• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنعت خونې ۳۰مه غونډه په کراچۍ کې ترسره شوه

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۰

د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنعت خونې ۳۰مه غونډه د پاکستاني سوداګرو فډراسیون په کوربتوب د جمعې په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې په کراچۍ کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري هم ګډون درلود.

په کراچۍ د طالبانو کونسلګرۍ د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنعت خونې د غړو هېوادونو تر منځ د سیمه‌ییز اتصال پر عملیاتي کېدو، د سوداګرۍ چارو د اسانولو، ټرانسپورټي سیستم، سیاحت، صنعت، پانګونو او د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د ارتقاء په تړاو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ او صنعت خونې ۳۰مه غونډه د اسلامي سوداګریزې پراختیایي خونې په همکارۍ جوړه شوې وه.

سره له دې چې، له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري او ځمکنی ټرانسپورټ په ټپه درېدلی، خو بیا هم په‌کې په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري هم ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په ګډون یاد سازمان ۱۰ غړي لري او د طالبانو استازي هم د تېر جمهوري نظام د ملي بیرغ تر سیورې لاندې په یاده غونډه کې ګډون درلود.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د پولنډ لومړی وزیر: د افغانستان په جګړه کې وژل شوي پولنډي سرتېري باید ټرمپ ته ور یاد شي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د پولنډ لومړي وزیر ویلي، د افغانستان په جګړه کې باید د وژل شویو پنځو پولنډي سرتېرو د جنازې او رخصتۍ پر ورځ، د هغوی قرباني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ور یادې کړای شي. هغه زیاتوي: «په هماغه ورځ لوړپوړو امریکايي پوځي افسرانو ماته ډاډ راکړ چې دا قربانۍ به هېڅکله هېرې نه‌شي»

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې ډونالډ ټرمپ تازه د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول کم‌اهمیته بللی دی. د پولنډ پخواني لومړي وزیر ډونالډ توسک د هغو پنځو پولنډي سرتېرو پېښې ته اشاره کړې چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په سوېل ختیځ د غزني ولایت کې ووژل شول.
ښاغلي توسک وویل، کله چې د دغو سرتېرو جنازې بدرګه کېدې، نو لوړپوړي امریکايي افسران هم هلته حاضر وو.
هغه هیله وښوده، چې امریکایان به خپلې هغه ژمنې او خبرې هېرې نه کړي. په همدې وخت کې، د پولنډ د دفاع وزیر ولادیسلاو کوشینیاک کامیش هم ویلي، چې پولنډ تل د ناټو یو مسوول او د باور وړ متحد پاتې شوی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د پولنډ پوځ د افغانستان او عراق په ماموریتونو کې د خپلو متحدینو ترڅنګ اوږه په اوږه برخه اخیستې ده. نوموړي زیاته کړې، پولنډ دا مهال هم د ناټو په بېلابېلو عملیاتو کې فعاله ونډه لري.

بلخوا، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۲مه) د سویس په داووس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې په څنډه کې له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول لوی ښودل شوی دی.
هغه ادعا وکړه، چې غېرامریکايي ځواکونه «له لومړۍ کرښې لږ شاته او لرې» ځای پر ځای شوي وو.
ټرمپ په همدې مرکه کې دا شک هم څرګند کړ، چې که پر امریکا برید وشي، ایا د ناټو غړي به لکه څرنګه چې تمه ترې کېږي، د دې هېواد د دفاع لپاره راودانګي او که نه؟

تر دې وړاندې، د برېټانیا چارواکو هم د ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې دریځ نیولی و. هغوی ټینګار کړی و، چې د ناټو د تړون «پنځمه ماده» تر اوسه یوازې یو ځل، هغه هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته فعاله شوې ده.
په هماغه وخت کې ناټو پرېکړه وکړه، څو د ګډې دفاع په چوکاټ کې له امریکا سره همکاري وکړي.

د دې مادې له مخې، که د ناټو پر کوم غړي په اروپا یا شمالي امریکا کې وسله‌وال برید وشي، دا برید به د ټولو غړو پر وړاندې تېری ګڼل کېږي او هر غړی هېواد مکلف دی هغه اقدامات ترسره کړي، چې اړین یې وبولي.

د طالبانو د کار عالي شورا د کارګرانو د حقونو پر تامین ټينګار وکړ

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له کاري شریکانو او خصوصي سکټور سره د کارګرو د کاري حقونو د خوندینې په تړاو غونډه کې د کارګرانو حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی، خو د خصوصي سکټور یو شمېر کارګر د خپلو بنسټونو له‌خوا د کاري چاپېریال او همداراز پر وخت د تنخواوو له نه‌ورکړې شکایت لري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چار وزارت د قواعدو او د کار شرایطو د ښه‌والي رييس حسین احمد مدني په دې غونډه کې وویل، له همکارو او غېر دولتي ادارو سره په همغږۍ هڅې کوي، چې کارګرو او کارکوونکو ته خوندي کاري چاپېریال برابر کړي، عادلانه مزد تعیین کړي او په ټوله کې د کارګرانو حقوق تامین کړي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کار عالي شورا په تخنیکي غونډه کې په هېواد کې د کار بازار د اړتیاوو، د وزارتونو او خصوصي سکټور ترمنځ په غوره همغږۍ، د تولیدي ظرفیتونو په لوړولو،د کار اړوند تقنیني اسنادو، مقرراتو او طرزالعملونوله تطبیق څخه د څار، د کاري چاپېریال د خونديتوب او غوره‌والي، د کارګر او کار فرما ترمنځ د غوره کاري اړیکو، د نړۍوالو کاري معیارونو تطبیق، د کار بازار د تنظیم او د کارګرو د مزد او د مزد څرنګوالي په اړه هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په اداره او خصوصي سکټور کې کارکوونکي د تنخواوو له ځنډېدو او همداراز په تنخواوو کې د توازن له نشتوالي شکایت لري.

مهاجر فراهي: موږ یوازې د قران په رڼا کې د شرعي احکامو په پلي کولو پابند یو

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، د دوی د نظام ټول قوانین پر قران‌کریم، حدیثونو او حنفي فقهې باندې ولاړ دي. د هغه په وینا، نظام یې یوازې د شرعي احکامو په پلي کولو پابند دی.

جمعه د (سلواغې ۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دوی محاکمې د همدې شرعي قوانینو پربنسټ خپلې پرېکړې کوي. حیات‌الله مهاجر فراهي وړاندې لیکي: «هغوی چې د نړۍوالو نورمونو او قوانینو رنګین شعارونه بدرګه کوي، همدا اصول دې د غزې پر ورانوونکو عملي کړي».

د دغه طالب چارواکي څرګندونې د ملا هبت‌الله له لوري د «جزایي اصول‌نامې» د توشېح شوي قانون په ملاتړ کې شوي دي. د طالبانو د مشر له لوري په دې تازه کړنلاره کې ملایانو ته له جزایي مسایلو څخه ځانګړی معافیت ورکړل شوی او پر عامو افغانانو برتر ګڼلي دي.

په دې کړنلاره کې بیا عامو افغانانو ته سختې سزاوې ټاکل شوي او د خلکو فردي ازادي او حقوق هم په‌کې په لویه کچه سلب شوي دي. افغان سیاستوالو او حقوق پوهانو د ملا هبت‌الله دغه تازه کړنلاره د نړۍوالو قوانینو او انساني اصول خلاف بللې ده.

حبیب‌الرحمان حکمتیار: د انسانانو په طبقو وېشل د جاهلیت او غلام د دورې کړنه ده

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار د طالبانو تازه «جزایي اصول‌نامې» ته په اشارې سره وایي، د انسانانو په طبقو وېشل د جاهلیت او غلامۍ له دورې پاتې عمل دی. هغه وایي، طالبان پر افغانانو د اسلام په نوم بې‌عدالتي تپي.

هغه جمعه د (سلواغې ۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې «په اسلام کې هېڅ انسان پر بل برتري نه لري او ټول انسانان سره برابر دي». د نوموړي په وینا، حتی پیغمران هم په اسلامي شریعت کې له عدالت څخه مستثنا نه دي او د قران‌کریم په هېڅ ځای کې دا نه دي راغلي، که ملا ګناه وکړي؛ نو د نورو انسانانو پرتله دې ورسره بېل ډول چلند وشي.

هغه زیاتوي: «هېڅ عقل او منطق دا خبره نه مني او هېڅ دین دا عدالت مترادف نه بولي».

د حبیب‌الرحمان حکمتیار په لیکنه کې ویل شوي، چې ټول انسانان له غوښې او وینې پیدا، د هېڅ چا وینه تر بل رنګینه نه ده او سره هېڅ ډول توپیر نه لري. د ګلبدین حکمتیار زوی تر دې وړاندې هم د طالبانو په سیاستونو او کړنو توندې نیوکې کړې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله تازه د «جزایي اصول‌نامې» په نوم قانون توشېح کړی، چې په‌کې یې ملایان د عامو وګړو پرتله برتر بللي او ځانګړی معافیت یې ورته ورکړی دی. د افغانستان ګڼو سیاستوالو دا کړنلاره طبقاتي بللي او د طالبانو د استبدادي رژیم د محدودیتونو او بندیزونو دوام یې بللی دی.

د افغان اېواک اېتلاف مشر: لا هم امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لپاره مبارزه کوو

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ بنسټ مشر شان وانډایور وایي، دوی لا هم امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لپاره مبارزه کوي. د نوموړي په وینا، دغو پناه غوښتونکو کې د کډوالۍ ځانګړو ویزو لرونکي (اېس‌ای‌وي)، پي۱، پي۲ او ورته نور مهاجرتي بهیرونه شامل دي.

جمعه د (سلواغې ۳مه)‌ نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه یوه وېډیويي پیغام کې زیاته کړې، چې بنسټ یې همداراز په متحده ایالتونو کې مېشتو افغانانو د مهاجرتي برخلیک په تړاو هم هڅې کوي. د نوموړي په وینا، د دوی په کار لومړیتوبونه کې لا هم په درېیمو هېوادونو کې د امریکا د کډوالۍ قضیې لرونکي افغانان شامل دي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې امریکا ته د افغانانو پر سفرونو بندیز لګولی او هر ډول مهاجرتي ویزې او پروګرامونه یې ځنډولي دي. څو میاشتې وړاندې په واشنګټن کې د یوه افغان رحمان‌الله لکڼوال له لوري د ملي ګارډ پر دوه عسکرو ډزې وشوې چې یوې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې پېښې وروسته ټرمپ پر افغانانو ټول پروګرامونه ودول او همداراز یې خپل حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې تر ۲۰۲۱ وروسته دغه هېواد ته د داخل شویو افغانانو قضیې او امنیتي شالید دې له سره وڅېړي. هغه دا ادعا هم کوله، چې بایډن د یوې نامنظمې پروسې له لارې افغانان له کابل څخه امریکا ته ولېږدول او په دې پروګرام هېڅ ډول امنیتي پلټنې نه دي شوي.

د ټرمپ دا پرېکړه د کډوالو ګڼو سازمانونو غندلې او نیوکې شوي، چې له همدې امله په افغانستان کې د امریکا مخکېني متحدینو له جدي ګواښونو سره مخ شوي دي. همداراز د افغان اېواک په ګډون یو شمېر نورو سازمانونو هم نیوکې کړي، چې د ټرمپ دغو بندیزونو په پاکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې د امریکا د قضیو په تمه د مېشتو افغانانو د ډیپورټ ګواښ هم ډېر کړی دی.