• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

بنګله‌دېش له ۲۰ اوریز نړۍوال جام څخه واېستل شو او پر ځای یې سکاټلنډ ته لاره ورکړل شوه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې بنګله‌دېش به د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې ګډون ونه‌کړي او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله په دغو سیالیو کې برخه واخلي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن شنبه په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۶ کال له شل اوریز نړۍوال جام څخه یې د بنګله‌دېش لوبډله اېستلې او پر ځای به یې د سکاټلنډ ملي لوبډله ګډون وکړي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا دا تاریخي پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له امله هند ته د خپلې لوبډلې له استولو انکار وکړ.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: «د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په مرسته مو په هندوستان کې امنیتي وضعیت په بشپړ ډول وڅېړه. د دغو څېړنو پایله دا وه چې د بنګله‌دېش لوبډلې او مینه‌والو ته هېڅ ډول «د اعتبار وړ یا ثابت شوی» امنیتي ګواښ شتون نه‌لري».

د کرېکټ نړۍوالې شورا نن د شنبې په ورځ په رسمي ډول د سکاټلنډ لوبډله د بنګله‌دېش پر ځای د نړۍوال جام په C ګروپ کې ځای پر ځای کړل.

له همدې سره بنګله‌دېش غواړي، چې دا موضوع د شخړو د حل کمېټې (DRC) له لوري حل کړي، خو د کرېکټ د نړۍوالې شورا د قوانینو له مخې یاده کمېټه نه‌شي کولای چې د بورډ د هغه پرېکړې خلاف پرېکړه وکړي، چې د غړو په اکثریت رایه تایید شوې وي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

افغانستان د فوټبال فدراسیون د میدانونو د رغونې او پراختیا لپاره نوې پروژې ترلاسه کړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د هرات، غزني او لوګر ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د کندهار او بلخ د فوټبال پروژو قراردادونه ترلاسه شوي، چې د هېواد د فوټبال د پرمختګ او ځوانو لوبغاړو د استعدادونو د ودې لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کېراغلي، ددغه فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، چې د فیفا د تخنیکي او پرمختیایي کمېټې غړی هم دی، د مالیزیا په رسمي غونډه کې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) او د فیفا استازو سره وکتل.

یوسف کاګر ویلي: «موږ د افغانستان د فوټبال لپاره لومړني سترې پرمختیایي پروژې ترلاسه کړې. دا پروژې به زموږ ځوانانو ته د لوبې مناسب چاپېریال برابر کړي او د فوټبال کچه په هېواد کې لوړه کړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، په دې غونډه کې د هرات او غزني ولایتونو د فوټبال میدانونو د رغونې او د لوګر ولایت د سپورتي میدان د جوړولو قراردادونه لاسلیک ته چمتو شوي، او د کندهار او بلخ ولایتونو فوټبال پروژې هم نهایي شوې.

کارګر ویلي: «دغه پروژې به ژر د رسمي قرارداد له لارې پیل شي او موږ هیله لرو چې په دې سره د افغانستان فوټبال په نوي پړاو کې وده وکړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د بدخشان ولایت د فوټبال سټېډیم د جوړولو او د کابل سټېډیم د رغونې موضوع هم د فیفا او AFC استازو سره وڅېړل شوه، او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې عملي شي.

د فدراسیون د خبرپاڼې په وینا، محمد یوسف کارګر د دې لاسته راوړنو په اړه وویل: «دا پروژې نه یوازې د لوبغاړو د روزنې او میدانونو د رغونې لپاره مهمې دي، بلکې د افغانستان د فوټبال راتلونکی هم تضمینوي او ځوانو لوبغاړو ته د پرمختګ زمینه برابروي.»

په کابل کې د اسنوبورډ لومړنی ورزشي پروګرام د ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون ترسره شو

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۰

د افغانستان د اسنوبورډ فدراسیون اعلان وکړ، چې په هېواد په ځانګړي ډول کابل ښار کې د وروستیو واورو له ورېدو وروسته د اسنوبورډ لومړنی پروګرام د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د غونډیو او غرونو پر لمنو ترسره شو. د فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، په دې پروګرام کې ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

یاد فدراسیون وايي، چې د دې پروګرام موخه د ځوانانو ترمنځ د ژمنیو ورزشونو په ځانګړې توګه د اسنوبورډ معرفي او ترویج او په ټولنه کې د خوښۍ او لېوالتیا رامنځته کول وو.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې د ژمنیو ورزشونو د ودې لپاره په ځانګړې توګه په سړو او واوره لرونکو ولایتونو لکه بامیان کې د ځینو سیالیو د ترسره کېدو هڅو سره سره، دغه رشتې لکه اسنوبورډ، سکي او نورو څانګو یې تر اوسه کافي وده نه ده کړې او له محدودو امکاناتو سره مخ دي.

د نړۍوال جام شپږو غوره لوبډلو پړاو کې د افغانستان ۱۹کلنو لوبډله له کومو لوبډلو سره لوبېږي؟

۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۶ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام ډله‌ییزو لوبو پړاو به په راتلونکو دوو ورځو کې پای ته ورسېږي او د څلورو ګروپونو د غوره لوبډلو برخلیک به وټاکل شي. تر دې دمه د افغانستان، هند او انګلستان لوبډلو د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.

د دغه سیالیو ډله‌ییزې لوبې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې ترسره شوې. تر دې دمه یوازې د څلورم ګروپ لوبې بشپړې شوې دي؛ هغه ګروپ چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په‌کې برخه اخیستې وه او د سویلي افریقا، وېسټ انډیز او تنزانیا په وړاندې یې د درېیو پرله‌پسې بریاوو وروسته شپږ نمرې ترلاسه کړې.

اوس‌مهال یوازینۍ لوبډلې چې د شپږو نمرو ترلاسه کولو سره د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته رسېدلې، له څلور ګروپ څخه افغان لوبډله او له درېیم ګروپ څخه د انګلستان لوبډله ده. خو د لومړي ګروپ څخه سریلانکا او اسټرالیا او د دویم ګروپ څخه هندوستان لوبډله هم د دې چانس لري، چې د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د خپل ګروپ د غوره لوبډلې په توګه بل پړاو ته ولاړه شي.

د شپږو غوره لوبډلو پړاو لپاره د افغانستان د لوبو مهالوېش:

افغانستان – د لومړي ګروپ دویمه لوبډله |د جنورۍ ۲۶مه |د وینډویک لوبغالی، نامیبیا

افغانستان – د درېیم ګروپ لومړۍ لوبډله |د جنورۍ ۳۰مه |د هرارې لوبغالی، زیمبابوې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له وېسټ انډیز څخه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د افغانستان او وېسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ ۲ـ۱ د افغان لوبډلې په بریا پایته ورسېده او ورسره یې دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

د افغانستان او وېسټ انډیز د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د درې شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې وېسټ انډیز لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه، خو دوه مخکینۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې وې.

د نن لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې په لومړۍ برخه کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې په ګټه راشدخان، عبدالله احمدزي او ضیاء شریفي ۲ـ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دویمه برخه کې د افغان لوبډلې توپ وهنه د تېرو دوو لوبو پرتله د پام وړ نه‌وه او یوازې رحمان الله ګربز په‌کې ۷۱ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ونه توانېدل چې د ۱۵۲ منډو هدف پوره کړي او لوبه یې د ۱۵ منډو په توپیر وېسټ انډیز ته پرېښوده، خو د مخکنیو دوو لوبو د ګټلو له امله یې د لوبلړۍ جام په خپل نوم کړ.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وېسټ‌انډیز ته په دویمه لوبه کې د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې وېسټ‌انډیز ته د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د افغانستان او وېسټ‌انډیز کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې شل اوریزې نړۍوالې لوبې پچه وېسټ‌انډیز وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې افغان لوبډلې د دروېش رسولي د ۶۸ او صدیق‌الله اتل د ۵۳ منډو په مټ سیالې لوبدلې ته د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ.

د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبډلې غوره توپ‌اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې مجیب رحمان د هیټریک کولو ترڅنګ څلور ویکټې او عظمت‌الله عمرزي دوه ویکټې ترلاسه کړې.

افغان لوبډلې د وېسټ‌انډیز ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۸،۵ اور کې وسوځول او لوبه یې د ۳۸ منډو په توپير وګتله.

افغان لوبدلې د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم د ۳۸ منډو په توپیر ګټلې وه.