• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هسپانیا د ټرمپ د «سولې بورډ» سره نه یوځای کېږي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د هسپانیا لومړي وزیر اعلان کړی چې هېواد به یې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له‌خوا جوړ شوي د «سولې بورډ»سره، چې موخه یې د نړیوالو شخړو مهارول دي، یوځای نه شي. پدرو سانچز ویلي، دا پرېکړه د هسپانیا له بهرنۍ تګلارې، چې پر څو‌ اړخیزتوب او د ملګرو ملتونو نظم پر ساتنه ولاړه ده، سره سمون لري.

هغه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له غونډې وروسته رسنیو ته وویل: «موږ له دې بلنې مننه کوو، خو په دې نوښت کې به ګډون ونه کړو.» نوموړي زیاته کړه چې په یاد سولېز بورډ کې د فلسطین خپلواکه اداره شامله نه ده، چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

واشنګټن ویلي چې د سولې دا بورډ به د اوربند په منځګړیتوب او څارنه، د امنیتي ترتیباتو په تنظیم او له جګړو وتلو سیمو کې د بیا رغونې د همغږۍ په برخه کې مرسته وکړي.

دغه بورډ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ جوړ کړی او خپله یې مشري هم پر غاړه لري. ټرمپ د دې بورډ د اساسنامې د لاسلیک پر مهال وویل چې دا به له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه پراخ ظرفیتونه لري، خو تر اوسه په بشپړه توګه نه دي کارول شوي.

د امریکا دودیز متحدان لکه کاناډا، بریتانیا او د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه، پرته له هنګري او بلغاریا، د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د دې بورډ د رسمي معرفۍ په مراسمو کې حاضر نه وو.

بلخوا، اسراییل او د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه لکه قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان د ټرمپ د سولې له پلاوي سره یوځای شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره ۱۲۶ ميليونه يورو بشري مرستې ځانګړې کړي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۰

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶کال د بشري مرستو د بودیجې په چوکاټ کې یې د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د بشري اړتياوو برخې ته ۱۲۶ميليونه يورو ځانګړې کړې دي.

اروپايي ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرستې به د بېړنيو خوراکي توکو د برابرولو، روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، له زيانمنو قشرونو د ملاتړ او په يادو هېوادونو کې د بشري کړکېچونو د پايلو د کمولو په موخه ولګول شي.

اروپايي ټولنې ټينګار کړی چې، سره له دې چې په نړيواله کچه د بشري مرستو کچه راټيټه شوې، خو دغه ټولنه لا هم د اړمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده او هڅه کوي چې د بشري بحرانونو پر وړاندې اغېزمن غبرګون وښيي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې د ښځو د اقتصادي پياوړتيا د پروګرام د دويم پړاو د پيل خبر هم ورکړی و. دغه پروګرام د ۱۰ميليونه يورو په پانګونې سره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام(یو این ډی پي) په همکارۍ پلي کېږي او د ښځو د معيشت او اقتصادي خپلواکۍ د ملاتړ په برخه کې د اروپايي ټولنې د ژمنو يوه مهمه برخه بلل کېږي.

حماس بې‌وسلې کول ردوي؛ ټرمپ د «غزې بې‌وسلې کول» او د سولې پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰

حماس د بې‌وسلې کولو غوښتنه رد کړې او اعلان یې کړی، که څه هم اوربند ته یې غاړه اېښې؛ خو هغه وخت حاضر دي چې ټولې هوکړې پر مخ یوسي چې اسراییلي پوځ په بشپړ ډول له غزې ووځي، لارې خلاصې او د سیمې د بیارغونې لپاره یوه ټولیزه لړۍ پيل کړي.

حماس په یوې اعلامیه کې د داووس اقتصادي فورم له ګډونوالو وغوښتل، چې د بشري مرستو د رسولو اسانتیا، له غزې د اسراييل ځواکونو د وتلو او د سیمې بیارغونې ته پام وکړي. حماس غوښتنه کړې، چې د «سولې کمېټه» دې د غزې د خلکو د ملاتړ او په سخت ژمي کې د بشري مرستو د زیاتولو لپاره اقدام وکړي.

د حماس ویاند حازم قاسم اسراییل تورن کړی، چې قصدا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا وړاندې شوي د سولې نوښتونه ناکاموي. هغه ټینګار کړی، چې «د مقاومت وسلې له پیل څخه د اشغال پر وړاندې د مبارزې او د خپل وطن او مقدساتو د دفاع لپاره ډیزاین شوې دي».

دغه دريځ په څرګند ډول د اسراییل د غوښتنې د رد معنا لري، چې د حماس د پوځي څانګو د بې‌وسلې کولو شرط د اوربند راتلونکو پړاوونو لپاره د مخکې شرط په توګه نه‌مني. په ورته وخت کې فلسطین حکومت ته نږدې رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییل پوځ د غزې په تړانګه کې لسګونه تاسیسات ویجاړ کړي، د سیمې په ختیځ کې یې د «ژېړ زون» په نوم پېژندل شوې امنیتي سیمه پراخه کړې او د خپلو ځواکونو لپاره یې لږترلږه شپږ ځایونه جوړ کړي.

د راپورنو له مخې؛ دا هغه اقدام دی چې د غزې په ځینو برخو کې یې د اسراییل د پوځي حضور د پیاوړتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. په ورته وخت کې د همدې پرمختګونو سره ډونالډ ټرمپ د «سولې کمېټې» د پیل په مراسمو کې اعلان وکړ، چې امریکا به د بېلابېلو لوبغاړو په ګډون د ملګرو ملتونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر دغه ورځ «ډېره په زړه‌پورې» وبلله او ویې ویل، چې «د اوږدې مودې لپاره دې ته چمتوالی نیول شوی و» او غواړي په دغه کمېټه کې برخه واخلي. ټرمپ د غزې پر بې‌وسلې کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې امریکا به په دې لاره کې «ډېره بریالۍ» وي او غزه به «په ښکلي ډول بیا ورغول شي».

د امانوېل مکرون د لمریزو عینکو جوړونکي شرکت د ونډو بیه ۴مېلیون ډالرو ته لوړه شوه

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰

فوربس مجلې راپور ورکړی، وروسته له هغه چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ د داووس په سرمشریزه کې د وینا پرمهال لمریزې عینکې په سترګو کړې د دغه عینکو جوړونکي ايټالوي شرکت (ای وېژن ټېک) ونډه شاوخوا ۴.۱ مېلیون ډالرو ته لوړه شوې.

هغه عینکې چې د فرانسې ولسمشر په سترګو کړې وې او ډېر پام یې ځانته راواړاوه، په بازار کې شاوخوا ۷۷۵ ډالره پلورل کېږي. دغه عینکې د فرانسوي زاړه شرکت هنري جولېن تولید دی، چې په ۲۰۲۳کال کې اېټالوي شرکت ای ويژن ټېک واخیست.

د همدې اېټالوي شرکت مشر استېفانو فولکیر ګارډين ورځپاڼې ته ویلي، مکرون له ۲۰۲۴کال راهيسي دغه عینکې لري؛ کله چې هغه دغه عینکې د جي۲۰ په سرمشریزه کې د ډيپلوماتیک ډالۍ په توګه ترلاسه کړې او د ځان لپاره یې هم یوه جوړه واخیستې.

امانوېل مکرون دغه عینکې د دې لپاره په سترګو کړې، چې د خپلې سترګې ټپ پټ کړي. د فرانسې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د داووس په سرمشریزه کې د پاسیفیک اېس ۱ ډبل ګولډ عینکو په کارونې سره د خواله رسنیو کاروونکو پام ځانته راواړاوه.

راجر واټرز ته د ۲۲۳ ایراني هنرمندانو لیک: له ایراني‌ ملت سره ودرېږئ

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د ایران د ملي هنرمندانو د همکارۍ کور (هما) له لوري د ۲۲۳ ایراني هنرمندانو یوې ډلې د برېتانوي موسقۍ پوه راجر واټرز څخه په یوه ګډ لیک کې غوښتنه کړې، چې په خپلې خبرې له سره غور وکړي او د تاریخ په دې مهم پړاو کې له ایراني ملت سره ودرېږي.

په دغه لیک کې د نړۍ پر مېلیونونه خلکو د راجز واټرز اغېزې ته په اشارې لیکل شوي، چې ایراني لاریون کوونکي «ژوند، ازادي او انساني‌ وقار» غواړي او دغه غوښتنه یې د لیک مخاطب راجر واټرز ته یو امتیاز بللی.

راجر واټرز چې د پینک فلویډ ډلې پخوانی غړی دی، د جنورۍ په ۱۷مه په «پیرس مورګن بې‌سانسوره» پروګرام کې د مورګن د پوښتنو په ځواب کې د ایرانیانو د ملي انقلاب په اړه وویل، چې «د رژیم بدلون د ایران د خلکو غوښتنه نه‌ده» او لاریون کوونکي یوازې د «اقتصادي ستونزو» لکه د انفلاسیون او د ملي اسعارو د ارزښت کمېدو له امله اعتراض کوي.

ایراني هنرمندانو هغه ته په یوه لیک کې ویلي: «موږ تاسو سره د موسیقۍ غږوونکو، سندرغاړو او شاعرانو په توګه خبرې کوو، چې غږونه یې خاموش شوي، پر کنسرټونه یې بندیز لګول شوی، وسایل یې مات شوي او سندرې یې تبعید شوې دي».

د لیک لاسلیکوونکو د ایران د ملي پاڅون په اړه د واټرز څرګندونې «ناسمې او د سپکاوي» وړ وبللې او لیکلي یې دي: «که تاسو په ډېر غور سره واورئ؛ نو تاسو به د ایران د کوچنیو او لویو ښارونو په سړکونو کې د خلکو غږونه واورئ، چې د دغه رژیم د پای ته رسېدو او د پهلوي کورنۍ د بېرته راستنېدو لپاره غږ اوچتوي. د زړور او لوی ایراني ملت اراده د اورېدو او درناوي وړ ده».

ټرمپ: پوتین د سولې بورډ سره د یو ځای کېدو لپاره خپله کنګل شوې شتمني کاروي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ولادیمیر پوتین د سولې بورډ سره د یو ځای کېدو لپاره خپله کنګل شوې شتمني کاروی. نوموړي ویلي:« که هغه خپلې پیسې کاروي دا ښه خبره ده. زما په اند ترټولو مهمه دا ده، چې په دغه بورډ کې ټول برخه واخلي».

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کرملېن ماڼۍ کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره د لیدنې پر مهال ویلي و، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه بلنه مني چې له‌مخې یې روسیه د «غزې د سولې بورډ»‌ غړیتوب ترلاسه کوي.

پوتین په دغه لیدنه کې ټینګار کړی و، چې د سولې له پلاوي سره د روسیې د یوځای کېدو اصلي موخه د فلسطیني ولس د ګټو خوندي کول او ملاتړ دی او همداراز به د غړیتوب لپاره بورډ ته یو مېلیارډ ډالر هم ورکړي.

روسیې ویلي، دغه پیسې به له هغو روسي شتمنیو ورکړي چې دا مهال په متحده ایالاتو کې کنګل شوې دي. د دې کار عملي کېدل د امریکا د حکومت پرېکړې او اقدام ته اړتیا لري؛ څو دغه شتمنۍ ازادې شي.