• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کاپیسا کې دوه تنه د نشه یي توکو او وسلو سره نیول شوي دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کاپیسا امنیه قوماندانۍ اړوند ځواکونو یې د نجراب ولسوالۍ په یوه تلاشۍ کې له یو کرولا موټر څخه ګڼ شمېر توپنچې، مرمۍ او د نشه‌یي موادو ټابلیتونه کشف کړي او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د لویې لارې کنډک ځواکونو د نجراب ولسوالۍ په پوسته کې د کرولا موټر د څېړنې پر مهال ۱۹ توپنچې، لس پټغږي میلونه، ۲۵۰۰ فیره د توپنچې مرمۍ او ۵۰۰ فیره زهري مرمۍ تر لاسه کړې. همدارنګه، په موټر کې نږدې ۱۵۰۰ د نشه‌یي موادو ټابلیتونه هم موندل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې قضیه کې نیول شوي دوه کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضایي ارګانونو سپارل کېږي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د نجونو تعلیم خوندي کول بېړنۍ اړتیا ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۰
100%

د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو دوه ادارو، یونسکو او یونسف په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم د حق خوندي کولو غوښتنه کړې. دوی ټینګار کوي چې د ثانوي او لوړو زده کړو بندیزونه د ۲.۲ میلیونو نجونو راتلونکې ته زیان رسوي او د هېواد پرمختګ محدودوي.

یونسکو او یونسف د یوې اعلامیې په خپرو سره په خپلو ګډو څرګندونو کې ویلي، تعلیم نه یوازې د بشري حقونو بنسټ دی، بلکې د سولې، عزت او هر ماشوم او ځوان لپاره د فرصتونو د رامنځته کولو اساس هم دی.

اعلامیه کې راغلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینۍ هغه هېواد دی چې هلته د نجونو او ښځو په ثانوي او لوړو زده کړو بشپړ بندیز لګېدلی، چې د هغوی پر راتلونکو فرصتونو او د هېواد پر پرمختګ مستقیم اغېز لري.

اعلامیه زیاتوي، د ۲۰۲۵ کال د څېړنو لومړني موندنې ښيي چې زده کونکي هغه مهال ښه پایلې ترلاسه کوي کله چې ښوونکي لوړې زده کړې ولري، په ځانګړې توګه د ژبې په برخه کې. همدارنګه، ښځینه ښوونکې قوي محتوايي پوهه لري او د زده کوونکو د زده کړې په ښه والي کې مرسته کوي، چې دا د ښځینه ښوونکو شمېر زیاتول اړین ګڼل کېږي.

د یونسکو د افغانستان د دفتر مسول سوهیون کیم ویلي: «کله چې نجونو ته د تعلیم لاسرسی نه ورکول کېږي، ټول ملت یې بیه ورکوي. د بنسټیزو زده کړو پیاوړتیا او د ښځینه ښوونکو ملاتړ د افغانستان د بیا رغونې او مقاومت لپاره حیاتي پانګه اچونه ده.»

په افغانستان کې د یونسف استازي، ډاکټر تاجالدین اویوال هم ویلي: «افغانستان عاجل اړتیا لري چې ښځینه ښوونکي، نرسانې، د ټولنې روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران ولري. په داسې حالت کې چې ښځې یوازې د ښځو له خوا درملنه کیدای شي، که نجونو ته نن د زده کړې اجازه ورنه کړل شي، نو راتلونکي کې به څوک ناروغه نجونې او ښځې وڅاري؟»

اعلامیه زیاتوي، یونسکو او یونسف په افغانستان کې د زده کړو د بشپړې بیا رغونې لپاره کار ته دوام ورکوي، چې پکې ښوونځي رغول، د ښوونکو ظرفیت پیاوړتیا، د بنسټیزو زده کړو پراخول او د ځوانانو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د مهارتونو روزنه شامل دي.

اعلامیه په پای کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې عاجل او ګډ اقدامات وکړي او په تعلیم کې پانګه اچونه وکړي، څو ټول ماشومان او ځوانان په خوندي، بشپړ او ټولشموله توګه زده کړو ته لاسرسی ومومي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څه باندې دوه نیم زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۹ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، د جمعې په ورځ ۴۴۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۵۱۵ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۵۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۲۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۱۱ کورنۍ د بهرامچې له لارې او ۱۱ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو دغه کمېسیون وایي راستنو شویو کډوالو سره لومړۍ مرسته شوې او خپلو لایتونو ته خوندي لېږدول شوي دي.

په تورخم کې ۲۰۰ پاکستاني زده کړیالان پاکستان ته د تګ اجازه غواړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰
100%

افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پاکستاني محصلین، د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي او له دواړو هېوادونو غواړي چې د هغوی د تګ راتګ ستونزه ژر حل کړي.

د محصلینو استازي وايي، د طالبانو چارواکو ورته ویلي چې د پاکستان سفارت یا قونسلګري باید په رسمي ډول له هغوی سره اړیکه ونیسي او د محصلینو نوملړ د رسمي مهر له لارې تایید کړي. خو د محصلینو په وینا، پاکستاني چارواکي تر اوسه دې غوښتنې ته عملي ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د جنوري په ۱۲مه لومړۍ ډله چې ۲۶ محصلین پکې شامل وو، له تورخم څخه د تېرېدو اجازه ورکړه او پاکستان هم په ځانګړي ډول پوله ورته خلاصه کړه. خو هغه محصلین چې د جنوري په ۱۳مه تورخم ته رسېدلي، لا هم د اوښتو اجازه نه لري، ځکه طالبان ټینګار کوي چې د پاکستان سفارت په کابل یا د ننګرهار په جلال‌اباد کې قونسلګري باید د نوملړ رسمي تصدیق وکړي.

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د پاکستان سفارت په کابل کې له خپلو وګړو سره په تماس کې دی. هغه زیاته کړې، چې حکومت به دا موضوع وڅېړي او هڅه به وکړي د شاوخوا ۲۰۰ محصلینو د تګ اسانتیا برابره کړي.

پییر پولیېور: کاناډایي سرتیرو په افغانستان کې د اتلولۍ بې‌سارې قربانۍ ورکړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۰
100%

د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشرپییر پولیېور، د ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، زرګونه کاناډایي سرتیري په افغانستان کې د هېواد دفاع او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدلي، چې ۱۵۸یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي په ایکسټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د دې قربانیو یاد باید هېر نه شي او امریکایي متحدین هم باید د کاناډایي اتلانو عزت وکړي.

پییر پولیېور په ایکس پوسټ کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ باید پوه شي، چې د سپتمبر د ۱۱ ترهګریز بریدونو وروسته، له ۴۰،۰۰۰څخه زیات کاناډایي سرتیري په افغانستان کې د ۱۳ کلونو لپاره د ژوند او مرګ جګړه کړې ده. دوی په تر ټولو خطرناکو سیمو کې، له تورې بورې د غرو سیمو څخه تر کندوز او کندهار سیمو پورې جنګېدلي. ۱۵۸یې خپل ژوند ورکړی، او زرګونه نور د جګړې د ژورو اغېزو سره مخ دي.»

هغه زیاته کړې: «موږ له خپلو اتلانو مننه کوو، د هغوی عزت کوو او هغوی یادوو. زموږ امریکایي ملګري هم باید دې قربانیو ته درناوی وکړي.»

پولیېور زیاته کړې چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم، زرګونه سرتیري د رواني او فزیکي ستونزو سره مخ دي، او دا د کاناډا حکومت او نړیوالو متحدینو مسولیت دی چې هغوی ته د ملاتړ او درملنې فرصتونه برابر کړي.

د نوموړي په وینا، د دې اتلانو قربانۍ او خدمتونه د کاناډا د ملي ارزښتونو، امنیت او نړیوالې همکارۍ بې‌ساري نمونه ده، چې باید هېڅکله هېر نه شي.

د تعلیم نړۍواله ورځ؛ ګوترېش: زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تعلیم د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د نړۍ په کچه شاوخوا ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان د فقر، تبعیض، جګړو، بې‌ځایه کېدو او طبیعي پېښو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

انتونیو کوترېش په ایکس لیکلي، چې باید د ټولو لپاره ټول‌شموله، مقاوم او نوښتګر تعلیمي نظامونه رامنځته شي، څو د زده‌کړې حق ټولو ته تضمین شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې نږدې پنځه کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

د روان کال په پیل کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبرداری ورکړی و، چې که د نجونو پر زده‌کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو د زده‌کړو څخه د بې‌برخې نجونو شمېر به تر څلورو میلیونو لوړ شي.