• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د ناټو د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د بریتانیا قهر راوپاروه

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د ډونالد ټرمپ هغه څرګندونو چې ویلي یې دي «د ناټو متحدینو په افغانستان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ګډون نه دی کړی،» د بریتانیا د سیاستوالو سخت غبرګون راپارولی. ټرمپ ویلي چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په پرتله شاته پاتې شول او د «لومړۍ کرښې» څخه لرې شول.

د امریکا ولسمشر په یوې نوې مرکې کې له فاکس نیوز سره ویلي چې هغه «باوري نه دی» چې ناټو به «په سخت وخت کې د امریکا ترڅنګ ودرېږي».

هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله دوی ته اړتیا نه لرله. هغوی به وايي چې ځواکونه یې افغانستان ته ولېږل.هو، دا رښتیا ده، خو لږ شاته پاتې شول او د لومړۍ کرښې څخه لرې پاتې شول.»

د ناټو عمومي منشي د ډاووس اقتصادي غونډې په څنډه کې، د ټرمپ سره په لیدنه کې ټینګار کړی و که چیرې د سپټمبر ۱۱مې پېښې په څیر امریکا ته کوم ګواښ پیښ شي، متحدین به بې له شکه د دې هېواد ترڅنګ ودرېږي.

مارک روټه ټرمپ ته وویل چې تاسو په بشپړه توګه باوري نه یاست چې اروپایان به د امریکا په وړاندې د برید په صورت کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «اجازه راکړئ ووایم هغوی به راشي. او لکه څنګه چې پوهېږئ، افغانستان ته هم راغلل او د امریکایانو لپاره چې لویه قرباني یې ورکړه، هغه سرتېری و چې د ناټو له بل هېواد څخه و چې کور بیا ستون نه شو».

بریتانیا د افغانستان دشل کلنې جګړې په ترڅ کې ۴۵۷سرتېري له لاسه ورکړل چې د متحدینو په منځ کې د نفوس په نسبت تر ټولو زیات تلفات دي.کاناډا ۱۶۵او ډنمارک ۴۴سرتېري تلفات ورکړل.

ناټو د سپټمبر ۱۱بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره د دفاعي تړون پنځمه ماده فعاله کړه.

د بریتانیا د روغتیا وزیر سټیون کیناک د جمعې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې د ټرمپ څرګندونې «ډېرې مایوسه کوونکې» وبللې او وویل: «واقعاً بله لار نشته چې دا تشریح کړو.»

هغه ټینګار وکړ چې دغه ادعاوې «هیڅ بنسټ نه لري.» هغه زیاته کړه: «هر څوک چې د بریتانوي ځواکونو قرباني تر پوښتنې لاندې راولي، په ښکاره ډول تېروتنه کوي.»

کیناک د بي بي سي سره په مرکه کې هم وویل: «په دې وخت کې غوره ده چې خپل ذهن له هغو خبرو چې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري، لیرې وساتو.»

د امریکا او بریتانیا اړیکې په وروستیو اونیو کې تر فشار لاندې وې. ټرمپ لومړی بریتانیا د لندن د ډنمارک سره د ګرینلند په موضوع کې د ملاتړ له امله د سوداګریزو تعرفو له ګواښ سره مخ کړ، بیا یې شاته شو او په عین وخت کې د چاګوس ټاپوګانو د راتلونکي په اړه د لندن تړون په لفظي توګه نیوکه وکړه.

د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې رییسې امیلي تورنبريد ټرمپ خبرې «تېروتنه» او د قربانیانو د غمجنو کورنیو لپاره «روښانه سپکاوی» وباله.

د لیبرال ډیموکرات ګوند مشر او د ټرمپ سخت منتقد اډ دیوي، دې ته په اشاره چې د امریکا ولسمشر «پنځه ځله د پوځي خدمت څخه معاف شوی» وویل: «هغه په کوم جرأت د نورو قرباني تر پوښتنې لاندې راوړي؟»

څو بریتانوي د پارلمان استازو چې پخپله یې په افغانستان کې د خدمت تجربه لرلې ده، د ټرمپ څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی دی.

د کارګر ګوند استازی او د پخواني سلطنتي هوایي ځواک افسر کالوین بیلي وویل چې دا څرګندونې «له هغه واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري چې موږ هلته تجربه کړ.»

د محافظه کار ګوند استازی او د بریتانیا پخوانی پوځی کپتان بن اوبِس جکتی هم وویل: «دا چې زموږ هېواد او د ناټو د نورو شریکانو قرباني تر دې حده کم اهمیته ښودل کېږي، د تأسف وړ ده.»

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وایي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي دي.

هغه ویلي، په ټولیز ډول په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۶میلیونه فعال سیمکارټونه شتون لري.

طالب ویاند زیاته کړې، چې اوس مهال ۹۰ سلنې زیات سیمکارټونه قانوني دي.

هغه د طالبانو په ولکه کې د افغانستان ملي ټلویزیون ته وویل، چې د سیمکارټونو ثبت لا هم روان دی او د مخابراتو وزارت او اترا له لوري ورکړل شوي طرزالعملونه په دې برخه کې عملي کېږي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې ټولې مخابراتي کمپنۍ مکلفې دي سیمکارټونه د افرادو د برېښنايي تذکرې پر اساس ثبت کړي.

حلیم فدایي: طالبانو ټولنه په طبقو وېشلې ده چې همدا وېش د جرم او سزا اندازه ټاکي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د خوست پخوانی والي حلیم فدایي وایي، د طالبانو د «جزایي اصولنامې» عام تفسیر دا څرګندوي چې په دې نظام کې د جرم سزا د جرم د نوعیت پر ځای، د فرد د موقف او ټولنیزې طبقې له مخې ټاکل کېږي.

فدایي، نن د جمعې په ورځ پر اېکس‌ خواله رسنۍ لیکلي، د طالبانو د پلي کوونکي جزایي سیستم له مخې، ټولنه په څو طبقو وېشل شوې او همدغه وېش د سزا د کچې بنسټ جوړوي. د نوموړي په وینا، که یو عالم یا ملا په غلا تورن شي، نو یوازې ورته توصیه کېږي، خو که یو تاجر یا قومي مشر په ورته جرم کې ښکېل وي، نو تر توصیه وروسته احضار کېږي.

هغه زیاته کړې چې که یو متوسط کس په جرم تورن شي چې نه ډېر شتمن وي، نه دیني عالم او نه هم قومي مشر، نو له احضار وروسته بندي کېږي. خو د فدایي په وینا، که یو عام وګړی غلا وکړي، نو له سخت چلند سره مخ کېږي، چې پکې ګواښ او د ۳۹ درو وهل شامل دي.

حلیم فدایي وايي، دا ډول چلند ښيي چې طالبانو ټولنه په «عالم، اشراف، متوسط او ټیټې طبقو» وېشي او د همدې وېش پر اساس د جرم سزا ټاکي. نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول نظام ته د شریعت او اسلامي عدالت نوم ورکول، د عدالت له اصل سره په ټکر کې دي.

فدایي زیاته کړې، هغه نظام چې د قانون تطبیق پکې پر ټولو وګړو یو شان نه وي، د اسلامي عدالت استازیتوب نه شي کولای.

وسلوالو کسانو په فیض‌اباد کې دوه اسماعیلي ځوانان په نښه کړي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۰

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې په بدخشان ولایت کې د وسلوالو کسانو په ډزو کې د اسماعیلي مذهب دوه ځوانان شدید ټپیان شوي دي.

د بدخشان د فیض‌اباد ښار ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه دوه ځوانان د بدخشان د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې تېر ماښام د فیض‌اباد ښار د دشت‌قرغ په سیمه کې د وسلوالو له‌خوا په نښه شوي دي.

د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو ځوانانو هټۍ وتړله او د کور پر لور روان وو. ویل کېږي وسلوالو کسانو له یوه موټر څخه پر دوی ډزې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، دواړه ټپیان دا مهال د فیض‌اباد په مرکزي روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی. یوې ځایي سرچینې د ټپیانو هویت شاه‌نظر او غلام‌حسین ښودلی دی.

تر اوسه د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، د جدې په ۱۲مه، ځایي سرچینو راپور ورکړی و چې محمدشاه، د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی، د اسماعیلي مذهب پیرو او د یوه خصوصي دفتر کارکوونکی، هم د فیض‌اباد د دشت‌قرغ په سیمه کې د وسلوالو په ډزو وژل شوی و.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې په بدخشان کې پر اسماعیلي مذهب د پیروانو فشارونه زیات شوي دي. سرچینې وایي چې یوازې د جدې په میاشت کې لږ تر لږه درې اسماعیلي پیروان د ناڅرګندو وسلوالو له‌خوا وژل شوي دي.

د مذهب تبديلي: طالبان اسماعیلي پیروان هڅوي چې سني شي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د هغه سند پر بنسټ چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی چې د اسماعیلیه مذهب پیروان که سني مذهب ته واوړي، نو له مالي انعام او امنیتي مصونیت څخه به برخمن شي.

سرچینې وايي چې د طالبانو غړي اسماعیلیان د ګواښ له لارې د مذهب بدلولو ته اړ باسي.

راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د اسماعیلیه مذهب پیروان د خپل مذهب د بدلولو لپاره تر سخت فشار لاندې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا د اسماعیلیانو د سني کېدو د ملاتړ لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده.

طالبان په هر ولایت کې د علماوو شورا جوړه کړې او د دغو شوراګانو غړي د طالبانو مشر ټاکي. د طالبانو مشر دغو شوراګانو ته پراخ واکونه ورکړي او سیمه‌ییز چارواکي مکلف دي چې د علماوو د شورا په سلا کار وکړي.

په دې مکتوب کې راغلي چې دا طرزالعمل د حج او اوقافو، معارف، د مرافعې محکمې او د رهبر د فرمانونو د تعقیب ریاست د استازو په ګډون چمتو شوی دی.

د مکتوب له مخې، هغو اسماعیلیانو ته چې خپل مذهب سني ته بدلوي، د امنیتي مصونیت تضمین، د مالي انعامونو او مرستو ورکړه، له اسماعیلي مېشتو سیمو بهر دیني مدرسو ته د ځوانانو جذب او په دولتي ادارو کې دندې په پام کې نیول شوې دي.

همدارنګه په مکتوب کې ټینګار شوی چې هغو زده‌کوونکو ته به چې خپل مذهب سني ته بدلوي، مالي امتیازونه ورکړل شي او د هغوی د تشویق او بلنې لپاره دیني سیمینارونه جوړ شي.

طالبانو په دې مکتوب کې د اسماعیلي مېشتو سیمو په ښوونځیو کې د دیني استادانو ګومارل او د هغوی د اوسېدو په سیمو کې د جوماتونو جوړول او بیا پرانیستل هم یاد کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه خلک د ګواښ له لارې د مذهب بدلولو ته اړ کوي.

یوناما د روان کال د ثور په میاشت کې راپور ورکړی چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ۵۰ څخه ډېر د اسماعیلیه مذهب پیروان تسنن ته اړ کړي دي.

په همدې وخت کې ځایي سرچینو تایید کړه چې د اسماعیلیه مذهب دوه پیروان تېره شپه د فیض‌اباد ښار کې د وسله‌والو کسانو په ډزو ټپیان شوي دي.

د طالبانو د جزايي محکمو په اصول‌نامه کې، چې تازه یې یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د حنفي مذهب پیروان د مسلمانانو په توګه معرفي شوي او نور مذهبونه «بدعت‌ګر» بلل شوي دي.

وروسته له دې، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي د اسماعیلي شیعه‌ګانو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د هغوی حقوق خوندي دي.

طالبانو ویلي چې د دې لیدنې موخه همغږي رامنځته کول، د اسماعیلي شیعه‌ګانو د ستونزو اورېدل او په «دعوتي» چارو کې ګډه همکاري ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت: د اروپايي پارلمان پرېکړه‌لیک بې اساسه او مداخله کوونکی دی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اروپايي پارلمان هغه وروستی پرېکړه‌لیک په سختو ټکو غندلی او ویلې یې دي چې د ایران د وروستیو پېښو په اړه پکې «بې‌اساسه، ناسمې او مداخله‌کوونکې ادعاوې» مطرح شوې دي.

دیاد وزارت په خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، راغلي اروپايي پارلمان د ایران پر وړاندې د امریکا د ناقانونه او ظالمانه بندیزونو د ملاتړ، او همدارنګه د صهیونیستي رژیم سره د همکارۍ له امله، د ایراني ملت د بشري حقونو د نقض له اصلي عاملینو څخه شمېرل کېږي او له همدې کبله د بشري حقونو په اړه د قضاوت اخلاقي صلاحیت نه لري.

په خبرپاڼه کې د اروپايي پارلمان دریځ د فلسطینیانو د روانې نسل‌وژنې په وړاندې «تاییدوونکې چوپتیا» بلل شوې او ټینګار شوی چې د اسراییل د پرله‌پسې جنایتونو پر وړاندې د اروپا دوه‌ګونی چلند، د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت په اړه د هغوی ادعاوې بې‌اعتباره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د اروپايي پارلمان د پرېکړه‌لیک جوړوونکو په شعوري ډول د صهیونیستي رژیم او جګړه‌غوښتونکو امریکایي کړیو له‌خوا خپاره شوي دروغ د خپل کار بنسټ ګرځولي او سره له دې چې مستند شواهد موجود دي، د ایران د امنیتي ځواکونو او قانوني بنسټونو پر وړاندې یې تکراري او مغرضانه تورونه مطرح کړي دي.

اعلامیه همدارنګه د دې پرېکړه‌لیک محتوا د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو له بنسټیزو اصولو، په ځانګړي ډول د ملي حاکمیت د درناوي او د نه‌مداخلې له اصل، ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو زوارت په دې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د خپل اساسي قانون او نړیوالو ژمنو پر بنسټ، د ملت د بنسټیزو حقونو، د وګړو د امنیت، عامه نظم او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره به له هر ډول ترهګریز اقدام، بهرني ګواښ او مداخلې سره په قاطع ډول مقابله وکړي.

په پای کې، د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو او د هېواد د امنیتي بنسټونو پر وړاندې هر ډول ناقانونه او مداخله‌کوونکې پرېکړه یا اقدام به د متقابل غبرګون سره مخ شي.

اروپايي پارلمان د پنجشنبې په ورځ په یوه پرېکړه لیک کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ایران د حکومت چلند، د هغوی وژل او بندي کول په کلکه غندلي او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې سملاسي تاوتریخوالی ودروي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.

دا پرېکړه‌لیک د پنجشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان په عمومي غونډه کې په ۵۶۲موافقو، ۹مخالفو او ۵۷ممتنع رایو تصویب شو.

د اروپايي پارلمان غړو له اروپايي شورا وغوښتل چې د سپاه پاسداران ځواک، د بسیج ملیشې او قدس ځواک د ترهګرو سازمانونو په توګه وپیژني. اروپایي ټولنې پر ایران د بندیزونو د پراخولو، د شتمنیو کنګل کولو او د ویزو بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده.