• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډنمارک لومړۍ وزیره: افغانستان کې د ناټو د رول په تړاو د ټرمپ څرګندونې «د منلو وړ نه دي»

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د ډنمارک لومړۍ وزیرې، میټه فریدریکسن، د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پر هغو څرګندونو سختې نیوکې وکړې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د متحدینو رول تر پوښتنې لاندې راوستی و. نوموړې دغه څرګندونې «د منلو وړ نه دي» بللې دي.

هغې پر خواله رسنۍ لیکلي، چې «هیڅ کلمه نه شي کولای د ډنمارکي سرتېرو د زخم او درد کچه بیان کړي.» د هغې په وینا، دا ډول څرګندونې د هغو سرتېرو او د هغوی د کورنیو احساساتو ته سپکاوی دی، چې په افغانستان کې یې قربانۍ ورکړې دي.

د ټرمپ هغه څرګندونې، چې ګواکې د ناټو ځینې ځواکونه د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي وو، د دې پوځي تړون د غړو هېوادونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا ادعا چې ناټو د اړتیا پر مهال د امریکا ترڅنګ نه وه، «په بشپړه توګه ناسم او سپکوونکی» ده، په ځانګړي ډول د هغو ۴۵۷بریتانوي سرتېرو د کورنیو لپاره، چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د سکاټلنډ لومړي وزیر هم د ټرمپ څرګندونې «سپکوونکې، دردونکې او ځورونکې» بللې او ټینګار یې کړی، چې دا غم او درد به په ټول سکاټلنډ او بریتانیا کې احساس شي.

په فرانسه کې د وسله‌والو ځواکونو وزیرې، کاترین وترن، یادونه کړې چې د افغانستان په پوځي عملیاتو کې ۹۰فرانسوي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. هغې ویلي، «د هغوی قرباني د درناوي وړ ده.»

د لوېدیځو رسنیو د سرلیکونو لویه برخه د سیاستوالو، ‌سرتېرو او د ناټو د قربانیانو د کورنیو غبرګونونو ته ځانګړې شوې ده. ډېرو کسانو د ټرمپ څرګندونې «شرموونکې» بللې او لههغه یېبښنې غوښتنه یې کړې ده، په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه تر شلو کلونو ډېر د امریکايي ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کې حضور درلود او سلګونه سرتېري یې له لاسه ورکړل.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: سخت ژمي د افغان راستنېدونکو کډوالو ژوند ستونزمن کړی

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اندېښنه څرګنده کړې، چې افغان راستنېدونکي کډوال د سوړ ژمي او د ملاتړ د اړینو امکاناتو نشتوالي له امله له ستونزمنو شرایطو سره مخ دي.

ددغه کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته د ژمي په اوږدو کې سړې هوا خورا لویې ننګونې رامنځته کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د وروستیو واورو او ورښتونو له کبله په ۱۵ولایتونو کې ۶۱کسان مړه شوي او ۱۱۰نور ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه په جبري ډول شړل کېږي. طالبانو هم راپور ورکړی چې پرون ۴۴۹کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي دي.

ملګرو ملتونو له دې مخکې هم د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې د څپې په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي و، چې افغانستان د دې شمېر راستنېدونکو د منلو کافي ظرفیت نه لري او دا به د هېواد د مخکینیو بحرانونو شدت لا زیات کړي.

اریانا افغان هوایي شرکت د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې ۳۹۶ ټنه سوداګریز توکي انتقال کړي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د طالبانو په ولکه کې اریانا افغان هوايي شرکت وایي د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې په ترڅ کې یې، د خپلو منظمو او خوندي الوتنو له لارې اته نړیوالو سکټورونو ته د پام وړ شمېر مسافرين او سوداګریز اموال انتقال کړي دي.

د یاد شرکت په وینا، په دې موده کې شاوخوا ۳۸ زره مسافرين او نږدې ۳۹۶ زره کيلوګرامه سوداګریز اموال د نړیوالو الوتنو له لارې لېږدول شوي دي.

په دغو نړیوالو سکټورونو کې ډهلي، اسلام‌اباد، ارومچي، دبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو شامل دي، چې اریانا افغان هوايي شرکت ورته منظمې الوتنې ترسره کوي.

حلیم فدایي: طالبان نړۍ د شرقي او غربي وېش پر اساس قضاوت کوي حال دا چې قران دا منطق ردوي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د خوست پخواني والي حلیم فدایي وايي طالبان نه یوازې د افغانستان په دننه کې په طبقاتي نظام باور لري، بلکې ټوله نړۍ هم د شرقي او غربي تفکر پر بنسټ وېشي او همدا وېش د حق، شریعت او باطل د معیار په توګه کاروي.

فدایي په خپلو څرګندونو کې ویلي، قران کریم دا ډول جغرافیایي وېش ردوي، ځکه چې “مشرق او مغرب دواړه د الله دي” او حق او باطل د ځای او موقعیت له مخې نه ټاکل کېږي.

د هغه په وینا، د قران له مخې د تاریخ هېڅ داسې لوی کافر، مشرک یا طاغوت نشته چې په لوېدیځ (اروپا یا امریکا) کې تېر شوی وي او په صراحت سره یې یادونه شوې وي. نوموړي زیاته کړه چې فرعون، هامان، قارون، نمرود، د لوط قوم، عاد، ثمود او ابوجهل ټول په اسیا او افریقا کې وو، نه په لوېدیځ کې.

حلیم فدایي وایي د شرق او غرب پر بنسټ د نړۍ وېشل د عقل، علم او قانون پر ضد عمل دی، خو طالبان همدا وېش د دې لامل ګرځوي چې د نړۍ د نورو فلاسفه‌وو، عقلاوو او علماوو منطق کفري وبولي او د عصري علومو مخالفت وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د جنس، مذهب، رنګ، نژاد، قوم او حتی د لباس پر اساس وېش یو غیرقراني او غیرانساني چلند دی او همدا تفکر د دې لامل شوی چې ښځې له سیاسي مشارکته او نجونې له زده‌کړو محرومې شي.

فدایي خبرداری ورکړی چې دا ډول طبقاتي او جغرافیایي تفکر نه یوازې د اسلام له اصلي پیغام سره په ټکر کې دی، بلکې افغانستان لا ډېر له نړۍ څخه منزوي کوي.

د طالبانو سترې محکمې د نوې جزایي اصول‌نامې محتوا تایید کړه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې ویاند، عبدالرحیم راشد، د دې ډلې له خوا د محاکمو د نوي جزایي اصول‌نامې محتوا تایید کړې ده.

راشد ویلي، چې د افغانستان وګړي که د تعزیري جرمونو مرتکب شي، د دوی د ټولنیزې طبقه بندۍ پر اساس به مختلفې جزاګانې ورکړل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا طبقه‌بندي په هغو قضیو کې نه تطبیقیږي چې جرم د حد یا قصاص سبب شي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو دا نوي جزایي اصول‌نامه د طالبانو د محاکمو د فعالیتونو چوکاټ تازه کوي او د ټولنیزې طبقه بندۍ پر اساس د تعزیري جزاګانو د ورکړې لاره ټاکي.

بل خوا د افغانستان پخواني د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو نوې جزایي اصولنامې ته په اشارې سره ویلي، هغه څه چې طالبانو د «جزایی اصولنامې» په نامه وړاندې کړي، نه یوازې له اسلامي شریعت سره سمون نه لري، بلکې په عمل کې دین، شریعت او هېواد ته زیان رسوي او د اسلام حیثیت په ملي او نړیواله کچه زیانمنوي

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د جزایي اصولنامې له مخې، د هېواد وګړي د ټولنیزې طبقه بندۍ پر اساس جزاګانې اخلي؛ یعنې د هغوی جزا د ټولنیز موقف، مقام یا پېژندنې سره توپیر کولی شي. دا اصول‌نامه د محاکمو د فعالیتونو لپاره رسمي چوکاټ برابروي او د جزا ورکولو په نظام کې د طبقه‌بندۍ عنصر پېژندل شوی دی.

په هېواد کې د وروستیو واورو او ورښتونو له امله ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور تپیان دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې اداره وایي، چې په هېواد کې د وروستیو درندو واورو او سختو ورښتونو له امله ۶۱کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۰نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې د خپرو شویو شمېرو له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۵۸هستوګنیز کورونه نیمه او یا هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي، چې ګڼې کورنۍ یې له جدي زیانونو سره مخ کړې دي.

دغه اداره زیاتوي، چې د لویو لارو او مواصلاتي مسیرونو بندښت په وروستیو ورځو کې په یوې جدي ستونزې بدل شوی او دې وضعیت زیانمنو شوو سیمو او قربانیانو ته د مرستو د رسېدو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د ټولګټو وزارت تازه خبر ورکړی، چې د لویو لارو د خلاصون هڅې یې چټکې کړې دي او ټینګار کوي، چې د بندو شویو سړکونو د پرانیستلو لپاره د تخنیکي ټیمونو او ماشینرۍ کار روان دی.