طالبانو په کاپیسا کې له پاکستان نه راوړل شوې وسلې او نشه‌یي توکي نیولي دي

په کاپیسا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال وسلې، مهمات او نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي. یادې قوماندانۍ زیاته کړې، په دې تړاو یې هغه دوه کسان هم نیولي چې دغه توکي یې له پاکستان نه افغانستان ته راوړي وو.