• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا له نتنیاهو څخه په غزه کې د اوربند د دویم پړاو د پیل غوښتنه کړې ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰

د امریکا لوړپوړو استازو د شنبې په ورځ د اسراییل له لوړمړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لېدنه کې له هغه غوښتي، چې په غزه کې د اوربند دویم پړاو پیل کړي.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېد پریس ته ویلي، چې امریکایي استازي له نتنیاهو سره په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د جسدونو پر بېرته راګرځولو او د حماس د بې‌وسلې کولو په اړه پر راتلونکو ګامونو نږدې همغږي کوي.

نتنیاهو د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ له سلاکار جیرډ کوشنر سره کتلي، خو تر اوسه د یادې لېدنې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

واشنګټن هڅه کوي، چې د ټرمپ په منځګړیتوب ترلاسه شوې هوکړه مخکې یوسي، خو نتنیاهو بیا د دویم پړاو د پیل لپاره د ټولو اسراییلي وژل شویو کسانو پر ورسپارلو ټینګار کوي.

په غزه کې د اوربند د دویم پړاو د پیل تر ټولو لویه نښه به د غزې او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لارې پرانېستل وي.

په غزه کې د راتلونکي ټیکنوکرات حکومت د مشرۍ لپاره احتمالي نوماند علي شعث د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې یاده لاره به په راتلونکې اوونۍ کې د دواړو لوریو له خوا پرانېستل شي.

بل‌خوا، بیا اسراییل تر اوسه د رفح سرحدي لارې د پرانېستل کېدو موضوع نه ده تایید کړې، خو تمه کېږي چې د اسراییل کابینه به د یکشنبې په ورځ د رفح لارې د پرانېستلو د موضوع په اړه خبرې وکړي.

د غزې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې وروسته له هغه پیل شوې، چې د شنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې دوه تنکي فلسطنیان ووژل شول.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ولسمشر ټرمپ د سختې سړې هوا له امله د امریکا په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړ

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سختې سړې هوا له امله یې په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت تایید کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د ځان ساتنې لپاره جدي تدابیر ونیسي.

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په خپل ټروت سوشال‌پاڼه لیکلي: «همدا اوس مې په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت تایید کړ».
ټرمپ لیکلي: «همدا اوس مې د ټینیسي، جورجیا، شمالي کارولینا، مریلنډ، ارکنساس، کینټاکي، لوزیانا، میسیسپي، انډیانا او لوېدیځې ورجینیا لپاره بېړنی حالت تصویب کړ».

ټرمپ ویلي، چې د خلکو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې فدرالي ادارې د ایالتونو له والیانو او د مدیرت له ټیمونو سره په ګډه کار کوي.

نوموړي له خلکو غوښتنه کړې، چې په خپلو کورونو کې ځانونه تاوده وساتي.

ډونالډ ټرمپ پر داسې مهال د امریکا په لسو ایالتونو کې بېړنۍ حالت اعلان کړ، چې د یاد هېواد د هوا پوهنې ادارې د درنې واورې، د برېښنا د پرې کېدو او په بې‌ساري ډول د تودوخي درجې د کمښت خبرداری وکړی دی.

د امریکا ځانګړی استازی: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه درې اړخیزې خبرې «رغنده» وې

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې «خورا رغنده» وې.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د عربي متحده اماراتو په منځګړیتوب د امریکا، اوکراین او روسیې ترمنځ دوه ورځینۍ درې اړخیزه ناسته پای ته رسېدلې ده.

سټیو وېټکاف یادې درې اړخیزې خبرې اترې «خورا رغنده» بللې دي.

نوموړي ویلي، چې په یاده ناسته کې پرېکړه شوې ده چې راتلونکې اوونۍ به هم یادو درې اړخیزو خبرو ته دوام ورکړل شي.

دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په نړۍواله کچه ډیپلوماتیک فشارونه زیات شوي دي او ټرمپ ژمنه کړې ده، چې یاده جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي.

نوري المالکي په رسمي توګه د عراق لومړي وزیرۍ ته د نوماند په توګه معرفي شو

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۰

د شیعه ګوندونو اېتلاف چې د عراق د پارلمان اکثریت په واک کې لري اعلان وکړ، چې پخوانی لومړی وزیر نور المالکي یې بیا ځلي لومړي وزیرۍ ته نوماند کړی دی. دغه اېتلاف د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مالکي د غوراوي لامل د هغه سیاسي تجربه بللې ده.

د رویټرز د راپور له‌مخې، په دې سره به د عراق د نوي دولت د جوړېدو لپاره مذاکرات پیل شي او دغه دولت هم باید د امریکا او ایران د نفوذ په تړاو توازن وساتي.

د راپور پر بنسټ، د عراق نوی دولت باید د تهران اړوند وسله‌والو د کنټرول لپاره لاس په‌کار شي؛ دغې ډلې د دولت پر ځای د خپلو مشرانو له اوامرو پیروي کوي، خو واشنګټن بیا له بغداد څخه غواړي چې یادې ډلې منحل کړي.

رویټرز پرون د څلورو سرچینو په حواله راپور ورکړی وو، چې امریکا په تېرو دوو میاشتو کې د عراق لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی، که په راتلونکي دولت کې ایران پلوي وسله‌والې ډلې مشارکت ولري، نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

ایران حشد شعبي ته مالي او تسلیحاتي اسانتیاوې برابروي او تهران دغه ډول ډلې «د مقاومت محور» ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې نوري المالکي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ کال پورې په عراق کې دوه ځلي لومړی وزیر پاتې شوی دی.

د اسراییل ۱۳ شبکه: راتلونکې اوونۍ به پر ایران د امریکا د برید برخلیک روښانه شي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۰

د اسراییل ۱۳ شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ په سیمه کې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام لپاره «برخلیک ټاکونکې» ده.

دغه اسراییلي شبکې په خپل راپور کې کې ویلي، چې امریکايي جنرال داد کوپر اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسراییل د پوځ له مشر سره کتلي او د یو لړ «برخلیک ټاکونکو» پرېکړو په تړاو یې خبرې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې امریکايي جنرال داد کوپر په تل‌ابیب کې د اسراییل د پوځ له مشر ایال زمیر او د استخباراتو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

په راپو کې د امریکايي جنرال له قوله ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه پر ایران د برید وروستۍ پرېکړه نه کړې، خو وايي چې امریکا د احتمالي عملیاتو لپاره د روانې اوونۍ تر پایه ټول اړین وسایل او چمتوالي بشپړ کړي دي.

په راپور کې ویل شوي: «د اسراییل لوړپوړو پوځي چارواکو امریکایانو ته د خپل وړاندیز وړاندې کړ، چې له‌مخې یې په لومړني برید باید پر ځانګړو نظامي اهدافو وشي».

په راپور کې ویل شوي، اسراییلي چارواکو له امریکايي لوري غوښتي چې امریکایي جنګي الوتکې باید د ایران د حکومتي بنسټونو د برید ترڅنګ، د دغه هېواد د توغندیو هغه سیسټمونه هم په نښه کړي چې تر ځمکې لاندې جوړ شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت: پوځ د تیرا د اوسېدونکو په جبري بې‌ځایه کولو کې لاس نه لري

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د یاد هېواد پوځ د تیرا اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله جبري کډوالۍ ته اړ کړي دي. یاد وزارت ویلي، چې خلک له سیمې څخه په خپله خوښه وځي.

د پښتونخوا له تیرا درې څخه د پوځ په امر د سلګونو کورنیو د جبري اېستلو د راپورونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پوځ له خوا د تیرا د خلکو د جبري اېستلو په اړه ادعاوي بې‌بنسټه بللي او وايي، دا ډول اوازې یې د امنیتي بنسټونو د بدنامولو په موخه سیاسي کمپاین بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ له تیرا څخه د ملکي وګړو د اېستلو په اړه هېڅ ډول لارښورد نه دی صادر کړی. د دوی په خبره، پاکستاني پوځ د تیرا په دره کې د ترهګرو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي او د ملکي خلکو ژوند ته په‌کې پوره پاملرنه کېږي.

په اعلامیه کې ادعا شوې ده، چې د تیرا اوسېدونکي په خپله خوښه له سیمې څخه وځي او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د یادو کسانو لپاره د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ۴ میلیارده کالدارو بودیجه هم ځاکړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د تیرا اوسېدونکي په سیمه کې د «خوارجو» او «وسله‌والو توندلارو» له شتون څخه په تنګ راغلي او په خپله سیمه کې د امن او ثبات غوښتونکي دي.

په اعلامیه کې د تیرا د اوسېدونکو د جبري بې‌ځایه کېدو په اړه د صوبايي حکومت د چارواکو څرګندونې پارونکې او د سیاسي امتیاز ترلاسه کولو نامه هڅه بلل شوې دي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا غبرګون پر داسې مهال ښودلی، چې په پښتونخوا کې د سختو واورو او اورښتونو پرمهال د بې‌سرپناه بې‌ځایه شویو کسانو سخت وضعیت ته پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو سخت غبرګونونه ښودلي او د یادو کسانو په جبري بې‌ځایه کولو کې یې د پاکستان پوځ ګرم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د تیرا سلګونه کورنۍ په سیمه کې د پراخو پوځي عملیاتو له امله په جبري توګه له خپلو سیمو څخه اېستل شوي دي او د پښتونخوا صوبايي حکومت هم په وار وار پر مرکزي حکومت په نیوکه کولو سره ویلي، چې د تیرا خلک د پاکستان د پوځ په امر په زور له خپلې سیمې څخه بې‌ځایه کولو ته مجبوره کړای شوي دي.