• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۷ ته رسېدلی او ۷۷ کسان لاهم تري تم دي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګل پلازې په نوم په یوه سوداګریز مارکېټ کې د پراخې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۷ ته رسېدلی، چې تر دې مهاله یوازې د ۱۷ کسانو جسدونه پېژندل شوي دي. که څه هم له یادې پېښې شاوخوا ۶ ورځې تېرېږي؛ خو لاهم ۷۷ کسان تري تم دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ جمعه (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د کراچۍ ښار ګل پلازې ته څېرمه د لادرکه شویو کسانو د کورنیو او خپلوانو له لوري لاریونونه پيل شوي دي. د قربانیانو کورنۍ د حکومت له لوري د ژغورنې او پلټنې پر عملیاتو نیوکه کوي او وايي، چې د اورلګېدنې له پېښې ۶ ورځې تېرېږي؛ خو لا هم ۷۷ کسان تري تم دي.

د ژغورنې ډلې بیا وایي، د سوځېدلې ودانۍ د نړېدو له وېرې ماشینري د لنډمهال لپاره درول شوې او په نړېدلو برخو کې د تري تم شویو کسانو پلټنه ستونزمنه شوې ده. خو د پاکستان حکومت وایي، د تري تم شویو کسانو د موندلو هڅې یې چټکې کړې دي. په ګل پلازه کې دغه اورلګېدنه د تېرې شنبې په شپه رامنځ ته شوې وه.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د پېښې اړوند یې د عیني شاهدانو او اغېزمنو کسانو د څرګندونو پر بنسټ لومړنی راپور چمتو کړی. په راپور کې راغلي: « په ګل پلازه کې اور د مصنوعي ګلونو په یوې هټۍ کې د ماشومانو د لوبېدو پر مهال بل شوی و. ښایي ماشومانو په دغه هټۍ کې له اورلګېد یا هم لایټر سره لوبې کولې، چې له امله یې په دغه هټۍ کې اور بل شوی او وروسته بیا د برېښنا مزو ته رسېدلی».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

پوتین او امریکايي استازو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

کرملېن ویلي، چې د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له درېیو امریکايي استازو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په لیدنه کې پر یوې نوې طرحې خبرې وکړې.کرملېن ویلي، چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ناوخته (د سلواغې ۲مه) په مسکو کې شوې دي.

کرملېن ویلي، چې په امریکايي پلاوي کې د سټیو ویټکوف، جیرډ کوشنر او د ټرمپ د «سولې پلاوي» جګپوړی سلاکار جوش ګرونبام شامل وو.

کرملېن زیاته کړې، چې له پوتین سره په یاده لېدنه کې د تېرو ناستو په څېر د هغه د بهرنۍ پالیسۍ مرستیال یوري اوشاکوف او ځانګړی استازی کېریل دیمیتریف هم حضور درلود.

د پوتین او امریکايي استازو تر منځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د نوې طرحې په تړاو اضافي جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

د پوتین او د امریکا د استازو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه پر داسې مهال خبرې شوي، چې ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو: «یوه معامله تر ډېره حده نږدې شوې ده».

د پوتین او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو له پیل څخه څو دقیقې وروسته روسیې اعلان وکړ، چې د خپلو ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو ګزمه یې کړې ده. د راپورونو له‌مخې، روسیې دا کړنه د امریکايي استازو پر وړاندې د ځواک ښودلو په موخه ترسره کړې ده.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه له نږدې څلورو کلونو راهیسې دوام لري او ټرمپ هڅه کوي، چې یاده جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

روسیې د جګړې درولو لپاره غوښتي، چې اوکراین دې د ډونټسک سیمې ۲۰ سلنه خاوره روسیې ته تسلیم کړي، خو زېلېنسکي بیا د یادې خاورې له ورکړې ډډه کوي او همدارنګه روسیه غواړي، چې اوکراین په ناټو کې د شاملېدو له هڅو هم لاس پر سر شي.

امریکا رسماً د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه ووتله

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۰

امریکا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په رسمي ډول په روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) کې خپل غړيتوب پای ته ورساوه. د ډونالډ ټرمپ حکومت د دې پرېکړې د توجیه لپاره ويلي، چې د ملګرو ملتونو اړوند دغه روغتيايي سازمان د کرونا وبا (کووېډ۱۹) د سم مديريت په برخه کې پاتې راغلی دی.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د ۱۴۰۳ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د يوه اجرايوي فرمان له لارې له دې سازمان څخه د وتلو امر صادر کړی وو.

د امريکا د روغتيا وزارت يوه چارواکي ويلي، هېواد يې نه‌غواړي حتی د ناظر غړي په توګه هم ملګرو ملتونو پورې تړلي دغه سازمان کې پاتې شي.متحده ایالتونو اعلان کړی، د دې پر ځای چې د نړۍوالو سازمانونو له لارې همکاري وکړي، غواړي د ناروغيو د څار، عامې روغتيا او نورو مهمو روغتيايي مسايلو په برخو کې له نورو هېوادونو سره نېغ په نېغه همکاري وکړي.

د امريکا د پورونو پر سر لانجه

د امريکا د قوانينو له‌مخې، دغه هېواد مکلف دی، چې لږ تر لږه يو کال مخکې د وتلو خبر ورکړي او خپل ټول پاتې مالي پورونه چې شاوخوا ۲۶۰ ميليونه ډالره کېږي د سازمان تر پرېښودو دمخه تصفيه کړي، خو امريکا د دغو پورونو له ورکولو هم ډډه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په یوه برېښنالیک کې رویټرز خبري اژانس ته لیکلي: «د امريکا خلکو له خپلې برخې څخه زیاتې پیسې دې سازمان ته ورکړي دي».

له دې سره سم، د امريکا د روغتيا او بشري خدمتونو وزارت اعلان کړی، چې حکومت د نړۍوال روغتيايي سازمان له بودجې څخه خپله مالي ونډه په بشپړ ډول پرې کړې ده. رویټرز راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د سویس په جېنوا ښار کې د نړۍوال روغتيايي سازمان له مرکزي دفتر څخه د امريکا بيرغ هم ښکته کړای شو.

په وروستيو اوونيو کې متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو له يو شمېر نورو اړوندو سازمانونو څخه د وتلو لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي دي.

د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امريکا وتنه په دغه بنسټ کې د سخت مالي بحران لامل شوې او له امله يې په اداري برخه کې پراخ کموالی راغلی او ګڼ شمېر کارکوونکي یې له دندو ګوښه شوي دي. واشنګټن تر دې مخکې د دغه سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړ کوونکی وو او د ټولې بودجې شاوخوا ۱۸سلنه يې برابروله.

تمه کېږي، چې دغه سازمان په راتلونکو شاوخوا شپږو مياشتو کې نږدې يو پر څلورمه برخه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. له دې سربېره، روغتيايي کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امريکا وتنه کولی شي په نړۍواله کچه د روغتيايي ګواښونو د پېژندنې او چټک غبرګون سيستمونه په جدي ډول کمزوري کړي.

د یادونې ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان له روغتیا سکټور سره هم همکاري لري او پر دغه سازمان د امریکا د مرستو په بندېدو سره ښايي په افغانستان کې یې هم چارې ټکنۍ او یا هم په ټوله کې راکمې شي.

وال سټریټ ژورنال: د ټرمپ اداره له سوریې څخه د خپلو سرتېرو پر بشپړ اېستلو غور کوي

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت له سوریې څخه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو پر پلان کار پیل کړی دی. دا پرېکړه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو له پاشل کېدو وروسته تر بحث لاندې نیول شوې ده.

یادې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په خپل یوه راپور کې د درېیو امریکايي چارواکو له قوله ویلي، که د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه «SDF» په بشپړ ډول منحل شي، نو په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره نور «هېڅ دلیل» نه پاتې کېږي.

د راپور له‌مخې، په سوریه کې د ولسمشر احمد الشرع د واکمنۍ او د سوریې د شمال ختیځو سیمو د کنټرول لپاره د هغه له هڅو وروسته، پنټاګون په دغه هېواد کې د خپل پوځي حضور پر ګټو شک څرګند کړی دی.

وال سټریټ ژورنال د درېیو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي: «د تېرې اوونۍ حیرانوونکو پېښو پنټاګون اړ کړی، چې د SDF له ماتې وروسته په سوریه کې د امریکا د پوځي ماموریت پر دوام شک وکړي».

په ورته مهال، ټرمپ د خپلې دویمې دورې په لومړیو کې ژمنه کړې وه، چې سوریه کې به د خپلو سرتېرو برخلیک معلوم کړي.

د راپورونو له‌مخې، امریکا دمګړی په سوریه کې ۱۵۰۰ سرتیري لري، چې ډیری یې د داعش پر ضد عملیاتو او د کُردي ملېشو پر روزنه بوخت دي.

پنټاګون تر اوسه په رسمي ډول له سوریې څخه د سرتېرو د اېستلو په اړه کره نېټه نه ده اعلان کړې او رسنیو ته یې ویلي، چې نه‌غواړي د یادې موضوع په اړه تبصره وکړي.

د شنونکو په باور، له سوریې څخه د امریکا وتل به د سیمې په سیاسي چاپیریال کې نوی بدلون راولي او د احمد الشرع د حکومت لپاره به لاره هواره کړي، څو پر ټولې سوریې واک ولري.

له دې سره سم، امریکايي سناتور لینډسي ګراهام بیا له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: «که دا خبره رښتیا وي، نو داعش به یې هرکلی وکړي».

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د سوریې له ځايي خلکو سره په ګډه د محدودو امریکايي ځواکونو حضور د داعش د بیا منظم کېدو مخه نیسي او دا په حقیقت کې د امریکا د امنیت لپاره یو ضمانت دی.

سناتور لینډسي ګراهام ټینګار کړی، چې د سوریې اوسنی وضعیت خورا نازک دی او له مشورې پرته وتل به د داعش د بیا فعاله کېدو چانس ډېر کړي.

ټرمپ: افغانستان کې د حضور پر مهال ناټو ځواکونه د «جګړې له لومړۍ کرښې شا ته» وو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو پر متحدانو نیوکه کړې، چې افغانستان کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ځواکونه د «جګړې له لومړۍ کرښې شا ته او لرې» ځای پر ځای شوي وو؛ حال دا چې دغه ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د متحده ایالتونو د پوځي عملیاتو د ملاتړ لپاره لېږل شوي وو.

ناټو په خپل تاریخ کې یوازې یو ځل د ګډې دفاع ماده فعاله کړې ده؛ هغه ماده چې له‌مخې یې پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید بلل کېږي. دا اقدام د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته وشو او ورسره د ناټو غړو هېوادونو لسګونه زره نظامیان افغانستان ته لېږلي وو.

د دې جګړې پر مهال، له زرو ډېر غیر امریکایي نظامیان ووژل شول، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښايي د امریکا او د هغې د متحدانو تر منځ کړکېچ نور هم زیات کړي.

امریکا د ناټو له بنسټ‌ اېښودونکو هېوادونو څخه ده او په دې وروستیو میاشتو کې څو ځله ټرمپ دا پوښتنه راپورته کړې، چې ایا د دې ایتلاف نور ۳۱ غړي هېوادونه به د امریکا د ګواښل کېدو په صورت کې د دې هېواد دفاع ته ودریږي او که نه؟

هغه د پنجشنبې په ورځ له «فاکس نیوز» شبکې سره په مرکه کې وویل، ډاډه نه‌دی چې ناټو به د خطر پر مهال د امریکا ملاتړ وکړي. ټرمپ وویل: «موږ هېڅ‌کله هغوی ته اړتیا نه‌ده لرلې. هغوی وايي چې افغانستان ته یې ځواکونه ولېږل، خو هلته هم د جګړې له کرښې شا ته پراته وو».

هغه زیاته کړه: «متحده ایالتونو له اروپا او له ډېرو نورو هېوادونو سره ډېر ښه چلند کړی دی. دا اړیکه باید دوه‌ اړخیزه وي».

دا څرګندونې د ټرمپ د هماغو خبرو دوام دی، چې د اوونۍ په پیل کې یې کړې وې، هغه مهال چې نوموړي ناټو «له حده ډېر لوی ښودل شوی سازمان» وباله او د دې ایتلاف د غړو ژمنتیا یې د نړۍوالو کړکېچونو پر وړاندې تر پوښتنې لاندې راوسته.

ټرمپ تر دې وړاندې، د داووس د نړۍوال اقتصادي فورم په غونډه کې له ګډون مخکې ویلي وو: «زه پوهېږم چې موږ به د ناټو د ژغورلو لپاره اقدام وکړو، خو په رښتیا شک لرم چې هغوی به زموږ د ژغورلو لپاره اقدام وکړي».

د شمېرو له مخې، د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال ټولټال ۳۴۸۶ د ناټو ځواکونه وژل شوي، چې له دې ډلې ۲۴۶۱ تنه امریکایي نظامیان وو. د بریټانیا ۴۵۷ عسکر ووژل شو او له ۲۰۰۰ څخه ډېر د دې هېواد پوځي او ملکي کسان ټپیان شول.

کاناډا چې د امریکا له نږدې متحدانو او تر ټولو لویو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي، په دې جګړه کې یې د ملکیانو په ګډون ۱۶۵ نظامیان وژل شوي دي. په افغانستان کې د کاناډا ۱۲ کلن ماموریت د دې هېواد تر ټولو اوږده پوځي جګړه او په ۱۹۵۰ لسیزه کې د کوریا له جګړې وروسته تر ټولو مرګونی ماموریت بلل کېږي. په دې ماموریت کې له ۴۰ زرو څخه زیات کاناډایي ځواکونه ښکېل وو.

د ناټو نورو متحدانو لکه ایټالیا، جرمني او فرانسې هم په دې جګړه کې تلفات ورکړي دي.

ټرمپ همدارنګه پر ډنمارک هم نیوکه کړې ده؛ هغه هېواد چې د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې لري. دا هغه سیمه ده چې د امریکا ولسمشر ویلي وو، واشنګټن «باید» پرې ولکه ولري. ټرمپ پر ډنمارک تور پورې کړی چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د امریکا د ملاتړ په بدل کې «ناشکري» کړې ده. د ګارډین ورځپاڼې د راپور له‌مخې، په افغانستان کې له ناټو سره د ګډ ماموریت پر مهال د ډنمارک ۴۴ عسکر وژل شوي وو.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ناټو عمومي منشي مارک روټه وویل، چې د دې ایتلاف غړي به «بې له شکه» د متحده ایالتونو دفاع وکړي او ټینګار یې وکړ، چې دا ژمنتیا لا له وړاندې په افغانستان کې ثابته شوې ده. روټه وویل: «د هرو دوو امریکایانو پر وړاندې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، یو سرتېری د ناټو له نورو هېوادونو څخه هېڅ‌کله خپلې کورنۍ ته بېرته راستون نه‌شو».

د یادونې وړ ده، امریکا او ناټو چې شاوخوا شل کاله له هغې ډلې سره چې جنګېده بالاخره یې په یوه ډول سره د افغانستان واک ور وسپاره او بیا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له دغه هېواده ووتل.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند: د ټرمپ له «سولې نړۍوال بورډ» سره د پاکستان یو ځای کېدل نه‌منو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له «سولې نړۍوال بورډ» سره د پاکستان حکومت د یو ځای کېدو پرېکړه غندلې ده. یاد ګوند پر شهباز شریف غږ کړی، چې ژر تر ژره دې په یاد بورډ کې د پاکستان ګډون لغوه کړي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان حکومت هغې پرېکړې ته کلک غبرګون ښودلی، چې د ټرمپ له‌خوا په «سولې نړۍوال بورډ» کې یې د ګډون بلنه ومنله.

د یاد ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې د دا ډول سترو پرېکړو لپاره باید لومړۍ په کور دننه له ټولو سیاسي لورو سره سلا مشورې وشي.

د تحریک انصاف ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت او پارلمان قانوني حیثیت نه‌لري، که پارلمان قانوني حیثیت درلودای، نو باید یې د دا ډول مهمې موضوع په اړه بحث کړی وای.

تحریک انصاف ګوند په ټینګار سره ویلي، چې پاکستان باید په هغو جوړښتونو کې برخه واخلي، چې د ملګرو ملتونو نظام پیاوړی کوي او له موازي جوړښتونو سره له يو ځای کېدو څخه ډډه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: «د تحریک انصاف ګوند د فلسطین خلکو د غوښتنو خلاف هر ډول پلان ردوي او د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو ملاتړ کوي».

همدارنګه د تحریک انصاف ګوند غوښتنه کړې، چې د پاکستان حکومت دې په پارلمان کې تر بحث کولو، له پخواني لومړي وزیر عمران خان او نورو سیاستوالو سره مشورې کولو او عمومي ټول پوښتنې پورې ‍ د یاد بورډ یا پلاوي له غړیتوب څخه لرې پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې د ډونالډ ټرمپ د هغه شل ماده‌ییز پلان له‌مخې، چې موخه یې د غزې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي، ټاکل شوې ده د غزې تړانګې د مدیریت لپاره یوه انتقالي اداره جوړه شي او په‌کې به د «سولې پلاوی» مهم او بنسټیز رول ولري. د دې پلاوي دایمي غړیتوب هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې یو میلیارد ډالر ورکړي.