طالبانو ۲۰ کیلوګرامه خام سره زر د پروسس لپاره ازبکستان ته واستول

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو۲۰ کیلوګرامه خام سره زر، چې ارزښت یې شاوخوا ۲،۹ میلیونه ډالره کېږي، د پروسس په موخه ازبکستان ته صادر کړي دي.

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو۲۰ کیلوګرامه خام سره زر، چې ارزښت یې شاوخوا ۲،۹ میلیونه ډالره کېږي، د پروسس په موخه ازبکستان ته صادر کړي دي.
د ازبکستان چارواکو ویلي، دا سره زر به د سرخاندریا په سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د هوکړو په چوکاټ کې پروسس شي. د کازینفورم د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتي سرو زرو رسمي پروسس د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه پیل شوی دی.
یاد سره زر د «ترمذ ګولډ پروډکشن» شرکت ته سپارل شوي، چې د ترمذ د نړیوال سوداګریز مرکز په ازاد اقتصادي زون کې فعالیت کوي او د ګاڼو د تولید په برخه کې تجربه لري.
د ازبکستان چارواکو ویلي، هغه سره زر چې پخوا یوازې د دې هېواد له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېدل، اوس به په کور دننه د لوړ ارزښت لرونکو نیمهچمتو ګاڼو په محصولاتو بدل او وروسته به صادر شي.
د سرخاندریا د ګمرک ادارې په وینا، دا پروژه د ځایي چارواکو او د ازبکستان د ګمرک کمېټې په ملاتړ عملي کېږي او موخه یې د ګمرکي پروسو اسانتیا، د صنعتي ظرفیت لوړول او د ګاڼو د صنعت پیاوړتیا ده.
ازبکستاني مسوولینو ټینګار کړی چې دا اقدام به د پانګونې فضا ښه کړي، صادرات به زیات کړي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ به د کانونو په برخه کې اقتصادي همکاریو ته لا وده ورکړي.