د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د زرګونو ایرانیانو وژنه په کلکه وغندله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د خپلې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د یوه داسې پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره چې د څه باندې ۲۰ هېوادونو له‌خوا وړاندې شوی و، په ایران کې د بشري حقونو وضعیت «سخت د اندېښنې وړ» وباله او د وروستیو سراسري اعتراضونو تاوتریخجن ځپل یې په کلکه وغندل.