواړه خواوې یو بل د ستونزو لامل ګڼي.

پاکستان له افغان طالبانو د ټي‌ټي‌پي د بریدونو او فعالیت پر وړاندې د همکارۍ غوښتنه کوي؛ خو طالبان په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور ردوي او په پاکستان کې ناامنۍ د هغوی کورنۍ مسله ګڼي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه او تګ راتګ بند شوی، طالبانو له پاکستان سره د لارو تر تړل پاتې کېدو وروسته د هند او ګاونډيو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې او له سوداګرو یې هم غوښتي، چې له پاکستان سره خپلې سوداګریزې معاملې راټولې کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د یخنۍ څپه؛ د هواپوهنې ادارې په یوشمېر ولایتونو کې د یخنۍ څپې اټکل کړی دی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې (د سلواغې تر ۵مې نېټې) د سالنګونو په ګډون د افغانستان په شمال‌ختیځ، سوېل‌ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د تودوخې درجې د ټیټېدو اټکل شته. یادې ادارې د یخنۍ څپې پرمهال له خلکو د لازمو احتیاطي تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې نن په ۱۰ ولایتونو کې د درنې واورې، باران، تالندې برېښنا او تېزو سېلیو اټکل شوی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د سالنګونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۰ تر ۲۵) ملي مترو او د واورې هغې بیا له (۱۰ څخه تر ۴۰) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، د سالنګونو په ګډون په مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او سېلیو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې (له ۵۰ تر ۸۵ کیلو مټرو) اټکل شوې ده.

له بل پلوه د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي، چې په پروان، بامیان، میدان وردګ، کندهار، جوزجان، نورستان او فاریاب ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو له امله ۱۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د نورستان - کونړ لويه لار د درنې واورې له امله د لنډمهال لپاره تړل شوې

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۰

په نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست خبر ورکړی، چې د درنې واورې له امله د نورستان-کونړ لویه لار د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده. له تېرې ورځې راهیسې د سختې واورې له کبله له کابل څخه سویلي او شمالي ولایتونو ته تللې لارې هم تړل شوې دي.

په نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس احمدنبي عادل جمعه (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې د لارو د خلاصون لپاره کار روان دی او تر دې مهاله یې تر چتراس پورې لاره له واورو پاکه کړې.

نوموړي ویلي، چې واوره لاهم ورېږي او د ګواښونو له امله یې د پاک کارۍ چارې تر سبا پورې ځنډولې دي. عادل ډاډ ورکړی، چې ژر به دغه لار د تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند هم د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې بېګاه شپه هم (پنجشنبه د سلواغې ۲مه) د سختې یخنۍ او کنګل له امله د هرات- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د «بند شابید» په سیمه کې لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې شپې درنو واور له امله د غزني، پکتیا، هرات او سالنګونو په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ولسوالیو لارې هم د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

په کراچۍ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۷ ته رسېدلی او ۷۷ کسان لاهم تري تم دي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګل پلازې په نوم په یوه سوداګریز مارکېټ کې د پراخې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۷ ته رسېدلی، چې تر دې مهاله یوازې د ۱۷ کسانو جسدونه پېژندل شوي دي. که څه هم له یادې پېښې شاوخوا ۶ ورځې تېرېږي؛ خو لاهم ۷۷ کسان تري تم دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ جمعه (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د کراچۍ ښار ګل پلازې ته څېرمه د لادرکه شویو کسانو د کورنیو او خپلوانو له لوري لاریونونه پيل شوي دي. د قربانیانو کورنۍ د حکومت له لوري د ژغورنې او پلټنې پر عملیاتو نیوکه کوي او وايي، چې د اورلګېدنې له پېښې ۶ ورځې تېرېږي؛ خو لا هم ۷۷ کسان تري تم دي.

د ژغورنې ډلې بیا وایي، د سوځېدلې ودانۍ د نړېدو له وېرې ماشینري د لنډمهال لپاره درول شوې او په نړېدلو برخو کې د تري تم شویو کسانو پلټنه ستونزمنه شوې ده. خو د پاکستان حکومت وایي، د تري تم شویو کسانو د موندلو هڅې یې چټکې کړې دي. په ګل پلازه کې دغه اورلګېدنه د تېرې شنبې په شپه رامنځ ته شوې وه.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د پېښې اړوند یې د عیني شاهدانو او اغېزمنو کسانو د څرګندونو پر بنسټ لومړنی راپور چمتو کړی. په راپور کې راغلي: « په ګل پلازه کې اور د مصنوعي ګلونو په یوې هټۍ کې د ماشومانو د لوبېدو پر مهال بل شوی و. ښایي ماشومانو په دغه هټۍ کې له اورلګېد یا هم لایټر سره لوبې کولې، چې له امله یې په دغه هټۍ کې اور بل شوی او وروسته بیا د برېښنا مزو ته رسېدلی».

سویډن د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په تړاو له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» هرکلی وکړ

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۰

د سویډن د کډوالۍ وزیر ویلي، هغه افغانان چې د پناه غوښتنې قضیې یې رد شوي او یا جرمونو کې ښکېل دي، د پاسپورټونو د نشتوالي له امله یې اېستل «نږدې ناشوني» دي. نوموړي له اروپایي ټولنې غوښتي چې د دغو پناه غوښتونکو د هویتي او سفري اسنادو صادرولو په تړاو یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل ویلي، که څه هم اروپايي ټولنه نه‌غواړي په دې برخه کې له طالبانو سره په رسمي ډول خبرې او سیاسي هوکړه وکړي، ځکه دا کار دې ډلې ته یو ډول مشروعیت ورکوي، خو د تخنیکي کچې په چوکاټ کې باید غړي هېوادونه د تذکرې او پاسپورټ د صادرولو پر میکانېزم سره سلا شي، څو د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر چټک شي.

فورسل د قبرس په ټاپو کې د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو د وزیرانو د غیر رسمي غونډې په څنډه کې اسوشېتد پرېس خبري اژانس ته وویل: «د افغان پناه غوښتونکو اېستل زموږ لپاره یوه ستره اندېښنه ده، ځکه موږ ګڼې داسې پېښې لیدلي چې افغان وګړو په سویډن کې جرمونه کوي، خو د هغوی اېستل نږدې ناشوني دي».

هغه زیاته کړه، چې دا تګلاره د سوریې د کډوالو پر وړاندې هم عملي کېږي، خو افغان کډوال د سویډن د حکومت په لومړیتوب کې ځای لري.

د سفارتونو د نه‌پېژندنې ستونزه

د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل په وینا، په بهر کې مېشت افغانان نه‌شي کولای د افغانستان تذکره او یا پاسپورټ ترلاسه کړي، ځکه په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه د طالبانو له لوري نه‌دي منل شوي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر وویل، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د طالبانو له چارواکو سره په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د تذکرې او پاسپورټ د ورکړې په اړه خبرې کړې دي. نوموړي دا چاره «یو ډېر مثبت لومړنی ګام» وباله.

هغه زیاته کړه، اروپايي هېوادونه په دې برخه کې یو موټی دي، څو د رد شویو یا په جرمونو کې د ښکېلو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر نور هم ګړندی کړي. فورسل همدارنګه وویل، چې د افغان پناه غوښتونکو له نیمایي څخه د ډېرو کسانو غوښتنلیکونه به رد شي او «هغوی باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي».

اسوشېتد پرېس لیکلي، د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېسار مګنوس برونر هم تایید کړې، چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه په تخنیکي کچه له طالبانو سره خبرې روانې کړي، څو د رد شویو پناه غوښتونکو د ستنېدو بهیر اسانه کړي.

امریکا رسماً د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه ووتله

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۰

امریکا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په رسمي ډول په روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) کې خپل غړيتوب پای ته ورساوه. د ډونالډ ټرمپ حکومت د دې پرېکړې د توجیه لپاره ويلي، چې د ملګرو ملتونو اړوند دغه روغتيايي سازمان د کرونا وبا (کووېډ۱۹) د سم مديريت په برخه کې پاتې راغلی دی.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د ۱۴۰۳ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د يوه اجرايوي فرمان له لارې له دې سازمان څخه د وتلو امر صادر کړی وو.

د امريکا د روغتيا وزارت يوه چارواکي ويلي، هېواد يې نه‌غواړي حتی د ناظر غړي په توګه هم ملګرو ملتونو پورې تړلي دغه سازمان کې پاتې شي.متحده ایالتونو اعلان کړی، د دې پر ځای چې د نړۍوالو سازمانونو له لارې همکاري وکړي، غواړي د ناروغيو د څار، عامې روغتيا او نورو مهمو روغتيايي مسايلو په برخو کې له نورو هېوادونو سره نېغ په نېغه همکاري وکړي.

د امريکا د پورونو پر سر لانجه

د امريکا د قوانينو له‌مخې، دغه هېواد مکلف دی، چې لږ تر لږه يو کال مخکې د وتلو خبر ورکړي او خپل ټول پاتې مالي پورونه چې شاوخوا ۲۶۰ ميليونه ډالره کېږي د سازمان تر پرېښودو دمخه تصفيه کړي، خو امريکا د دغو پورونو له ورکولو هم ډډه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په یوه برېښنالیک کې رویټرز خبري اژانس ته لیکلي: «د امريکا خلکو له خپلې برخې څخه زیاتې پیسې دې سازمان ته ورکړي دي».

له دې سره سم، د امريکا د روغتيا او بشري خدمتونو وزارت اعلان کړی، چې حکومت د نړۍوال روغتيايي سازمان له بودجې څخه خپله مالي ونډه په بشپړ ډول پرې کړې ده. رویټرز راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د سویس په جېنوا ښار کې د نړۍوال روغتيايي سازمان له مرکزي دفتر څخه د امريکا بيرغ هم ښکته کړای شو.

په وروستيو اوونيو کې متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو له يو شمېر نورو اړوندو سازمانونو څخه د وتلو لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي دي.

د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امريکا وتنه په دغه بنسټ کې د سخت مالي بحران لامل شوې او له امله يې په اداري برخه کې پراخ کموالی راغلی او ګڼ شمېر کارکوونکي یې له دندو ګوښه شوي دي. واشنګټن تر دې مخکې د دغه سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړ کوونکی وو او د ټولې بودجې شاوخوا ۱۸سلنه يې برابروله.

تمه کېږي، چې دغه سازمان په راتلونکو شاوخوا شپږو مياشتو کې نږدې يو پر څلورمه برخه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. له دې سربېره، روغتيايي کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امريکا وتنه کولی شي په نړۍواله کچه د روغتيايي ګواښونو د پېژندنې او چټک غبرګون سيستمونه په جدي ډول کمزوري کړي.

د یادونې ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان له روغتیا سکټور سره هم همکاري لري او پر دغه سازمان د امریکا د مرستو په بندېدو سره ښايي په افغانستان کې یې هم چارې ټکنۍ او یا هم په ټوله کې راکمې شي.