د طالبانو احصایې اداره: تېر میاشت په افغانستان کې ۱۱ زره زېږون کارتونه وېشل شوي

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې د ۱۴۰۴ کال مرغومي میاشتې پر مهال په ټول افغانستان کې ۱۱ زره او ۴۶۰ تنو ته د زېږون کارتونه ورکړل شوي، چې ډېری یې په کابل، خوست، بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې وېشل شوي دي.