• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کار عالي شورا د کارګرانو د حقونو پر تامین ټينګار وکړ

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له کاري شریکانو او خصوصي سکټور سره د کارګرو د کاري حقونو د خوندینې په تړاو غونډه کې د کارګرانو حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی، خو د خصوصي سکټور یو شمېر کارګر د خپلو بنسټونو له‌خوا د کاري چاپېریال او همداراز پر وخت د تنخواوو له نه‌ورکړې شکایت لري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چار وزارت د قواعدو او د کار شرایطو د ښه‌والي رييس حسین احمد مدني په دې غونډه کې وویل، له همکارو او غېر دولتي ادارو سره په همغږۍ هڅې کوي، چې کارګرو او کارکوونکو ته خوندي کاري چاپېریال برابر کړي، عادلانه مزد تعیین کړي او په ټوله کې د کارګرانو حقوق تامین کړي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کار عالي شورا په تخنیکي غونډه کې په هېواد کې د کار بازار د اړتیاوو، د وزارتونو او خصوصي سکټور ترمنځ په غوره همغږۍ، د تولیدي ظرفیتونو په لوړولو،د کار اړوند تقنیني اسنادو، مقرراتو او طرزالعملونوله تطبیق څخه د څار، د کاري چاپېریال د خونديتوب او غوره‌والي، د کارګر او کار فرما ترمنځ د غوره کاري اړیکو، د نړۍوالو کاري معیارونو تطبیق، د کار بازار د تنظیم او د کارګرو د مزد او د مزد څرنګوالي په اړه هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په اداره او خصوصي سکټور کې کارکوونکي د تنخواوو له ځنډېدو او همداراز په تنخواوو کې د توازن له نشتوالي شکایت لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

مهاجر فراهي: موږ یوازې د قران په رڼا کې د شرعي احکامو په پلي کولو پابند یو

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي وايي، د دوی د نظام ټول قوانین پر قران‌کریم، حدیثونو او حنفي فقهې باندې ولاړ دي. د هغه په وینا، نظام یې یوازې د شرعي احکامو په پلي کولو پابند دی.

جمعه د (سلواغې ۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دوی محاکمې د همدې شرعي قوانینو پربنسټ خپلې پرېکړې کوي. حیات‌الله مهاجر فراهي وړاندې لیکي: «هغوی چې د نړۍوالو نورمونو او قوانینو رنګین شعارونه بدرګه کوي، همدا اصول دې د غزې پر ورانوونکو عملي کړي».

د دغه طالب چارواکي څرګندونې د ملا هبت‌الله له لوري د «جزایي اصول‌نامې» د توشېح شوي قانون په ملاتړ کې شوي دي. د طالبانو د مشر له لوري په دې تازه کړنلاره کې ملایانو ته له جزایي مسایلو څخه ځانګړی معافیت ورکړل شوی او پر عامو افغانانو برتر ګڼلي دي.

په دې کړنلاره کې بیا عامو افغانانو ته سختې سزاوې ټاکل شوي او د خلکو فردي ازادي او حقوق هم په‌کې په لویه کچه سلب شوي دي. افغان سیاستوالو او حقوق پوهانو د ملا هبت‌الله دغه تازه کړنلاره د نړۍوالو قوانینو او انساني اصول خلاف بللې ده.

حبیب‌الرحمان حکمتیار: د انسانانو په طبقو وېشل د جاهلیت او غلام د دورې کړنه ده

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار د طالبانو تازه «جزایي اصول‌نامې» ته په اشارې سره وایي، د انسانانو په طبقو وېشل د جاهلیت او غلامۍ له دورې پاتې عمل دی. هغه وایي، طالبان پر افغانانو د اسلام په نوم بې‌عدالتي تپي.

هغه جمعه د (سلواغې ۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې «په اسلام کې هېڅ انسان پر بل برتري نه لري او ټول انسانان سره برابر دي». د نوموړي په وینا، حتی پیغمران هم په اسلامي شریعت کې له عدالت څخه مستثنا نه دي او د قران‌کریم په هېڅ ځای کې دا نه دي راغلي، که ملا ګناه وکړي؛ نو د نورو انسانانو پرتله دې ورسره بېل ډول چلند وشي.

هغه زیاتوي: «هېڅ عقل او منطق دا خبره نه مني او هېڅ دین دا عدالت مترادف نه بولي».

د حبیب‌الرحمان حکمتیار په لیکنه کې ویل شوي، چې ټول انسانان له غوښې او وینې پیدا، د هېڅ چا وینه تر بل رنګینه نه ده او سره هېڅ ډول توپیر نه لري. د ګلبدین حکمتیار زوی تر دې وړاندې هم د طالبانو په سیاستونو او کړنو توندې نیوکې کړې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله تازه د «جزایي اصول‌نامې» په نوم قانون توشېح کړی، چې په‌کې یې ملایان د عامو وګړو پرتله برتر بللي او ځانګړی معافیت یې ورته ورکړی دی. د افغانستان ګڼو سیاستوالو دا کړنلاره طبقاتي بللي او د طالبانو د استبدادي رژیم د محدودیتونو او بندیزونو دوام یې بللی دی.

د افغان اېواک اېتلاف مشر: لا هم امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لپاره مبارزه کوو

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ بنسټ مشر شان وانډایور وایي، دوی لا هم امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لپاره مبارزه کوي. د نوموړي په وینا، دغو پناه غوښتونکو کې د کډوالۍ ځانګړو ویزو لرونکي (اېس‌ای‌وي)، پي۱، پي۲ او ورته نور مهاجرتي بهیرونه شامل دي.

جمعه د (سلواغې ۳مه)‌ نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه یوه وېډیويي پیغام کې زیاته کړې، چې بنسټ یې همداراز په متحده ایالتونو کې مېشتو افغانانو د مهاجرتي برخلیک په تړاو هم هڅې کوي. د نوموړي په وینا، د دوی په کار لومړیتوبونه کې لا هم په درېیمو هېوادونو کې د امریکا د کډوالۍ قضیې لرونکي افغانان شامل دي.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې امریکا ته د افغانانو پر سفرونو بندیز لګولی او هر ډول مهاجرتي ویزې او پروګرامونه یې ځنډولي دي. څو میاشتې وړاندې په واشنګټن کې د یوه افغان رحمان‌الله لکڼوال له لوري د ملي ګارډ پر دوه عسکرو ډزې وشوې چې یوې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې پېښې وروسته ټرمپ پر افغانانو ټول پروګرامونه ودول او همداراز یې خپل حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې تر ۲۰۲۱ وروسته دغه هېواد ته د داخل شویو افغانانو قضیې او امنیتي شالید دې له سره وڅېړي. هغه دا ادعا هم کوله، چې بایډن د یوې نامنظمې پروسې له لارې افغانان له کابل څخه امریکا ته ولېږدول او په دې پروګرام هېڅ ډول امنیتي پلټنې نه دي شوي.

د ټرمپ دا پرېکړه د کډوالو ګڼو سازمانونو غندلې او نیوکې شوي، چې له همدې امله په افغانستان کې د امریکا مخکېني متحدینو له جدي ګواښونو سره مخ شوي دي. همداراز د افغان اېواک په ګډون یو شمېر نورو سازمانونو هم نیوکې کړي، چې د ټرمپ دغو بندیزونو په پاکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو کې د امریکا د قضیو په تمه د مېشتو افغانانو د ډیپورټ ګواښ هم ډېر کړی دی.

په ننګرهار کې په دوو جلا جلا پېښو کې یو کس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي او همداراز په لعلپورې ولسوالۍ کې بیا د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۳ ماشومان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولینو د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) ویلي، د دغه ولایت د شېرزاد ولسوالۍ په غاړي کلي کې نن د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو کس ووژل شو او ۳ نور ټپيان شول.

د دغه قومندانۍ د ویاند سید طیب حماد په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یوې کورنۍ د خپل کور د بام واوره کوڅې ته غورځوله، خو د بلې کورنۍ له مخالفت سره مخ شوه او تر تا ویلې ما ویلې وروسته په فزیکي شخړه واوښت.

نوموړی زیاتوي، د پېښې عاملین له پېښې وروسته تښتېدلي وو، خو بالاخره هغوی هم نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند سیمو کې نن د یوه کور چت د راپرېوتو له امله ۳ ماشومان ژوبل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې نن سهار د دغه ولایت د نازيان ولسوالۍ اړوند د دوربابا چوک ته نږدې په رغزي سیمه کې د یوه بل کور چت د رالوېدو له امله یوه یو کلنه ماشومه مړه او مور او پلار یې ژوبل شوي دي.

طالبان بنګله‌دېشي سوداګرو ته؛ افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو پرانېستی بازار دی

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پرون د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې د دغه هېواد د سوداګرۍ ټولنې له غړو سره په کتنه کې افغانستان د سوداګرو او پانګه‌ونوالو لپاره یو «باوري او پرانېستی» بازار وباله.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ یو شمېر افغان سوداګرو د بنګله‌دېش د سوداګرۍ ټولنې له غړو سره په کتنه کې د سوداګرۍ د پراختیا، ګډې پانګونې، بازارموندنې او اوږد مهاله همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې مجلس کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ B2B ناستې او مستقیمې سوداګریزې خبرې ترسره شوې».

په دې کتنه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا، د سوداګریزو پلاویو د تګ‌راتګ او د خصوصي سکتور د مستقیم تعامل پر ارزښت ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: «افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره یو باوري او پرانیستی بازار دی».

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې هر ډول سوداګري بنده ده او افغانستان هڅې کوي، څو د وارداتو او صادراتو لپاره نوې لارې ومومي.