• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د ایران اړوند پر اتو سمندري شبکو او نهو بېړیو بندیزونه ولګول

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د امریکا د خزانې وزارت د ایران اړوند ۸ سمندري شبکې او ۹ بېړۍ د دغه هېواد د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د نفتي موادو او محصولاتو د صادراتو له امله تحریم کړي دي. په هند کې د ایت او په لېبریا کې د بنوېل شرکتونو حقوقي کسان هم تحریم شوي دي.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، په عمان کې د تورې ډبرې نفت او ګازو شرکت، په سېشل کې د ګالران خدماتي شرکت، په دوبۍ کې د هورایزون هاروست ټرانسپورټي شرکت، په جزایر کې د لانګویتي لېمېتد، اودیسه مارین او ټرېد بریج ګلوبل هغه شرکتونه دي چې په دې نوملړ کې شامل دي.

دغه وزارت همداراز د پالایو، پاناما او کومور بیرغ لرونکې بېړۍ هم تحریم کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، د نفتي موادو د صادراتو له درکه د دغو تحریم شویو بېړیو او شرکتونو له لارې ترلاسه کېدونکي عواید، «چې د ایران ولس حق کېږي او د دې پر ځای چې د ایران زړور ولس د اقتصاد د ښه‌والي لپاره ولګول شي، په سیمه کې د نیابتي ترهګرو ډلو پر ملاتړ، تسلیحاتي پروګرامونو او د رژيم د امنیتي خدماتو» په برخو کې لګول کېږي.

ایران لا تر اوسه د امریکا د دغو بندیزونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د امریکا د کډوالۍ پر تګلارو اندېښنه څرګنده کړې

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک، نن د جمعې په ورځ د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي د کډوالۍ تګلارې یې د فردي حقونو او نړیوالو قوانینو سره سمون لري. نوموړي په ځانګړي ډول د کډوالو د نیونو او د زور د کارولو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

ولکر ترک وویل چې کډوال تر څارنې وروسته نیول کېږي او په ځینو مواردو کې دا نیونې له تاوتریخوالي سره مل وي. د هغه په وینا، دا عملیات حتا په روغتونونو، کلیساوو، جوماتونو، محکمو، بازارونو، ښوونځیو او د خلکو په شخصي کورونو کې ترسره شوي، چې ډېری وخت یوازې د شک پر بنسټ وي چې دغه کسان بې اسناده کډوال دي.

د راپورونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د سیاستونو له سختېدو وروسته شاوخوا درې زره وسله‌وال او نقاب‌لرونکي ماموران د مینیاپولیس ښار ته ولېږل شول، څو هغه کسان ونیسي چې د چارواکو په وینا د کډوالۍ قوانین یې نقض کړي دي.

وروسته له هغه چې د جنورۍ په اوومه د کډوالۍ یوه ۳۷کلنه امریکایۍ ماموره رني ګوډ، چې د درې ماشومانو مور وه، په ډزو ووژله، یاد ښار له تاوتریخوالي او پراخو اعتراضونو سره مخ شو.

په دې تړاو، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي چې «د افراطي چپ لوري پاروونکي» او نه همکار محلي چارواکي د سړکونو د ګډوډیو مسوولیت لري.

ولکر ترک ټینګار کړی چې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو پر مهال داسې ځواک کارول شوی چې «غیر ضروري او نامتناسب» دی. هغه زیاته کړې چې زور باید یوازې د وروستي انتخاب په توګه وکارول شي او هغه مهال چې یو کس د نورو د ژوند لپاره سمدستي ګواښ وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر همدارنګه ویلي چې امریکا باید نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو پر مهال د عادلانه قضایي بهیر اصول رعایت کړي.

نوموړي د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف‌ ځایونو کې د مړینو د زیاتوالي په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۳۰ مړینو راپور ورکړل شوی او د روان کال تر اوسه شپږ نورې پېښې ثبت شوې دي.

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ: مه پرېږدئ چې د طالبانو جنایتونه عادي او بنسټیز شي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ وایي، چې د طالبانو له‌خوا د محکمو لپاره تصویب شوې «جزایي اصول‌نامه» په افغانستان کې تاوتریخوالی بنسټیز او قانوني کوي. دغه غورځنګ له خلکو غوښتي چې طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې خپل جنایتونه د قانون تر نامه لاندې عادي او رسمي کړي.

یاد غورځنګ نن د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، طالبان دا اصولنامه د خپل واک د ټینګښت او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د لا سخت ځپلو په موخه جوړه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، دغه اصول‌نامه غلامي ترویجوي، د سزا بنسټ د ملايانو پر امر او تفسیر ږدي، د ښځو ازادي نوره هم محدودوي، فرهنګي مناسبتونه جرم ګڼي، د مخالفانو وژنه روا بولي، پر مذهبي ازادیو فشار زیاتوي او تاوتریخوالي ته مشروعیت ورکوي.

د ښځو د سولې او ازادۍ غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان د بشري حقونو د سیستماتیکو سرغړونو او د ښځو پر وړاندې د جرمونو د عادي کولو له امله حساب ورکولو ته راوبولي.

دغه غورځنګ همداراز پر طالبانو د اغېزمنو او هدفمند سیاسي او دیپلوماتیکو فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د تبعیض او سیستماتیک ځپنې د پای ته رسولو لپاره باید بېړني او جدي اقدامات وشي.

په افغانستان کې د ناټو د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونو د بریتانیا قهر راوپاروه

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د ډونالد ټرمپ هغه څرګندونو چې ویلي یې دي «د ناټو متحدینو په افغانستان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ګډون نه دی کړی،» د بریتانیا د سیاستوالو سخت غبرګون راپارولی. ټرمپ ویلي چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په پرتله شاته پاتې شول او د «لومړۍ کرښې» څخه لرې شول.

د امریکا ولسمشر په یوې نوې مرکې کې له فاکس نیوز سره ویلي چې هغه «باوري نه دی» چې ناټو به «په سخت وخت کې د امریکا ترڅنګ ودرېږي».

هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله دوی ته اړتیا نه لرله. هغوی به وايي چې ځواکونه یې افغانستان ته ولېږل.هو، دا رښتیا ده، خو لږ شاته پاتې شول او د لومړۍ کرښې څخه لرې پاتې شول.»

د ناټو عمومي منشي د ډاووس اقتصادي غونډې په څنډه کې، د ټرمپ سره په لیدنه کې ټینګار کړی و که چیرې د سپټمبر ۱۱مې پېښې په څیر امریکا ته کوم ګواښ پیښ شي، متحدین به بې له شکه د دې هېواد ترڅنګ ودرېږي.

مارک روټه ټرمپ ته وویل چې تاسو په بشپړه توګه باوري نه یاست چې اروپایان به د امریکا په وړاندې د برید په صورت کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «اجازه راکړئ ووایم هغوی به راشي. او لکه څنګه چې پوهېږئ، افغانستان ته هم راغلل او د امریکایانو لپاره چې لویه قرباني یې ورکړه، هغه سرتېری و چې د ناټو له بل هېواد څخه و چې کور بیا ستون نه شو».

بریتانیا د افغانستان دشل کلنې جګړې په ترڅ کې ۴۵۷سرتېري له لاسه ورکړل چې د متحدینو په منځ کې د نفوس په نسبت تر ټولو زیات تلفات دي.کاناډا ۱۶۵او ډنمارک ۴۴سرتېري تلفات ورکړل.

ناټو د سپټمبر ۱۱بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره د دفاعي تړون پنځمه ماده فعاله کړه.

د بریتانیا د روغتیا وزیر سټیون کیناک د جمعې په ورځ له سکای نیوز سره په مرکه کې د ټرمپ څرګندونې «ډېرې مایوسه کوونکې» وبللې او وویل: «واقعاً بله لار نشته چې دا تشریح کړو.»

هغه ټینګار وکړ چې دغه ادعاوې «هیڅ بنسټ نه لري.» هغه زیاته کړه: «هر څوک چې د بریتانوي ځواکونو قرباني تر پوښتنې لاندې راولي، په ښکاره ډول تېروتنه کوي.»

کیناک د بي بي سي سره په مرکه کې هم وویل: «په دې وخت کې غوره ده چې خپل ذهن له هغو خبرو چې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري، لیرې وساتو.»

د امریکا او بریتانیا اړیکې په وروستیو اونیو کې تر فشار لاندې وې. ټرمپ لومړی بریتانیا د لندن د ډنمارک سره د ګرینلند په موضوع کې د ملاتړ له امله د سوداګریزو تعرفو له ګواښ سره مخ کړ، بیا یې شاته شو او په عین وخت کې د چاګوس ټاپوګانو د راتلونکي په اړه د لندن تړون په لفظي توګه نیوکه وکړه.

د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیټې رییسې امیلي تورنبريد ټرمپ خبرې «تېروتنه» او د قربانیانو د غمجنو کورنیو لپاره «روښانه سپکاوی» وباله.

د لیبرال ډیموکرات ګوند مشر او د ټرمپ سخت منتقد اډ دیوي، دې ته په اشاره چې د امریکا ولسمشر «پنځه ځله د پوځي خدمت څخه معاف شوی» وویل: «هغه په کوم جرأت د نورو قرباني تر پوښتنې لاندې راوړي؟»

څو بریتانوي د پارلمان استازو چې پخپله یې په افغانستان کې د خدمت تجربه لرلې ده، د ټرمپ څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی دی.

د کارګر ګوند استازی او د پخواني سلطنتي هوایي ځواک افسر کالوین بیلي وویل چې دا څرګندونې «له هغه واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري چې موږ هلته تجربه کړ.»

د محافظه کار ګوند استازی او د بریتانیا پخوانی پوځی کپتان بن اوبِس جکتی هم وویل: «دا چې زموږ هېواد او د ناټو د نورو شریکانو قرباني تر دې حده کم اهمیته ښودل کېږي، د تأسف وړ ده.»

د ایران بهرنیو چارو وزارت: د اروپايي پارلمان پرېکړه‌لیک بې اساسه او مداخله کوونکی دی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اروپايي پارلمان هغه وروستی پرېکړه‌لیک په سختو ټکو غندلی او ویلې یې دي چې د ایران د وروستیو پېښو په اړه پکې «بې‌اساسه، ناسمې او مداخله‌کوونکې ادعاوې» مطرح شوې دي.

دیاد وزارت په خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، راغلي اروپايي پارلمان د ایران پر وړاندې د امریکا د ناقانونه او ظالمانه بندیزونو د ملاتړ، او همدارنګه د صهیونیستي رژیم سره د همکارۍ له امله، د ایراني ملت د بشري حقونو د نقض له اصلي عاملینو څخه شمېرل کېږي او له همدې کبله د بشري حقونو په اړه د قضاوت اخلاقي صلاحیت نه لري.

په خبرپاڼه کې د اروپايي پارلمان دریځ د فلسطینیانو د روانې نسل‌وژنې په وړاندې «تاییدوونکې چوپتیا» بلل شوې او ټینګار شوی چې د اسراییل د پرله‌پسې جنایتونو پر وړاندې د اروپا دوه‌ګونی چلند، د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت په اړه د هغوی ادعاوې بې‌اعتباره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د اروپايي پارلمان د پرېکړه‌لیک جوړوونکو په شعوري ډول د صهیونیستي رژیم او جګړه‌غوښتونکو امریکایي کړیو له‌خوا خپاره شوي دروغ د خپل کار بنسټ ګرځولي او سره له دې چې مستند شواهد موجود دي، د ایران د امنیتي ځواکونو او قانوني بنسټونو پر وړاندې یې تکراري او مغرضانه تورونه مطرح کړي دي.

اعلامیه همدارنګه د دې پرېکړه‌لیک محتوا د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقو له بنسټیزو اصولو، په ځانګړي ډول د ملي حاکمیت د درناوي او د نه‌مداخلې له اصل، ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو زوارت په دې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د خپل اساسي قانون او نړیوالو ژمنو پر بنسټ، د ملت د بنسټیزو حقونو، د وګړو د امنیت، عامه نظم او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره به له هر ډول ترهګریز اقدام، بهرني ګواښ او مداخلې سره په قاطع ډول مقابله وکړي.

په پای کې، د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو او د هېواد د امنیتي بنسټونو پر وړاندې هر ډول ناقانونه او مداخله‌کوونکې پرېکړه یا اقدام به د متقابل غبرګون سره مخ شي.

اروپايي پارلمان د پنجشنبې په ورځ په یوه پرېکړه لیک کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ایران د حکومت چلند، د هغوی وژل او بندي کول په کلکه غندلي او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې سملاسي تاوتریخوالی ودروي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.

دا پرېکړه‌لیک د پنجشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان په عمومي غونډه کې په ۵۶۲موافقو، ۹مخالفو او ۵۷ممتنع رایو تصویب شو.

د اروپايي پارلمان غړو له اروپايي شورا وغوښتل چې د سپاه پاسداران ځواک، د بسیج ملیشې او قدس ځواک د ترهګرو سازمانونو په توګه وپیژني. اروپایي ټولنې پر ایران د بندیزونو د پراخولو، د شتمنیو کنګل کولو او د ویزو بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده.

هسپانیا د ټرمپ د «سولې بورډ» سره نه یوځای کېږي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د هسپانیا لومړي وزیر اعلان کړی چې هېواد به یې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له‌خوا جوړ شوي د «سولې بورډ»سره، چې موخه یې د نړیوالو شخړو مهارول دي، یوځای نه شي. پدرو سانچز ویلي، دا پرېکړه د هسپانیا له بهرنۍ تګلارې، چې پر څو‌ اړخیزتوب او د ملګرو ملتونو نظم پر ساتنه ولاړه ده، سره سمون لري.

هغه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له غونډې وروسته رسنیو ته وویل: «موږ له دې بلنې مننه کوو، خو په دې نوښت کې به ګډون ونه کړو.» نوموړي زیاته کړه چې په یاد سولېز بورډ کې د فلسطین خپلواکه اداره شامله نه ده، چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

واشنګټن ویلي چې د سولې دا بورډ به د اوربند په منځګړیتوب او څارنه، د امنیتي ترتیباتو په تنظیم او له جګړو وتلو سیمو کې د بیا رغونې د همغږۍ په برخه کې مرسته وکړي.

دغه بورډ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ جوړ کړی او خپله یې مشري هم پر غاړه لري. ټرمپ د دې بورډ د اساسنامې د لاسلیک پر مهال وویل چې دا به له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه پراخ ظرفیتونه لري، خو تر اوسه په بشپړه توګه نه دي کارول شوي.

د امریکا دودیز متحدان لکه کاناډا، بریتانیا او د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه، پرته له هنګري او بلغاریا، د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د دې بورډ د رسمي معرفۍ په مراسمو کې حاضر نه وو.

بلخوا، اسراییل او د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونه لکه قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان د ټرمپ د سولې له پلاوي سره یوځای شوي دي.