د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله کابل ته رسېدلې ده

په کابل کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، رزماري ډيکارلو، افغانستان ته په سفر راغلې ده. ټاکل شوې ده، چې نوموړې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.





