• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د ټولنپوهنې سازمان: د څو زره انسانانو وژل کېدل ژور انساني ناورین دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۰

د ایران د ټولنپوهنې سازمان د مدیره پلاوي د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) په یوه بیانیه کې د سراسري اعتراضونو پر مهال د زرګونو کسانو وژل کېدو ته په اشارې سره، ولیکل: «د دې پېښې انساني، ټولنیز او سیاسي اړخونو ټولنه په یوه ژور اندېښمن حالت کې اچولې ده».

په دغه بیانیه کې ویل شوي: «په تېرو کلونو کې د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو شنونکو په وار وار د کړکېچونو د رامنځته کېدو او د ناسمو لارو د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و او یوې داسې نقطې ته د ټولنې د رسېدو په اړه ګواښ کړی و، چې نن یې شاهدان یو؛ هغه خبرداری چې په عمومي ډول له جوړښتي بې‌تفاوتۍ سره مخ شول».
د ایران د ټولنپوهنې سازمان مدیره پلاوي پر دې باندې په ټینګار سره چې «یوازې د روایت جوړونې او د خبرو اترو د کنټرول له لارې د کړکېچ د مدیریت امکان عملاً له منځه تللی»، زیاته کړه: «ټولنه د زیاتېدونکي تاوتریخوالي یوې داسې کړۍ ته داخله شوې؛ داسې یوه کړۍ چې نه یوازې انساني امنیت، بلکې د ایران د خاورې راتلونکی لیدلوری یې هم له جدي ابهام او وېرې سره مخ کړی دی.»
د بیانیې پر بنسټ: «د دې بهیر دوام، له لنډمهاله پړاوونو پورته پایلې لري او د ټولنیز پیوستون او عامه باور بنسټونه په سختۍ سره له منځه وړي».
د ایران د ټولنپوهنې سازمان مدیره پلاوي د «تاوتریخوالي پر درولو او په وهل شویو لارو کې پر جدي بیا کتنې» ټینګار وکړ او ویې لیکل: «په ژورې اندېښنې سره د پراخو تاوتریخوالو دوام او د څو زره انسانانو وژل کېدل چې د پام وړ برخه یې بې‌دفاع ملکي وګړي وو، یو ژور انساني او د اندېښنې وړ ناورین بولي.»
د بیانیې پر دوام کې راغلي دي: «هېڅ ډول سیاسي یا پوځي مصلحت نه‌شي کولای د انساني درد او ویجاړۍ د داسې یوې کچې توجیه کوونکی وي».
د ایران د ټولنپوهنې سازمان مدیره پلاوي «د تاوتریخوالي په سمدستي درولو، د ملکي وګړو ژوند ته په اغېزمن درناوي او د بشري حقونو او نړۍوالو بشردوستانه حقونو پېژندل شویو اصولو ته په عملي ژمنتیا» ټینګار وکړ او ویې لیکل: «یوازې د عقلانیت، مسوولیت منلو او د ناخوښه (غېر تاوتریخوالي) حل‌لارو موندلو لپاره د جدي هڅو له لارې کولای شو د دې ویجاړونکي څرخ د دوام مخه ونیسو».

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت: پوځ د تیرا د اوسېدونکو په جبري بې‌ځایه کولو کې لاس نه لري

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د یاد هېواد پوځ د تیرا اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې خلک له سیمې څخه په خپله خوښه وځي.

د پښتونخوا له تیرا درې څخه د پوځ په امر د سلګونو کورنیو د جبري اېستلو د راپورونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پوځ له خوا د تیرا د خلکو د جبري اېستلو په اړه ادعاوي بې‌بنسټه بللي او وايي، دا ډول اوازې یې د امنیتي بنسټونو د بدنامولو په موخه سیاسي کمپاین بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ له تیرا څخه د ملکي وګړو د اېستلو په اړه هېڅ ډول لارښورد نه دی صادر کړی. د دوی په خبره، پاکستاني پوځ د تیرا په دره کې د ترهګرو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي او د ملکي خلکو ژوند ته په‌کې پوره پاملرنه کېږي.

په اعلامیه کې ادعا شوې ده، چې د تیرا اوسېدونکي په خپله خوښه له سیمې څخه وځي او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د یادو کسانو لپاره د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ۴ میلیارده کالدارو بودیجه هم ځاکړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د تیرا اوسېدونکي په سیمه کې د «خوارجو» او «وسله‌والو توندلارو» له شتون څخه په تنګ راغلي او په خپله سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکي دي.

په اعلامیه کې د تیرا د اوسېدونکو د جبري بې‌ځایه کېدو په اړه د صوبايي حکومت د چارواکو څرګندونې پارونکې او د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو نامه هڅه بلل شوې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا غبرګون پر داسې مهال ښودلی، چې په پښتونخوا کې د سختو واورو او اورښتونو پرمهال د بې‌سرپناه بې‌ځایه شویو کسانو سخت وضعیت ته پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو سخت غبرګونونه ښودلي او د یادو کسانو په جبري بې‌ځایه کولو کې یې د پاکستان پوځ ګرم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د تیرا سلګونه کورنۍ په سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو له امله په جبري توګه له خپلو سیمو څخه اېستل شوي دي او د پښتونخوا صوبايي حکومت هم په وار وار پر مرکزي حکومت په نیوکه کولو سره ویلي، چې د تیرا خلک د پاکستان د پوځ په امر په زور له خپلې سیمې څخه بې‌ځایه کولو ته مجبوره کړای شوي دي.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د مهمو سیمه‌ییزو او نړۍوالو موضوعات په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سید عباس عراقچي د بشري حقونو په شورا کې د ایران پر ضد د لوېدیځو هېوادونو د پرېکړه‌لیک پروړاندې د پاکستان له منفي رایې مننه کړې ده. هغه ویلي، چې د بشري حقونو موضوع باید د خپلواکو هېوادونو پر وړاندې د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسحاق ډار د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلي او د ملي حاکمیت پر درناوي ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سیاسي همکارۍ پر لا پیاوړتیا ژمنې کړې دي.

د سوریې د حکومت او کُردي ځواکونو ترمنځ د اوربند خبرې اترې بې‌پایلې پای ته ورسېدې

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۰
100%

د سوریې د حکومت او کُردي ځواکونو ترمنځ څلور ورځنی اوربند د شنبې په شپه پای ته ورسېد، خو د دغه اوربند د غځېدو برخلیک لا هم ناڅرګند دی او دواړه لوري یو بل پر سرغړونو تورنوي.

اوربند د ماښام په ۸بجو پای ته ورسېد، په داسې حال کې چې د سوریې حکومتي ځواکونه او کُردي ځواکونه د جبهې د کرښو دواړو غاړو ته د کُردانو تر واک لاندې د وروستیو ښارونو شاوخوا ځای پر ځای شوي دي.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر حمزه المصطفی وویل، هغه مهلت چې د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو ته ورکړل شوی و، پای ته رسېدلی دی. نوموړي پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د سوریې حکومت ټینګار کوي، چې اوس خپلې راتلونکې لارې چارې تر غور لاندې نیسي».

تر اوسه د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له‌خوا د اوربند د برخلیک په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده شوې.

حکومتي ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو څخه د شمالي او ختیځ سوریې پراخې سیمې نیولې دي.

د اوونۍ په پیل کې د الشرع ځواکونه د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو وروستیو مرکزونو ته نږدې شوي وو، خو هغه ناڅاپه اوربند اعلان کړ او تر شنبې شپې پورې یې هغوی ته وخت ورکړ، څو وسلې کېږدي او د سوریې له پوځ سره د یوځای کېدو لپاره طرحه وړاندې کړي، که نه نو جګړه به بېرته پیل شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د اوربند د غځولو هوکړه شوې ده او ویې ویل چې دا راپورونه بې‌بنسټه دي. دغه وزارت دا هم وویل، چې د حکومت وړاندیز ته کوم «مثبت ځواب» نه دی ورکړل شوی او د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه یې د اوربند د پرله‌پسې ماتولو تورن کړل.

د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو بیا وویل، چې حکومت په «منظم ډول» د تاوتریخوالي د زیاتولو پر لور روان دی.

په ابوظبي کې د روسیې او اوکراین خبرې اترې بې‌پایلې پای ته ورسېدې

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۰
100%

د امریکا په منځګړتوب په ابوظبۍ کې د مسکو او کیېفترمنځ دوه ورځنۍ خبرې اترې، نن شنبه بې له کومې مطلوبې پایلې پای ته رسېدلي دي. خو دواړو لورو په جلا جلا اعلامیو کې ویلي، چې د خبرو د لا دوام لپاره چمتو دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې ناستې وروسته پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د دغو خبرو اصلي تمرکز د جګړې د پای ته رسولو پر احتمالي چوکاټونو او پارامترونو و.

د هغه په وینا، متحده ایالاتو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د «پارامترونو د رسمي کولو» موضوع مطرح کړې ده.

زیلینسکي زیاته کړې، چې د امریکا استازو د جګړې د پای ته رسېدو د مهالویش د رسمي ټاکلو لپاره «احتمالي قالبونه» وړاندې کړي دي. نوموړي ویلي، د وروستیو ناستو په پایله کې ټولو اړخونو هوکړه کړې، چې د خبرو هره برخه به خپلو پلازمېنو ته راپور کړي او راتلونکې پرېکړې به له خپلو مشرانو سره همغږي کړي. د هغه په وینا، راتلونکې ناستې ښايي ان له راتلونکې اوونۍ هم پیل شي.

د اوکراین د پلاوي مشر، رستم عمروف، ویلي چې په دې ناسته کې بحثونه تر ډېره د جګړې د پای مهالویش او د خبرو د دوام پر څرنګوالي متمرکز وو.

د متحده عربي اماراتو چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د روسیې او اوکراین مستقیم تعامل په «مثبته فضا» کې ترسره شو. د اماراتو د دولت ویاند هم ویلي، چې په ابوظبۍ کې د سولې خبرې د متحده ایالاتو د وړاندیز شوي سولې چوکاټ پر «مهمو عناصرو» راڅرخېدې، خو د خبرو د پایلو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ناستې تر پای وروسته اوکراین سره د خبرو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. خو د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د یوه ناڅرګندې سرچینې له قوله لیکلي، چې د ابوظبۍ خبرو ځینې پایلې هم لرلې دي.

د ډنمارک لومړۍ وزیره: افغانستان کې د ناټو د رول په تړاو د ټرمپ څرګندونې «د منلو وړ نه دي»

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۰
100%

د ډنمارک لومړۍ وزیرې، میټه فریدریکسن، د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پر هغو څرګندونو سختې نیوکې وکړې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د متحدینو رول تر پوښتنې لاندې راوستی و. نوموړې دغه څرګندونې «د منلو وړ نه دي» بللې دي.

هغې پر خواله رسنۍ لیکلي، چې «هیڅ کلمه نه شي کولای د ډنمارکي سرتېرو د زخم او درد کچه بیان کړي.» د هغې په وینا، دا ډول څرګندونې د هغو سرتېرو او د هغوی د کورنیو احساساتو ته سپکاوی دی، چې په افغانستان کې یې قربانۍ ورکړې دي.

د ټرمپ هغه څرګندونې، چې ګواکې د ناټو ځینې ځواکونه د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي وو، د دې پوځي تړون د غړو هېوادونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا ادعا چې ناټو د اړتیا پر مهال د امریکا ترڅنګ نه وه، «په بشپړه توګه ناسم او سپکوونکی» ده، په ځانګړي ډول د هغو ۴۵۷بریتانوي سرتېرو د کورنیو لپاره، چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د سکاټلنډ لومړي وزیر هم د ټرمپ څرګندونې «سپکوونکې، دردونکې او ځورونکې» بللې او ټینګار یې کړی، چې دا غم او درد به په ټول سکاټلنډ او بریتانیا کې احساس شي.

په فرانسه کې د وسله‌والو ځواکونو وزیرې، کاترین وترن، یادونه کړې چې د افغانستان په پوځي عملیاتو کې ۹۰فرانسوي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. هغې ویلي، «د هغوی قرباني د درناوي وړ ده.»

د لوېدیځو رسنیو د سرلیکونو لویه برخه د سیاستوالو، ‌سرتېرو او د ناټو د قربانیانو د کورنیو غبرګونونو ته ځانګړې شوې ده. ډېرو کسانو د ټرمپ څرګندونې «شرموونکې» بللې او لههغه یېبښنې غوښتنه یې کړې ده، په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه تر شلو کلونو ډېر د امریکايي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې حضور درلود او سلګونه سرتېري یې له لاسه ورکړل.