• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فریدریښ مېرڅ: جرمني په اوسنۍ بڼه د ټرمپ د سولې د پلاوي طرحه منلی نه‌شي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۰

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، چې دغه هېواد د خپل اساسي قانون پورې اړوندو دلایلو له امله نه‌شي کولی د ټرمپ د سولې طرحه په اوسنۍ بڼه ومني، خو چمتو دی چې له امریکا سره د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د سولې د ټینګښت لپاره د نویو چوکاټونو د موندلو په برخه کې همکاري وکړي.

مېرڅ د جمعې په ورځ د سلواغې په درېیمه نېټه په روم کې د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «په هغه چوکاټ کې چې اوسمهال د سولې پلاوی رامنځته شوی، موږ نه‌شو کولی د اساسي قانون د ملحوظاتو له امله په المان کې د هغه حاکمیتي جوړښتونه ومنو».
هغه زیاته کړه: «له دې سره سره، موږ چمتو یو چې له متحده ایالاتو سره د همکارۍ نورې او نوې بڼې وارزوو، په هغه صورت کې چې موخه د داسې نویو چوکاټونو موندل وي چې موږ په نړۍ کې سولې ته نږدې کړي.»
د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې دا چوکاټونه باید یوازې پر غزه او منځني ختیځ محدود نه وي، بلکې د بېلګې په توګه د اوکراین لپاره هم کارول کېدای شي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس ښار کې د نړۍوالې اقتصادي ټولنې په غونډه کې د «سولې پلاوي» د کار پیلولو په مراسمو کې اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو په ګډون له بېلابېلو فعالو لوریو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي. د امریکا ولسمشر وویل: «ټول» غواړي چې د غزې د سولې د پلاوي برخه وي.
ټرمپ چې ټاکل شوې د دغه پلاوي مشري پر غاړه ولري، د نړۍ لسګونو مشرانو ته یې په دغه پلاوي کې د غړیتوب بلنه ورکړې او ټینګار یې کړی، چې دغه بنسټ کولی شي د غزې له ناپایداره اوربند څخه پورته، نورو نړۍوالو مسایلو او ننګونو ته هم پام وکړي.
د ټرمپ په وینا، د سولې د پلاوي دایمي غړي باید هر یو د یو ملیارد ډالرو په ورکولو سره د هغه په مالي تمویل کې ګډون وکړي. د امریکا ځینو دودیزو متحدانو له دغه پلاوي سره یوځای کېدو ته لېوالتیا نه ده ښودلې او یا یې د دغې بلنې په اړه په احتیاط سره دریځ نیولی دی.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې له هنګري او بلغاریا پرته د اروپایي ټولنې ټولو هېوادونو په دغه پلاوي کې له شاملېدو ډډه کړې ده. دغه خبري اژانس زیاته کړې، چې دې موضوع د اروپا او ځینو نورو لورو اندېښنې راپارولي او دا تصور یې پیاوړی کړی، چې ښایي دا بنسټ د ملګرو ملتونو په سیال بدل شي او یا یې رول کمزوری کړي.دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال له امریکا پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نورو دایمي غړو د غزې د سولې له پلاوي سره د یوځای کېدو لپاره چمتووالی نه دی ښودلی. که څه هم ټرمپ په دغه پلاوي کې د ګډون لپاره د مسکو د پرېکړې خبر ورکړی و، خو روسیې د سلواغې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې دا وړاندیز تر څېړنې لاندې دی. فرانسې د ټرمپ بلنه ونه‌منله او برېتانیې هم اعلان وکړ، چې دا مهال له دغه نوښت سره نه یوځای کېږي. چین هم تر اوسه خپل رسمي دریځ نه دی روښانه کړی.


ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی