• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: داسې نښې شته چې اسراییل لا هم پر ایران د برید هڅه کوي

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، داسې نښې شته چې اسراییل لا هم پر ایران د برید په هڅه کې دی.

هغه وویل، پر ایران د برید لپاره د اسراییل احتمالي پلانونه کولی شي منځنی ختیځ لا پسې بې‌ثباته کړي.
له دې سره، فیدان د بدیلو حل‌لارو په اړه هم هیله‌مندي وښوده.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

هند او متحده عرب اماراتو د ستراتیژیکې دفاعي ملګرتیا د چوکاټ پر جوړولو خبرې وکړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۱ GMT+۰
100%

د متحده عرب اماراتو رییس هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو سره د ستراتیژیکې دفاعي ملګرتیا لپاره د یوه چوکاټ پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. دواړو خواوو د دوه اړخیزې دفاعي او امنیتي همکارۍ، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمه ییزې سولې په برخه کې د ګډو هڅو پر ژمنتیا هم ټینګار کړی.

د متحده عربي اماراتو رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان نن د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) نېټه د یوه سفر په ترڅ کې هند ته ورسېد.

د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي، په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې د اماراتو مشر خپل «ورور» بللی او لیکلي یې دي چې د نوموړي هرکلي ته پخپله هوايي ډګر ته ورغلی و.

د هند ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو شرکتونواړیکې پیاوړې کړي.

د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خوراکي امنیت په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم شوې او د عامه خصوصي شراکت، نوښت او پوهې د تبادلې رول یې په پایښت لرونکې کرنه او ملي غذايي خوندیتوب کې مهم بلل شوی.

هغوی د فضایي سکتور، مصنوعي ځیرکتیااو نوې ټکنالوژۍ په برخو کې هم د همکارۍ ژمنې کړې دي.

د هند او متحده عرب اماراتو ترمنځ د ستراتیژيکې دفاعي ملګرتیا پر چوکاټ ټاکلو خبرې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې سعودي عربستان او پاکستان یو امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

سنټکام د امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرین د پای خبر ورکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد ګډ پوځي تمرین پای ته رسېدلی دی. سنټکام ویلي، دا ډول تمرینونه د امریکا او پاکستان ترمنځ پخوانۍ دفاعي اړیکې لا پیاوړې کوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د جمعې په ورځ، د مرغومي په ۲۶مه، په اېکس پاڼه د امریکا او پاکستان د پوځي ځواکونو د ګډو تمرینونو انځورونه خپاره کړي دي.

سنټکام زیاته کړې چې دا تمرین د پلي پوځ د ګډو مهارتونو او تاکتیکونو او همدارنګه د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې متمرکز وه.

یاده دې وي چې، ورته یو بل ګډ پوځي تمرین تېر کال په خیبر پښتونخوا کې هم ترسره شوی و. پاکستان وایي، د دې تمرین موخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچې لوړول دي.

طالبان وایي، په پکتيا کې یې درنې وسلې او چاودېدونکي توکي نيول دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰
100%

په پکتيا ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ د علي‌خېلو په سيمه کې يې د ترورېزم پر ضد مبارزې پر مهال د درنو وسلو لسګونه مرمۍ، ماينونه او چاودېدونکي توکي نيولي، چې د نامعلومو کسانو له لوري ځای پر ځای شوي وو.

د پکتيا امنیه قوماندانۍ ويلي، په نيول شويو وسلو او چاودېدونکو توکو کې د سپکو مرمیو ترڅنګ، ۱۷ فیره هاوان مرمۍ، ۲۳ عدده پرسونل ضد ماينونه، لسګونه کيلو ګرامه باروت او د هاوان سرګولولې شاملې دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه مرمۍ او چاودېدونکي توکي د نامعلومو کسانو له لوري مخکې ځای پر ځای شوي وو، خو د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوي.

طالبانو نه دي ویلي چې ددغه چاودېدونکو توکو په تړاو کې څوک نیولي او کنه.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې درې فلسطینیان وژل شوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۰
100%

ځايي روغتیايي چارواکي وایي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي دي. دا پېښې داسې مهال دي، چې له تېر اکتوبر راهیسې د اوربند له هوکړې سره سره، لا هم تاوتریخوالی دوام لري.

د غزې د روغتیايي سرچینو په وینا، یو فلسطینی وګړی د غزې ښار په تفاح سیمه کې وژل شوی، چې د فلسطینیانو تر کنټرول لاندې ده. همداراز، دوه نور فلسطینیان د غزې په سوېل کې د خان‌یونس ښار ختیځ ته، په بني سهیله سیمه کې وژل شوي، چې لا هم د اسراییل تر پوځي ولکې لاندې بلل کېږي.

بل خوا اسراییلي پوځ ویلي، چې ځواکونو یې پر هغه «وسله‌وال» ډزې کړې چې د غزې په شمال کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ته اوښتی و او سملاسي ګواښ یې پېښ کړی و.

د پوځ په وینا، برید خپل هدف ته رسېدلی دی. خو د غزې په سوېل کې د شوې پېښې په اړه اسراییلي لوري څه نه دي ویلي.

کریم خُرم: طالبان د کابل باغ بالا په تاریخي تپه او د نوي ښار اړوند پارک کې ودانۍ جوړوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ارګ د. دفتر رییس عبدالکریم خُرم وايي، طالبان غواړي د باغ بالا تپه کې د ودونو تالار او د تیلو پمپ جوړ کړي. همداراز، د کابل نوي ښار پارک کې د لوړپوړیزو ودانیو د جوړولو پلان هم په پام کې نیول شوی دی.

د خُرم په وینا، دا دواړه شنې ساحې د کابل ښار دننه کې موقعیت لري، چېرته چې نفوس زیات او د اوبو سرچینې کمې دي او له همدې امله ځانګړی اهمیت لري. په وینا یې چې د دغو شنو ساحو له‌منځه وړل یا زیانمنول به د کابل ایکو سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

خُرم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې باغ بالا تپه نه یوازې طبیعي، بلکې تاریخي ارزښت هم لري. د هغه په خبره، د امیر عبدالرحمن خان د قصر باغ او رستورانت باید د ملي پراختیا ادارې یا د آغا خان پراختیا ادارې په څېر مسلکي بنسټونو ته د بیارغونې لپاره وسپارل شي.

کریم خُرم ټینګار کړي چې د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره، د زراعت وزارت او ښاروالۍ باید خپله دنده ترسره کړي او اجازه ورنه کړي چې د څو حریصو کسانو له لوري، چې یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي، د کابل طبیعت، شنې ساحې او تاریخي ځایونه ویجاړ شي.