• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پییر پولیېور: کاناډایي سرتیرو په افغانستان کې د اتلولۍ بې‌سارې قربانۍ ورکړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د کاناډا د محافظه‌کار ګوند مشرپییر پولیېور، د ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، زرګونه کاناډایي سرتیري په افغانستان کې د هېواد دفاع او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدلي، چې ۱۵۸یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي په ایکسټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د دې قربانیو یاد باید هېر نه شي او امریکایي متحدین هم باید د کاناډایي اتلانو عزت وکړي.

پییر پولیېور په ایکس پوسټ کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ باید پوه شي، چې د سپتمبر د ۱۱ ترهګریز بریدونو وروسته، له ۴۰،۰۰۰څخه زیات کاناډایي سرتیري په افغانستان کې د ۱۳ کلونو لپاره د ژوند او مرګ جګړه کړې ده. دوی په تر ټولو خطرناکو سیمو کې، له تورې بورې د غرو سیمو څخه تر کندوز او کندهار سیمو پورې جنګېدلي. ۱۵۸یې خپل ژوند ورکړی، او زرګونه نور د جګړې د ژورو اغېزو سره مخ دي.»

هغه زیاته کړې: «موږ له خپلو اتلانو مننه کوو، د هغوی عزت کوو او هغوی یادوو. زموږ امریکایي ملګري هم باید دې قربانیو ته درناوی وکړي.»

پولیېور زیاته کړې چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم، زرګونه سرتیري د رواني او فزیکي ستونزو سره مخ دي، او دا د کاناډا حکومت او نړیوالو متحدینو مسولیت دی چې هغوی ته د ملاتړ او درملنې فرصتونه برابر کړي.

د نوموړي په وینا، د دې اتلانو قربانۍ او خدمتونه د کاناډا د ملي ارزښتونو، امنیت او نړیوالې همکارۍ بې‌ساري نمونه ده، چې باید هېڅکله هېر نه شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: که ایران خپل اټومي فعالیتونه بیا پیل کړي، امریکا به یې بیا په نښه کړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د ایران اسلامي جمهوریت باید له دې مخکې چې د امریکا له لوري یې پر اټومي تاسیساتو برید وشي، یوې موافقې ته رسېدلی وای، ځکه د هغه په وینا، دا برید ډېر سخت او ویجاړونکی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي څانګې په ایکس‌ د یوې خپرې شوې وینا له مخې، ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې که ایران یو ځل بیا د اټومي فعالیتونو هڅه وکړي، نو امریکا به یې بیا هم په نښه کړي.

ټرمپ ویلي: «د اسلامي جمهوریت رژیم باید مخکې له دې چې موږ یې پر اټومي تاسیساتو برید وکړو، موافقې ته رسېدلی وای، ځکه دا برید رښتیا هم ویجاړونکی و.»

د نوموړي په وینا: «که دوی بیا هڅه وکړي، اړ به شي بلې سیمې ته لاړ شي. موږ به هغه ځای هم په هماغه اسانۍ، آن لا په اسانه، په نښه کړو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران اټومي پروګرام او د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې یو ځل بیا د نړیوال سیاست د تود بحث موضوع ګرځېدلې دي.

د تعلیم نړۍواله ورځ؛ ګوترېش: زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تعلیم د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د نړۍ په کچه شاوخوا ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان د فقر، تبعیض، جګړو، بې‌ځایه کېدو او طبیعي پېښو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

انتونیو کوترېش په ایکس لیکلي، چې باید د ټولو لپاره ټول‌شموله، مقاوم او نوښتګر تعلیمي نظامونه رامنځته شي، څو د زده‌کړې حق ټولو ته تضمین شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې نږدې پنځه کاله کېږي له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

د روان کال په پیل کې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبرداری ورکړی و، چې که د نجونو پر زده‌کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو د زده‌کړو څخه د بې‌برخې نجونو شمېر به تر څلورو میلیونو لوړ شي.

اروپایي اتحادیه: په افغانستان کې ماشومانو لپاره د خوندي او کیفیت لرونکې زده‌کړې ملاتړ کوو

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره اروپایي اتحادیې ویلي، هر ماشوم په هېواد کې د زده‌کړې حق لري او دوی په بېلابېلو پروګرامونو کې شاوخوا ۵۵ میلیونه یورو پانګه اچولې، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅ ماشوم له ښوونې او روزنې بې‌برخې پاتې نشي.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د زده کړې ورځ په مناسبت په ایکس په یوه خبرپاڼه کېټينګار کړی چې کیفیت لرونکې او د لاسرسي وړ زده‌کړه د هر ماشوم اساسي حق دی.

اروپایي اتحادیه وايي، د Save the Children سره دفخرپروژې له لارې دوی ۶ میلیونه یورو پانګه اچولې، څو ماشومانو، نجونو او معذوره ماشومانو ته خوندي زده‌کړې برابرې کړي.

اروپایي اتحادیه لیکي، دغه اتحادیې همدارنګه دیونسکوپه همکارۍ د پنځو ولایتونو په کچه ۷،۵۰۰ځوانانو او لویانو ته د سواد او حرفوي زده‌کړو پروګرامونو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو پانګه ورکړې. د دې پروګرام برخه د مور او پلار روزنه هم ده، څو راتلونکې نسل هراړخیز وده وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان زده‌کوونکو د ملاتړ په چوکاټ کې، اروپایي اتحادیه دملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرامله لارې د ښوونځیو د تغذیې پروګرامونو لپاره شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو برابر کړي، څو ماشومان ښوونځي کې پاتې شي، تغذیه ښه شي او کورنۍ په ستونزمنو حالاتو کې مقاومت وکړي.

خرپاڼه زیاتوي، همدارنګه، دیونسیفله لارې د عامو ښوونځیو د زده‌کړې چاپېریال د خوندي کولو لپاره ۲۵ میلیونه یورو پانګه اچونه شوې، چې پکې د ښوونکو ساتنه، دحفظ صحيخدماتو ښه کول او د ښوونځیو د زده‌کړې چاپېریال ټینګول شامل دي.

اروپایي اتحادیه په خپل بیان کې ویلي:«موږ ژمن یو چې هر افغان ماشوم ته خوندي، کیفیت لرونکې زده‌کړه برابر کړو. دا ملاتړ د هغوی راتلونکی خوندي کوي او ټولنه پرمختګ ته رهنمايي کوي.»

د اروپایي اتحادیې په وینا، دا پانګونې ماشومانو ته نه یوازې زده‌کړه، بلکې د روغتیا، امنیت او ټولنیز پرمختګ زمینه هم برابروي، څو وکولای شي خپل خوبونه تعقیب او خپل استعدادونه وکاروي.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ د انساني قاچاق د قربانیانو د ملاتړ قانون لاسلیک کړ

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی قانون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د انساني قاچاق قربانیانو ته دا امکان برابر شي چې خپلې پخوانۍ جزایي دوسیې لغوه او د نیول کېدو ریکارډونه پاک کړي، څو وکولای شي عادي ژوند ته بېرته وګرځي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، دغه قانون د «Trafficking Survivors Relief Act» په نوم یادېږي او موخه یې دا ده چې هغه کسان چې د انساني قاچاق قربانیان شوي، د هغو کړنو له امله مجازات نه شي چې د زور، ګواښ یا جبر له کبله یې ترسره کړي دي.

د دې قانون له مخې، قربانیان کولای شي محکمې ته غوښتنلیک وسپاري او له قاضي څخه وغواړي چې د ځینو جزایي جرمونو اړوند پرې لګېدلي محکومیتونه لغوه کړي او د پولیسو د نیول کېدو ریکارډونه ترې پاک کړي.

سپینه ماڼۍ وایي، دا اقدام به له قربانیانو سره مرسته وکړي چې د کار موندنې، زده‌کړو او ټولنیز ژوند پر وړاندې له قانوني ستونزو خلاص شي او خپل ژوند له سره جوړ کړي.

محمد فرید حمیدي: د طالبانو جزايي اصولنامه د افغانانو د کرامت ښکاره سپکاوی دی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، د طالبانو له‌خوا اعلان شوې جزايي اصولنامه نه یوازې د هېواد د ټولو وګړو د محکومولو سند دی، بلکې د بشري کرامت، قانوني برابري او د اسلام له بنسټیزو ارزښتونو سره په ښکاره ټکر کې قرار لري.

محمد فرید حمیدي د شنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې د طالبانو جزايي اصولنامه د خلکو د «سپکاوي، حرمت او د انساني کرامت د نقض» څرګند مثال دی. نوموړي ټینګار کړی چې په دې اصولنامه کې د وګړو وېش او له اکثریت افغانانو سره د «ټیټ موقف» چلند، د باعزته او باکرامته اتباعو پر وړاندې ښکاره توهین دی.

حمیدي ویلي: «دا اصولنامه د تبعیض پر بنسټ ولاړه ظالمانه جنایي تګلاره ده چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی تشویقوي، د وګړو عزت، مال، جان او وینه بې‌ارزښته کوي او اتباع د سیاسي، ټولنیز موقف، شتمنۍ او بېوزلۍ پر اساس وېشي.»

د هغه په وینا، دغه اصولنامه په افغانستان کې مذهبي تبعیض هم نهادینه کوي او د قانون پر وړاندې د وګړو د تساوي اصل تر پښو لاندې کوي. حمیدي دا هم ویلي چې د طالبانو دغه کړنلاره د اسلام له روحیې او بنسټونو سره «په ښکاره ټکر» کې ده.

د تېر جمهوري نظام لوی څارنوال همداراز د طالبانو د واکمنۍ دواړو دورو ته په اشارې ویلي، چې د دې ډلې «غیر مشروع واکمني، سلیقوي فرمانونه او د ګروپي او شخصي موخو پر بنسټ پلي کېدونکي احکام» د هېواد ریښتیني دیني عالمان له تاریخي ازموینې سره مخ کړي دي. د هغه په وینا، علما یا باید د طالبانو د «غیر اسلامي او د خلکو ضد سیاستونو» پر وړاندې ودرېږي، او یا به یې چوپتیا د دنیا او اخرت د تاوان لامل شي.

حمیدي په خپله لیکنه کې نړیواله ټولنه هم تر نیوکې لاندې راوستې او ویلي یې دي، چې د نړۍ «ریاکاره چوپتیا»، د ملګرو ملتونو کمزوري دریځ او د بشریت بې‌غبرګون حالت، دا زمینه برابره کړې چې «یو جاهل او مستبد نظام په ۲۱مه پېړۍ کې بردګي ته رسمیت ورکړي» او افغانان د جنسیت، قوم، مذهب، سیاسي دریځ، شتمنۍ او فقر پر بنسټ ووېشي.