• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې لوږه؛ د واکمنو چوپتیا او د سوالګرو ماشومانو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۹ GMT+۰

کندهار ښار چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي او د یادې ډلې د مشر ملاهبت‌ الله اخوندزاده د استوګنځي په توګه یادېږي، نن د ماشومانو د لوږې، سوالګرۍ او سپېلنيو دودولو په یو ستر او ناوړه انځور بدل شوی. په کندهار کې د سوالګرو ماشومانو د شمېر زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، چې په دغه ښار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر په بې‌ساري‌ ډول لوړ شوی. د ښاریانو په خبره؛ د ښار له مرکزي بازارونو نیولې تر هوټلونو، رسټورانټونو او پلورنځیو پورې لسګونه ماشومان لیدل کېږي، چې یا له خلکو د څو افغانیو غوښتنه کوي او یا د سپېلني دودوي چې دې چارې خلک خورا اندېښمن کړي دي.

کندهار مېشتي سمیع‌الله نصرت د دغه ماشومانو راتلونکې ته د اندېښنې په څرګندولو سره افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «دغه ماشومان ښوونځي ته نه‌ځي، ماشومتوب نه‌لري او راتلونکی یې د فقر په تیاره سیورو کې ورک ښکاري».

یو ۱۲کلن ماشوم عرفان الله چې د ښار د یوه رستورانت مخې ته ولاړ وو په ټیټ غږ وویل: «پلار مې دنده نه‌لري مور مې وایي، که پیسې راوړې نو ډوډۍ به وي که نه څه نه‌لرو چې ويې خورو. هره ورځ بازار ته راځم کله پیسې ټولې شي کله نه».

د دغه ماشومانو کیسې یوازې احساساتي نه؛ بلکې سیاسي پوښتنې راپورته کوي. ځینې ماشومان یتیمان دي سرپرست نه‌لري؛ خو ډېری یې په ښکاره ډول اعتراف کوي، چې د کورنۍ مشران یې بې‌کاره او د کار د نشتوالي له امله اړ اېستل شوي چې خپل ماشومان بازار ته ولېږي.

دا هغه ښار دی، چې واکمنان یې د «اسلامي نظام، عدالت او شریعت» پلي کولو دعوې کوي؛ خو په کوڅو کې یې ماشومان د وچې ډوډۍ لپاره لاسونه غځولي دي. د سید احمد په نوم یو بل ماشوم چې سپېلني یې په لاس کې نیولي وو داسې وویل: «زه ښوونځي ته نه ځم ځکه کتاب او کالي نه‌لرو که خیرات و نه غواړم کور کې ډوډۍ نه وي. پلار مې نه‌شته مور مې کار نه‌شي کولای».

دغه اعتراف دا په ډاګه کوي، چې دامهال د وزګارتیا تر ټولو دروند بار د ماشومانو په اوږو دی او تر ټولو ډېر یې ماشومان اغېزمن کړي دي. کندهار کې د بې‌‌کارۍ کچه لوړه، اقتصاد په ټپه ولاړ او د خلکو عایداتي سرچینې نږدې له منځه تللې دي.

په همدې حال کې د کندهار یوشمېر طالب مسوولین داسې ادعاوې کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ګواکې وخت ناوخت په کندهار ښار کې ګرځي او د خلکو وضعیت څاري؛ خو ځايي اوسېدونکي دغه ادعاوې له واقعیت سره په ټکر کې ګڼي او وايي که رښتیا هم نوموړی د خلکو له غربت خبر وای، نو نن به د هغه د کور شاوخوا د هغه د واک تر سیوري لاندې ماشومان سوالګرۍ ته نه اړ اېستل کېدل.

د ټولنیزو چارو شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي نو کندهار به یوازې د فقر ښار نه؛ بلکې د راتلونکي د ضایع کېدو په ښار بدل شي. د دوی په خبره؛ هغه ماشومان چې نن سپېلني دودوي سبا به د زده‌کړو، مهارت او سالم ژوند له فرصتونو بې‌برخې لویان وي او دا به د ټولې ټولنې لپاره درنه بیه ولري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي له بنګله‌دېش سره په قانوني‌ او منظم ډول د درملو سوداګري پيلوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي په بنګله‌دېش کې د درملو د صنعت ټولنې له مسوولینو سره په ناسته کې د درملو په برخه کې پر قانوني، منظمې او رڼې سوداګرۍ ټينګار کړی. یاد وزارت وایي، د درملو په برخه کې یې د بنګله‌دېش سوداګر پانګونې ته هڅولي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظم مشر نعیم الله ایوبي او وروسره پلاوي یې د بنګله‌دېش هېواد د درملو د صنعت ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې د درملو د تولید په برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې خبرې کړې.

په دغه ناسته کې د درملو تولیدي توکو د ثبت او ارزونې بهیر پر چټکوالي هم ټنیګار شوی. په خبرپاڼه کې راغلي: «د بنګله‌‌دېش هېواد د درملو د تولیدي شرکتونو مسوولین وهڅول شول، چې د افغانستان په داخل کې د درملو تولید برخه کې له افغان پانګه‌والو سره په ګډه او یا په انفرادي ډول پانګونه وکړي او هم له بنګله‌‌دېش څخه افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو درملو پر صادراتو خبرې وشوې».

طالبانو له بنګله‌دېش غوښتنه کړې، چې د صادرېدنکو درملو بیې دې په افغانیو ولیکل شي؛ تر څو هم صادرونکو او هم عامو افغانانو ته ګټور تمام شي. طالبانو د بنګله‌دېش د درملو صنعت ټولنې غړو ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړې.

په خبرپاڼه کې د بنګله‌دېش سوداګرو په حواله لیکل شوي: «د بنګله‌‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې مسوولینو ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به باکیفیته درمل په مناسب او ټیټ قیمت صادر کړي».

د چرګانو د روزنې ټولنه: اوس‌مهال په هرات کې هره ورځ ۲۰۰ټنه غوښه تولیدېږي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۰ GMT+۰

په هرات کې د چرګانو د روزنې ټولنه وایي، اوس‌مهال په دغه ولایت کې د چرګانو له ۸۰۰ فارمونو هره ورځ ۲۰۰ ټنه غوښه تولیدېږي چې د هرات د بازارونو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ نیمایي یې نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

په هرات کې د چرګانو د روزنې ټولنې مشر حسین نظري وایي، تر دې وړاندې تر ډېره چرګوړي له ګاونډیو هېوادونو واردېدل او د لارې د لري والي له کبله به ډېری وخت دغه چرګوړي له‌منځه تلل او ډېر بې‌کیفیته چرګوړي واردېدل؛ خو اوس په هرات کې په دې برخه کې ډېره پانګونه شوې ده.

تر دې وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و، په هرات ولایت کې د چرګانو صنعت د پام وړ وده کړې ده چې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ په‌کې تولیدېږي. د دغه وزارت په وینا؛ په هرات کې د هګیو، غوښې او د چرګانو په تولید کې له ۱۲۰ مېلیون ډالرو ډېره پانګونه شوې ده.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې اوس‌مهال په هرات کې هره ورځ ۲.۵ مېلیونه هګۍ تولیدېږي او د چرګانو د هګیو د تولید ټولنه غواړي دغه شمېره په راتلونکو څو میاشتو کې په ورځ کې ۴ مېلیونه هګیو ته لوړه کړي.

په ننګرهار کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشومه مړه او دوه کسان ټپیان شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت د نازيانو ولسوالۍ د رغزې په سيمه کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې یوه يوکلنه ماشومه مړه او مور او پلار يې ټپيان شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې ورځې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې ورېدلې دي چې له امله یې ګڼې لارې تړل شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې پرون ویلي و، چې په پروان، بامیان، میدان وردګ، کندهار، جوزجان، نورستان او فاریاب ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو له امله ۱۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

تازه د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، د سالنګ په دوشاخ سیمه کې د واورې ښویېدنې او توپان له امله یو هوټل او څو هټۍ تر واورو لاندې شوې چې له امله یې دوه کسه مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

په سالنګ کې د یوه هوټل او څو هټیو د چت پرېوتو پېښه کې دوه کسه مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، د سالنګ په دوشاخ سیمه کې د واورې ښویېدنې او توپان له امله یو هوټل او څو هټۍ تر واورو لاندې شوې چې له امله یې دوه کسه مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. هغه ویلي، چې ژغورونکو ډلو ګڼ کسان ژغورلي هم دي.

محمد اشرف حق شناس د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، چې په ټپیانو کې د ۶ کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی. نوموړي‌ زیاته کړې، چې په ځينو سیمو او په ځانګړې توګه سوېلي سالنګ کې توپانونه او تېز بادونه لاهم دوام لري او په سیمه کې ژغورونکې ډلې لا هم د خلکو په ژغورولو بوختې دي.

طالبانو دارنګه له خلکو غوښتي، چې د سختې واورې او نامناسبې هوا پرمهال دې پر نامعلومو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

له بل پلوه د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي، چې په پروان، بامیان، میدان وردګ، کندهار، جوزجان، نورستان او فاریاب ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو له امله ۱۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې له مېشتو افغان کډوالو افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه شوې

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې پولیسو د افغان کډوالو له مشرانو سره په یوې جرګه کې له دوی غوښتنه کړې، چې په دغه ولسوالۍ کې مېشت ټول بې‌اسناده افغان کډوال دې په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

په یادې ولسوالۍ کې د پولیسو مشر بېدار بخش افغان کډوالو ته څرګنده کړې، چې دا د بېرته ستنېدو لپاره د افغان کډوالو وروستی فرصت دی او له هغې وروسته به د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد د پاکستان حکومت پالیسۍ له مخې چلند وشي.

هغه ټینګار کړی، چې دغه کډوال د ویزو ترلاسه کولو وروسته بېرته پاکستان ته سفر کولای شي.

له بل پلوه د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ د بېرته ستنو شویو کسانو له ډلې ۲۳۰زره او ۴۷۰کسان د «پي او ار» کارت لرونکي، ۷۱زره او ۵۷۰ کسان د افغانستان د پېژندپاڼو لرونکي او ۶۸۶زره او ۷۷۲ نور بیا بې‌اسناده افغانان دي.