اسراییل هیوم: اسراییل په ایران کې د معترضانو د ډلهییزو اعدامونو راپور ټرمپ ته وړاندې کړ

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسراییل حکومت د هغو تضمینونو پر خلاف چې ډونالډ ټرمپ د اسلامي جمهوري نظام له چارواکو څخه ترلاسه کړي وو، په ایران کې یې د ډلهییزو اعدامونو په اړه تازه معلومات واشنګټن ته سپارلي دي.
تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، پر ایران باندې د برید د ځنډولو یو دلیل دا و چې د ملي انقلاب په ترڅ کې د څه باندې ۸۰۰ نیول شویو معترضانو د اعدام حکم لغوه شو؛ خو اسلامي جمهوري نظام د ټرمپ دا خبرې رد کړې.
له دې سره، د امریکا حکومت بیا د معترضانو د اعدامېدو په اړه پرېکنده شواهد لري او اسراییل د دې معلوماتو په ترلاسه کولو کې لاس درلود.
د دغه راپور پر بنسټ، اسراییل په سړکونو کې پر معترضانو د مستقیمو ډزو او د هغوی له نیول کېدو وروسته د اعدامولو په اړه هم ډېر معلومات وړاندې کړي دي.
