طالبان وایي په دوو ولایتونو کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي

د طالبانو د دفاع وزارت وایي د بغلان ولایت په بازارک سیمه کې، د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت وایي د بغلان ولایت په بازارک سیمه کې، د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۶ میله کلاشینکوف، ۲ میله راکټ لانچر، ۵۲ د راکټ مرمۍ، ۲۶۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۴۰۰ د پيکا مرمۍ، ۴۳ د نارنجک مرمۍ او یو شمېر نور مهمات شامل دي. ویل شوي چې یادې وسلې او مهمات به تر قانوني اسنادو له بشپړېدو وروسته ثبت او د بیتالمال مسوولینو ته وسپارل شي.
بل خوا د طالبانو د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د شاهراه کندک پولیسو د نجراب ولسوالۍ د تلاشي په سیمه کې د کرولا ډوله موټر له تلاشي وروسته ۱۹ قبضه تفنګچې، ۱۰ خفهکوونکي وسایل، ۲۵۰۰ فیره د تفنګچې مرمۍ، ۵۰۰ فیره زهري مرمۍ او نږدې ۱۵۰۰ د نشهاورو تابلیتونو کشف او ضبط کوي.
د یادې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې، میټه فریدریکسن، د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پر هغو څرګندونو سختې نیوکې وکړې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د متحدینو رول تر پوښتنې لاندې راوستی و. نوموړې دغه څرګندونې «د منلو وړ نه دي» بللې دي.
هغې پر خواله رسنۍ لیکلي، چې «هیڅ کلمه نه شي کولای د ډنمارکي سرتېرو د زخم او درد کچه بیان کړي.» د هغې په وینا، دا ډول څرګندونې د هغو سرتېرو او د هغوی د کورنیو احساساتو ته سپکاوی دی، چې په افغانستان کې یې قربانۍ ورکړې دي.
د ټرمپ هغه څرګندونې، چې ګواکې د ناټو ځینې ځواکونه د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي وو، د دې پوځي تړون د غړو هېوادونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا ادعا چې ناټو د اړتیا پر مهال د امریکا ترڅنګ نه وه، «په بشپړه توګه ناسم او سپکوونکی» ده، په ځانګړي ډول د هغو ۴۵۷بریتانوي سرتېرو د کورنیو لپاره، چې په افغانستان کې وژل شوي دي.
د سکاټلنډ لومړي وزیر هم د ټرمپ څرګندونې «سپکوونکې، دردونکې او ځورونکې» بللې او ټینګار یې کړی، چې دا غم او درد به په ټول سکاټلنډ او بریتانیا کې احساس شي.
په فرانسه کې د وسلهوالو ځواکونو وزیرې، کاترین وترن، یادونه کړې چې د افغانستان په پوځي عملیاتو کې ۹۰فرانسوي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. هغې ویلي، «د هغوی قرباني د درناوي وړ ده.»
د لوېدیځو رسنیو د سرلیکونو لویه برخه د سیاستوالو، سرتېرو او د ناټو د قربانیانو د کورنیو غبرګونونو ته ځانګړې شوې ده. ډېرو کسانو د ټرمپ څرګندونې «شرموونکې» بللې او لههغه یېبښنې غوښتنه یې کړې ده، په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه تر شلو کلونو ډېر د امریکايي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې حضور درلود او سلګونه سرتېري یې له لاسه ورکړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اندېښنه څرګنده کړې، چې افغان راستنېدونکي کډوال د سوړ ژمي او د ملاتړ د اړینو امکاناتو نشتوالي له امله له ستونزمنو شرایطو سره مخ دي.
ددغه کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته د ژمي په اوږدو کې سړې هوا خورا لویې ننګونې رامنځته کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د وروستیو واورو او ورښتونو له کبله په ۱۵ولایتونو کې ۶۱کسان مړه شوي او ۱۱۰نور ټپیان شوي دي.
سربېره پر دې، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه په جبري ډول شړل کېږي. طالبانو هم راپور ورکړی چې پرون ۴۴۹کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي دي.
ملګرو ملتونو له دې مخکې هم د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې د څپې په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي و، چې افغانستان د دې شمېر راستنېدونکو د منلو کافي ظرفیت نه لري او دا به د هېواد د مخکینیو بحرانونو شدت لا زیات کړي.

د طالبانو په ولکه کې اریانا افغان هوايي شرکت وایي د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې په ترڅ کې یې، د خپلو منظمو او خوندي الوتنو له لارې اته نړیوالو سکټورونو ته د پام وړ شمېر مسافرين او سوداګریز اموال انتقال کړي دي.
د یاد شرکت په وینا، په دې موده کې شاوخوا ۳۸ زره مسافرين او نږدې ۳۹۶ زره کيلوګرامه سوداګریز اموال د نړیوالو الوتنو له لارې لېږدول شوي دي.
په دغو نړیوالو سکټورونو کې ډهلي، اسلاماباد، ارومچي، دبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو شامل دي، چې اریانا افغان هوايي شرکت ورته منظمې الوتنې ترسره کوي.

د خوست پخواني والي حلیم فدایي وايي طالبان نه یوازې د افغانستان په دننه کې په طبقاتي نظام باور لري، بلکې ټوله نړۍ هم د شرقي او غربي تفکر پر بنسټ وېشي او همدا وېش د حق، شریعت او باطل د معیار په توګه کاروي.
فدایي په خپلو څرګندونو کې ویلي، قران کریم دا ډول جغرافیایي وېش ردوي، ځکه چې “مشرق او مغرب دواړه د الله دي” او حق او باطل د ځای او موقعیت له مخې نه ټاکل کېږي.
د هغه په وینا، د قران له مخې د تاریخ هېڅ داسې لوی کافر، مشرک یا طاغوت نشته چې په لوېدیځ (اروپا یا امریکا) کې تېر شوی وي او په صراحت سره یې یادونه شوې وي. نوموړي زیاته کړه چې فرعون، هامان، قارون، نمرود، د لوط قوم، عاد، ثمود او ابوجهل ټول په اسیا او افریقا کې وو، نه په لوېدیځ کې.
حلیم فدایي وایي د شرق او غرب پر بنسټ د نړۍ وېشل د عقل، علم او قانون پر ضد عمل دی، خو طالبان همدا وېش د دې لامل ګرځوي چې د نړۍ د نورو فلاسفهوو، عقلاوو او علماوو منطق کفري وبولي او د عصري علومو مخالفت وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د جنس، مذهب، رنګ، نژاد، قوم او حتی د لباس پر اساس وېش یو غیرقراني او غیرانساني چلند دی او همدا تفکر د دې لامل شوی چې ښځې له سیاسي مشارکته او نجونې له زدهکړو محرومې شي.
فدایي خبرداری ورکړی چې دا ډول طبقاتي او جغرافیایي تفکر نه یوازې د اسلام له اصلي پیغام سره په ټکر کې دی، بلکې افغانستان لا ډېر له نړۍ څخه منزوي کوي.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند، عبدالرحیم راشد، د دې ډلې له خوا د محاکمو د نوي جزایي اصولنامې محتوا تایید کړې ده.
راشد ویلي، چې د افغانستان وګړي که د تعزیري جرمونو مرتکب شي، د دوی د ټولنیزې طبقه بندۍ پر اساس به مختلفې جزاګانې ورکړل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا طبقهبندي په هغو قضیو کې نه تطبیقیږي چې جرم د حد یا قصاص سبب شي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو دا نوي جزایي اصولنامه د طالبانو د محاکمو د فعالیتونو چوکاټ تازه کوي او د ټولنیزې طبقه بندۍ پر اساس د تعزیري جزاګانو د ورکړې لاره ټاکي.
بل خوا د افغانستان پخواني د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو نوې جزایي اصولنامې ته په اشارې سره ویلي، هغه څه چې طالبانو د «جزایی اصولنامې» په نامه وړاندې کړي، نه یوازې له اسلامي شریعت سره سمون نه لري، بلکې په عمل کې دین، شریعت او هېواد ته زیان رسوي او د اسلام حیثیت په ملي او نړیواله کچه زیانمنوي
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د جزایي اصولنامې له مخې، د هېواد وګړي د ټولنیزې طبقه بندۍ پر اساس جزاګانې اخلي؛ یعنې د هغوی جزا د ټولنیز موقف، مقام یا پېژندنې سره توپیر کولی شي. دا اصولنامه د محاکمو د فعالیتونو لپاره رسمي چوکاټ برابروي او د جزا ورکولو په نظام کې د طبقهبندۍ عنصر پېژندل شوی دی.
