• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امانوېل مکرون د لمریزو عینکو جوړونکي شرکت د ونډو بیه ۴مېلیون ډالرو ته لوړه شوه

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰

فوربس مجلې راپور ورکړی، وروسته له هغه چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ د داووس په سرمشریزه کې د وینا پرمهال لمریزې عینکې په سترګو کړې د دغه عینکو جوړونکي ايټالوي شرکت (ای وېژن ټېک) ونډه شاوخوا ۴.۱ مېلیون ډالرو ته لوړه شوې.

هغه عینکې چې د فرانسې ولسمشر په سترګو کړې وې او ډېر پام یې ځانته راواړاوه، په بازار کې شاوخوا ۷۷۵ ډالره پلورل کېږي. دغه عینکې د فرانسوي زاړه شرکت هنري جولېن تولید دی، چې په ۲۰۲۳کال کې اېټالوي شرکت ای ويژن ټېک واخیست.

د همدې اېټالوي شرکت مشر استېفانو فولکیر ګارډين ورځپاڼې ته ویلي، مکرون له ۲۰۲۴کال راهيسي دغه عینکې لري؛ کله چې هغه دغه عینکې د جي۲۰ په سرمشریزه کې د ډيپلوماتیک ډالۍ په توګه ترلاسه کړې او د ځان لپاره یې هم یوه جوړه واخیستې.

امانوېل مکرون دغه عینکې د دې لپاره په سترګو کړې، چې د خپلې سترګې ټپ پټ کړي. د فرانسې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د داووس په سرمشریزه کې د پاسیفیک اېس ۱ ډبل ګولډ عینکو په کارونې سره د خواله رسنیو کاروونکو پام ځانته راواړاوه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

راجر واټرز ته د ۲۲۳ ایراني هنرمندانو لیک: له ایراني‌ ملت سره ودرېږئ

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۰

د ایران د ملي هنرمندانو د همکارۍ کور (هما) له لوري د ۲۲۳ ایراني هنرمندانو یوې ډلې د برېتانوي موسقۍ پوه راجر واټرز څخه په یوه ګډ لیک کې غوښتنه کړې، چې په خپلې خبرې له سره غور وکړي او د تاریخ په دې مهم پړاو کې له ایراني ملت سره ودرېږي.

په دغه لیک کې د نړۍ پر مېلیونونه خلکو د راجز واټرز اغېزې ته په اشارې لیکل شوي، چې ایراني لاریون کوونکي «ژوند، ازادي او انساني‌ وقار» غواړي او دغه غوښتنه یې د لیک مخاطب راجر واټرز ته یو امتیاز بللی.

راجر واټرز چې د پینک فلویډ ډلې پخوانی غړی دی، د جنورۍ په ۱۷مه په «پیرس مورګن بې‌سانسوره» پروګرام کې د مورګن د پوښتنو په ځواب کې د ایرانیانو د ملي انقلاب په اړه وویل، چې «د رژیم بدلون د ایران د خلکو غوښتنه نه‌ده» او لاریون کوونکي یوازې د «اقتصادي ستونزو» لکه د انفلاسیون او د ملي اسعارو د ارزښت کمېدو له امله اعتراض کوي.

ایراني هنرمندانو هغه ته په یوه لیک کې ویلي: «موږ تاسو سره د موسیقۍ غږوونکو، سندرغاړو او شاعرانو په توګه خبرې کوو، چې غږونه یې خاموش شوي، پر کنسرټونه یې بندیز لګول شوی، وسایل یې مات شوي او سندرې یې تبعید شوې دي».

د لیک لاسلیکوونکو د ایران د ملي پاڅون په اړه د واټرز څرګندونې «ناسمې او د سپکاوي» وړ وبللې او لیکلي یې دي: «که تاسو په ډېر غور سره واورئ؛ نو تاسو به د ایران د کوچنیو او لویو ښارونو په سړکونو کې د خلکو غږونه واورئ، چې د دغه رژیم د پای ته رسېدو او د پهلوي کورنۍ د بېرته راستنېدو لپاره غږ اوچتوي. د زړور او لوی ایراني ملت اراده د اورېدو او درناوي وړ ده».

ټرمپ: پوتین د سولې بورډ سره د یو ځای کېدو لپاره خپله کنګل شوې شتمني کاروي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ولادیمیر پوتین د سولې بورډ سره د یو ځای کېدو لپاره خپله کنګل شوې شتمني کاروی. نوموړي ویلي:« که هغه خپلې پیسې کاروي دا ښه خبره ده. زما په اند ترټولو مهمه دا ده، چې په دغه بورډ کې ټول برخه واخلي».

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کرملېن ماڼۍ کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره د لیدنې پر مهال ویلي و، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه بلنه مني چې له‌مخې یې روسیه د «غزې د سولې بورډ»‌ غړیتوب ترلاسه کوي.

پوتین په دغه لیدنه کې ټینګار کړی و، چې د سولې له پلاوي سره د روسیې د یوځای کېدو اصلي موخه د فلسطیني ولس د ګټو خوندي کول او ملاتړ دی او همداراز به د غړیتوب لپاره بورډ ته یو مېلیارډ ډالر هم ورکړي.

روسیې ویلي، دغه پیسې به له هغو روسي شتمنیو ورکړي چې دا مهال په متحده ایالاتو کې کنګل شوې دي. د دې کار عملي کېدل د امریکا د حکومت پرېکړې او اقدام ته اړتیا لري؛ څو دغه شتمنۍ ازادې شي.

په کراچۍ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۷ ته رسېدلی او ۷۷ کسان لاهم تري تم دي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګل پلازې په نوم په یوه سوداګریز مارکېټ کې د پراخې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۷ ته رسېدلی، چې تر دې مهاله یوازې د ۱۷ کسانو جسدونه پېژندل شوي دي. که څه هم له یادې پېښې شاوخوا ۶ ورځې تېرېږي؛ خو لاهم ۷۷ کسان تري تم دي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ جمعه (د سلواغې ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د کراچۍ ښار ګل پلازې ته څېرمه د لادرکه شویو کسانو د کورنیو او خپلوانو له لوري لاریونونه پيل شوي دي. د قربانیانو کورنۍ د حکومت له لوري د ژغورنې او پلټنې پر عملیاتو نیوکه کوي او وايي، چې د اورلګېدنې له پېښې ۶ ورځې تېرېږي؛ خو لا هم ۷۷ کسان تري تم دي.

د ژغورنې ډلې بیا وایي، د سوځېدلې ودانۍ د نړېدو له وېرې ماشینري د لنډمهال لپاره درول شوې او په نړېدلو برخو کې د تري تم شویو کسانو پلټنه ستونزمنه شوې ده. خو د پاکستان حکومت وایي، د تري تم شویو کسانو د موندلو هڅې یې چټکې کړې دي. په ګل پلازه کې دغه اورلګېدنه د تېرې شنبې په شپه رامنځ ته شوې وه.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د پېښې اړوند یې د عیني شاهدانو او اغېزمنو کسانو د څرګندونو پر بنسټ لومړنی راپور چمتو کړی. په راپور کې راغلي: « په ګل پلازه کې اور د مصنوعي ګلونو په یوې هټۍ کې د ماشومانو د لوبېدو پر مهال بل شوی و. ښایي ماشومانو په دغه هټۍ کې له اورلګېد یا هم لایټر سره لوبې کولې، چې له امله یې په دغه هټۍ کې اور بل شوی او وروسته بیا د برېښنا مزو ته رسېدلی».

پوتین او امریکايي استازو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

کرملېن ویلي، چې د ورسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له درېیو امریکايي استازو سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په لیدنه کې پر یوې نوې طرحې خبرې وکړې.کرملېن ویلي، چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ناوخته (د سلواغې ۲مه) په مسکو کې شوې دي.

کرملېن ویلي، چې په امریکايي پلاوي کې د سټیو ویټکوف، جیرډ کوشنر او د ټرمپ د «سولې پلاوي» جګپوړی سلاکار جوش ګرونبام شامل وو.

کرملېن زیاته کړې، چې له پوتین سره په یاده لېدنه کې د تېرو ناستو په څېر د هغه د بهرنۍ پالیسۍ مرستیال یوري اوشاکوف او ځانګړی استازی کېریل دیمیتریف هم حضور درلود.

د پوتین او امریکايي استازو تر منځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د نوې طرحې په تړاو اضافي جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

د پوتین او د امریکا د استازو ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه پر داسې مهال خبرې شوي، چې ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو: «یوه معامله تر ډېره حده نږدې شوې ده».

د پوتین او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو له پیل څخه څو دقیقې وروسته روسیې اعلان وکړ، چې د خپلو ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو ګزمه یې کړې ده. د راپورونو له‌مخې، روسیې دا کړنه د امریکايي استازو پر وړاندې د ځواک ښودلو په موخه ترسره کړې ده.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه له نږدې څلورو کلونو راهیسې دوام لري او ټرمپ هڅه کوي، چې یاده جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

روسیې د جګړې درولو لپاره غوښتي، چې اوکراین دې د ډونټسک سیمې ۲۰ سلنه خاوره روسیې ته تسلیم کړي، خو زېلېنسکي بیا د یادې خاورې له ورکړې ډډه کوي او همدارنګه روسیه غواړي، چې اوکراین په ناټو کې د شاملېدو له هڅو هم لاس پر سر شي.

امریکا رسماً د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه ووتله

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۰

امریکا د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په رسمي ډول په روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) کې خپل غړيتوب پای ته ورساوه. د ډونالډ ټرمپ حکومت د دې پرېکړې د توجیه لپاره ويلي، چې د ملګرو ملتونو اړوند دغه روغتيايي سازمان د کرونا وبا (کووېډ۱۹) د سم مديريت په برخه کې پاتې راغلی دی.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د ۱۴۰۳ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د يوه اجرايوي فرمان له لارې له دې سازمان څخه د وتلو امر صادر کړی وو.

د امريکا د روغتيا وزارت يوه چارواکي ويلي، هېواد يې نه‌غواړي حتی د ناظر غړي په توګه هم ملګرو ملتونو پورې تړلي دغه سازمان کې پاتې شي.متحده ایالتونو اعلان کړی، د دې پر ځای چې د نړۍوالو سازمانونو له لارې همکاري وکړي، غواړي د ناروغيو د څار، عامې روغتيا او نورو مهمو روغتيايي مسايلو په برخو کې له نورو هېوادونو سره نېغ په نېغه همکاري وکړي.

د امريکا د پورونو پر سر لانجه

د امريکا د قوانينو له‌مخې، دغه هېواد مکلف دی، چې لږ تر لږه يو کال مخکې د وتلو خبر ورکړي او خپل ټول پاتې مالي پورونه چې شاوخوا ۲۶۰ ميليونه ډالره کېږي د سازمان تر پرېښودو دمخه تصفيه کړي، خو امريکا د دغو پورونو له ورکولو هم ډډه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲مه) په یوه برېښنالیک کې رویټرز خبري اژانس ته لیکلي: «د امريکا خلکو له خپلې برخې څخه زیاتې پیسې دې سازمان ته ورکړي دي».

له دې سره سم، د امريکا د روغتيا او بشري خدمتونو وزارت اعلان کړی، چې حکومت د نړۍوال روغتيايي سازمان له بودجې څخه خپله مالي ونډه په بشپړ ډول پرې کړې ده. رویټرز راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ د سویس په جېنوا ښار کې د نړۍوال روغتيايي سازمان له مرکزي دفتر څخه د امريکا بيرغ هم ښکته کړای شو.

په وروستيو اوونيو کې متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو له يو شمېر نورو اړوندو سازمانونو څخه د وتلو لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي دي.

د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امريکا وتنه په دغه بنسټ کې د سخت مالي بحران لامل شوې او له امله يې په اداري برخه کې پراخ کموالی راغلی او ګڼ شمېر کارکوونکي یې له دندو ګوښه شوي دي. واشنګټن تر دې مخکې د دغه سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړ کوونکی وو او د ټولې بودجې شاوخوا ۱۸سلنه يې برابروله.

تمه کېږي، چې دغه سازمان په راتلونکو شاوخوا شپږو مياشتو کې نږدې يو پر څلورمه برخه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. له دې سربېره، روغتيايي کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه د امريکا وتنه کولی شي په نړۍواله کچه د روغتيايي ګواښونو د پېژندنې او چټک غبرګون سيستمونه په جدي ډول کمزوري کړي.

د یادونې ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان له روغتیا سکټور سره هم همکاري لري او پر دغه سازمان د امریکا د مرستو په بندېدو سره ښايي په افغانستان کې یې هم چارې ټکنۍ او یا هم په ټوله کې راکمې شي.