• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبرپښتونخوا حکومت د ناقانونه کېندنو د مخنیوي لپاره د کان کېندنې شرکت جوړوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل‌خان اپريدي وايي، حکومت یې د کانونو مافیا د لاسونو د لنډولو لپاره د کان کېندنې شرکت جوړوي. د نوموړي په وینا، د دغې چارې د پیلولو لپاره قانوني چارې په بشپړېدو دي.

سهیل‌خان اپريدي د جمعې په ماخوستن (د سلواغې ۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د کابینې د پرېکړې له‌مخې به د «خېبرپښتونخوا د منرالونو پراختیا» په نوم شرکت جوړ کړي، څو د پښتونخوا خلک له خپلو ارزښتناکو کاني سرچینو استفاده وکړي.

د اپریدي په وینا، د یادې کمپنۍ د چارو په پیلېدو سره به د ناقانونه کان کېندنو مخه ونیول شي او همداراز به د کاني مافیاوو لاسونه هم لنډ شي.

هغه ویلي، په دې اړه د خلکو په منځ کې ابهامات او شکونه راپورته شوي، نو د ځايي خلکو د باور تر ترلاسه کولو پورې د یاد شرکت د جوړونې او قانوني بهیر د بشپړولو چارې دروي، خو هغه د دغو رامنځته شویو ابهاماتو او شکونو په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخې د خېبرپښتونخوا حکومت د انرژۍ، تېلو او ګازو لپاره خپله کمپنۍ د KPOGCL په نوم جوړه کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په دېره اسماعېل خان کې د واده پر مراسمو ځانمرګي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا په دېره اسماعېل خان کې د امن کمېټې د مشر نور عالم محسود په کور کې د واده پر مراسمو ځانمرګي برید کې د نور عالم محسود په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. دغه پېښه نن ماخوستن رامنځته شوې ده

د ځايي پولیسو په وینا، دغه پېښه نن ماخوستن (جمعه د سلواغې ۳مه) د دېره اسماعېل خان د قریشي موړ په سیمه کې د امن کمېټې د مشر نور عالم محسود په کور کې د واده د خوشحالیو پر مراسمو ترسره شوی دی.

سرچینې وايي، په دې ځانمرګي برید کې د نور عالم محسود په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.

د سرچینو په وینا، د دغه ځانمرګي برید له امله د یاد کور شاوخوا کې شته کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

ځايي پولیسو دمګړی سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

ویل کیږي چې نور عالم محسود تر دې مخکې د ټي‌ټي‌پي پخوانی قومندان هم وو او لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت هېڅ یو ډلې نه‌دی منلی.

د تیراه اوسېدونکي: بې‌ځایه شوي په واورو کې بند پاتې دي خو پوځ د سیمو پر پرېښودو ټینګار کوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د خیبر ولسوالۍ د تیراه درې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي، چې د وروستۍ سختې واورې ورېدو له امله ګڼ داخلي بې‌ځایه شوي کسان په واورو کې بند پاتې دي او له بلې خوا پرې پوځ فشار راوړي چې سیمې پرېږدي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د خراب موسم، تړلو لارو او یخنۍ له امله د کورنیو لېږد له جدي ستونزو سره مخ دی او ډېری خلک لا هم خوندي ځایونو ته نه دي رسېدلي.

د سیمې اوسیدونکی اشرف خان په یو غږیز پیغام کې وايي چې یو شمېر کورنۍ په واورو کې بندې پاتې دي او د حکومت له خوا د ژغورنې عملیات هم په ډېرې سستۍ سره روان دي.

بل لور ته، د خیبر ولسوالۍ مرستیال کمېشنر بلال شاهد وايي، چې د تیراه درې په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې شویو داخلي بې‌ځایه شویو کسانو د خوندي ځایونو پر لور د لېږد لپاره د ژغورنې عملیات روان دي. د نوموړي په وینا، دا عملیات د دوی تر څار لاندې پر وخت ترسره شوي، چې له امله یې ټولې اغېزمنې کورنۍ خوندي پاتې شوې دي.

د مرستیال کمېشنر د معلوماتو له مخې، د مرستندویه توکو یو کاروان د شپې له‌خوا پاینده چینې ته رسول شوی او بندې پاتې کورنۍ د همدې سیمې ښوونځیو ته لېږدول شوې دي.

د نوموړي په وینا، په تیراه دره کې د سختې واورې او باران له امله شاوخوا سل موټرې پر سړکونو بند پاتې شوې وې او د ژغورنې عملیات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د تیراه اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي، تر څو دوی په سیمه کې د وسله والو ډلو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي.

په چترال کې د واورې ښوېدنې له امله ۹ کسان مړه شوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د چترال ولسوالۍ د ډومېل په سیمه کې پر یوه کور له غره واوره راښویېدلې ده، چې له امله ۹ کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د چترال د مرستیال کمېشنر دفتر د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ډومېل په سیمه کې پر یو استوګنځي ناڅاپه واوره را وښویېده. د چارواکو په وینا، په مړه شویو کسانو کې ۴ ښځې او ۵ نارینه شامل دي او د ټولو مړو شوو جسدونه له واورو ایستل شوي دي.

بل لور ته، د خیبر ولسوالۍ د تیراه درې په بېلابېلو سیمو کې د وروستۍ سختې واورې ورېدو له امله بند پاتې شوي داخلي بې‌ځایه شوي کسان خوندي ځایونو ته د لېږد لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

د خیبر مرستیال کمېشنر بلال شاهد ویلي، چې د ضلعي د ادارې تر څار لاندې پر وخت اقدامات شوي، چې له امله یې ټول اغېزمنې کورنۍ خوندي پاتې شوې دي.

په وروستیو کې په افغانستان او پښتونخوا د درنو ورښتونو څپه راغلې، چې په بېلابېلو سیمو کې یې د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

پښتونخوا کې ناامنۍ؛ افتخار حسین وایي تیراه دره کې د پاکستان پوځي عملیات ترهګري لا ډېروي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

خېبرپښتونخوا کې د عوامي ملي ګوند مشر میا افتخار حسین وایي، په تیراه دره کې د پاکستان پوځ پلان شوي عملیات به په سیمه کې د کړکېچ د کمولو پر ځای ترهګري لا ډېره کړي. هغه باور لري، چې پوځ او د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت باید د وسله‌والو فعالیتونو کمولو لپاره پر خپلو تګلارو غور وکړي.

نوموړي د خېبر ولسوالۍ له یو شمېر اوسېدونکو سره په ناسته کې زیاته کړې، چې د پاکستاني پوځ د پلان شویو عملیاتو له کبله په دې ساړه موسم کې هره ورځ خلک له تیراه درې نورو سیمو ته وځي، څو خپل سرونه خوندي کړي او ورته هېڅ راز د پام وړ امکانات نه دي چمتو شوي.

میا افتخار حسین ټینګار کوي، چې په یاد ایالت کې د تحریک انصاف ګوند واکمن حکومت پاکستاني پوځ ته په ښکاره توګه تیراه دره کې د عملیاتو اجازه ورکړې او پرته له دې همغږۍ دا ډول عملیات نه‌شي ترسره کېدلی. د نوموړي په خبره، تیراه کې ورځ تر بلې وسله‌وال فعالیتونه ډېرېږي او له دې ور اخوا د پښتونخوا په مومندو کې هم ورته وضعیت دی.

هغه همداراز وویل: «فیض حمید ۴۰زره دهشتګرد پښتونخوا کې ځای پر ځای کړل، هغوی ته یې ځایونه ورکړل او اوس هماغه خلک فعال شوي دي». د نوموړي په وینا، فیض حمید اوس مهال د همدې کړنو له امله د خپل عمل سزا ویني.

تیراه دره کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌واله ډله فعاله ده او د اپریدو قومي مشرانو پرې جرګې وکړې چې دغه سیمې پرېږدي؛ خو هغوی ورسره ونه منله.

د اپریدو قام مشران همداراز د پاکستان پوځ ته هم په جرګه ورغلي، چې په تیراه دره کې دې عملیات نه کوي، مګر پوځي مشرانو پرې چندان غوږونه نه دي ګرولي‌ او اټکل کېږي چې د روانې جنورۍ میاشتې له ۲۵مې نېټې وروسته به دغه عملیات پیل شي.

د خېبرپښتونخوا د ایالتي حکومت سر وزیر سهیل اپريدي هم د دغو عملیاتو مخالفت کړی او تېره ورخ‌ په خېبر ولسوالۍ کې د بې‌ځایه شویو کورنیو لیدو ته هم ورغلی و. هغه تېره ورځ ویلي، د پاکستان پوځ دغه پلان شوي عملیات د پښتنو ځپل دي او د دوی ایالتي حکومت یې په مخنېوي کې ناتوانه دی.

اېمل ولي خان: محمود خان اڅکزی د پښتنو د یووالي‌ نارې هیرې کړي او د خځلو ډېران ته نږدې شوی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د اوسني ملکي حکومت خلاف د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمود خان اڅکزي تر ټاکل کېدو وروسته اېمل ولي خان رسنیو ته ویلي، چې اڅکزي اوس ځان د خځلو ډېران ته ډېر نږدې کړی او ځان به پرې ککړ کړي. هغه وایي، محمود خان اڅکزي د پښتنو د یووالي او حقونو نارې هیرې کړې دي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان، محمود خان اڅکزی د حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون د مشر په توګه نوماند کړی و او تېره اوونۍ په پارلمان کې پر دغه څوکۍ د هغه ټاکل کېدل تایید شول. د اېمل ولي خان په ګډون ګڼو پښتنو سیاستوالو د محمود خان اڅکزي پر دغه پرېکړه او نوې دندې سختې نیوکې کړې دي.

اېمل ولي خان اسلام‌اباد کې خبریالانو ته همداراز وویل: «محمود خان اڅکزي او پلار یې ښه تاریخ درلود، خو دا یې ونه ساتلو. نن ورسره د بلوچستان فکر نشته او نه هم ورسره د پښتنو فکر دی. هغه ناره یې هېره کړه چې (چترال نه تر بولانه، پښتون یو کړه محمود خانه)».

هغه نیوکه کړې، چې د تحریک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا کې د خلکو هیلې نه دي پوره کړي او د پښتنو په نامه یې خلک غولولي دي.

د اېمل ولي خان په خبره: «د پښتنو عوامو سره ډېر زیات ظلم کېږي او پښتنو ته باید دا اعتماد ورکړل شي چې هغه حقوق ورکول کېږي چې د پاکستان قانون ورکړي او باید پاکستانیان وګڼل شي».

د عوامي ملي ګوند په وینا، پاکستان کې له پښتنو سره ناسم چلند کېږي او په بېلابېلو نومونو د اسلام‌اباد له لوري ځپل شوي دي.

هغه د پاکستان حکومتي پالېسۍ ته په اشارې سره وویل: «زموږ دین هم له امریکا نه راغلی دی، زموږ جهاد هم امریکا نه راغلی او زمونږ هر څه هغوی پورې تړلې دي».

یاده دې وي، چې محمود خان اڅکزی د روانې میاشنې په ۲۶مه په رسمي ډول د پاکستان حکومت د اپوزېسیون د مشر په توګه وټاکل شو.