روزګان کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د لومړي ځل لپاره د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې، ملاتړ او بازارموندنې په موخه جوړ شوی او صنعتکاران به په ۱۲۰ غرفو کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.

دغه نندارتون پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) نېټه پرانیستل شو، چې د شنبې ورځې پورې به دوام وکړي.