• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ لینډسي: زده کړې د نجونو بنسټیز حق او د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډسي، د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هغه د هغو افغانانو ملاتړ کوي چې باور لري د نجونو زده‌کړه اړینه ده. نوموړي ټینګار کړی، چې زده‌کړې د نجونو بنسټیز حق دی او د افغانستان د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

ریچارډ لینډسي په ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي، چې بریتانیا له طالبانو غواړي ښځو او نجونو ته د زده‌کړې د لاسرسي اجازه ورکړي، څو هغوی وکولای شي ښوونځیو او لوړو زده‌کړو ته ستنې شي.

د هغه په وینا، زده‌کړو ته د نجونو لاسرسی نه یوازې د ښځو حق دی، بلکې د ټول افغانستان په ګټه تمامېږي، ځکه چې لوستې نجونې د هېواد د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ په برخه کې مهم رول لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نږدې څلور نیم کاله کېږي طالبان د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړلې ساتلې دي، او نړیوالې ټولنې په وار وار له دې ډلې غوښتي، چې دغه محدودیتونه پای ته ورسوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

تېره اوونۍ د شاوخوا ۲۰ اروپایي هېوادونو استازو کابل ته سفر کړی و

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د بلجیم دولتي رسنۍ «بي ‌ار‌ ایف» راپور ورکړی، چې د اروپایي ټولنې د شاوخوا ۲۰ غړو هېوادونو استازو تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی، څو افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې اترې وکړي.

ددغه بلجیمي رسنۍد راپور له مخې، اروپا غواړي افغانستان ته د هغو پناه‌غوښتونکو د شړلوبهیر بېرته پیل کړي، چې د پناه غوښتنې یې رد شوي، د استوګنې قانوني اسناد نه لري یا په جرمونو کې ښکېل دي.

یادې رسنۍ زیاته کړې، چې د بلجیم د بهرنیو وګړود چارو ادارې مشر، فیردي روزمونت هم د دې پلاوي غړی و او د نورو اروپایي هېوادونو د استازو ترڅنګ یې کابل ته سفرکړې و.

راپور کې راغلي، چې اروپایي ټولنې افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو د اخراج د زمینه برابرولو لپاره له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي. اروپا هڅه کوي له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړي، څو د دې ډلې اداره تایید کړي، هغه کسان چې له اروپا شړل کېږي، د افغانستان وګړي دي.

د بلجیم د پناه‌غوښتنې او کډوالۍ وزارت ویلي، طالبانو اروپایي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د دغو کسانو د هویت د تثبیت په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله کابل ته رسېدلې ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۰

په کابل کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، رزماري ډي‌کارلو، افغانستان ته په سفر راغلې ده. ټاکل شوې ده، چې نوموړې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي وو، چې رزماري ډي‌کارلو د دوحې د بهیر د تعقیب په موخه افغانستان ته سفر کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د زده‌کړې له نړیوالې ورځې سره هممهاله ده. نږدې څلور نیم کاله کېږي، چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړلې دي او افغان نجونې لا هم پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دې لپاره رامنځته شوی، چې د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري کړکېچ د حل لپاره د نړیوالې ټولنې، د سیمې د هېوادونو او طالبانو ترمنځ یو سیاسي چوکاټ او د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د دوحې بهیر تر دې دمه درې پړاوونه تېر کړي، چې وروستی پړاو یې د رزماري ډي‌کارلو په مشرۍ ترسره شوی و. په دغه وروستي پړاو کې د طالبانو استازو هم ګډون کړی و.

رزماري ډي‌کارلو تر دې وړاندې هم، د ۱۴۰۰کال په ترڅ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته کابل ته سفر کړی و. هغې د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي وو، چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره ژمن پاتې کېږي او د یوه ټولشموله، عادلانه او سوله‌ییزې ټولنې د رامنځته کولو لپاره د هغوی د هڅو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

امرالله صالح: د طالبانو بودجه د ځینو ناټو هېوادونو د پیسو لویه برخه وه

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۱ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، ځینې ناټو هېوادونو د ستونزو د مخنیوي په خاطر طالبانو ته رشوتونه ورکول. صالح ټینګار کړی چې دا مسله د رسنیو او عامو څرګندونو سره توپیر لري، خو د حقایقو له مخې څو هېوادونه، حتی په میلیونونو ډالر ورکړي دي.

امرالله صالح په ایکس پوسټ لیکلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د ناټو هېوادونو د رول په اړه څرګندونې «بالکل سمې» دي.

هغه لیکلي: «ډېر هېوادونو د ستونزو د مخنیوي لپاره طالبانو ته رشوتونه ورکول، او دا پیسې د طالبانو د بودجې یوه مهمه برخه وه. که څه هم عامه څرګندونو کې ویل شوي چې 'د یرغمل نیونکو سره خبرې نه کېږي' یا 'هیڅ ډول تاوان نه ورکول کېږي'، څو هېوادونو په حقیقت کې تاوان ورکړی ځینې حتا وختونه میلیونونه ډالر.»

صالح زیاته کړې چې د ملي امنیت د پخواني عمومي رییس په توګه، هغه شخصا څو عملیات ترسره کړي چې د غیر امریکايي استخباراتي ادارو له خوا د طالبانو، یرغمل نیونکو او قراردادي وژونکو ګډو شبکو ته د تاوان ورکولو مخه ونیسي.

هغه د ۲۰۰۵ کال یوې پېښې یادونه کړې، چې په هغې کې بریتانیا د څلورو د ملګرو ملتونو کارکوونکو د خوشې کولو لپاره دوه میلیونه ډالر ورکړل او د دې معامله د اکبر آغا له لارې ترسره شوه.

صالح ټرمپ هم د استخباراتي نړۍ له لیدلوري «د معلوماتو یوه خزانه» ګڼلې او ویلي یې دي چې د ټرمپ د رسنیو سره مینه د حساسو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لوی فرصت رامنځته کوي.

د زده کړې نړیواله ورځ؛ طالبان وایي افغانستان کې ۱۳میلیونه زده کونکي پر زده کړو بوخت دي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت د زده‌کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې دا مهال شاوخوا ۱۳ میلیونه انجونې او هلکان په ښوونځیو او مدرسو کې پر زده‌کړو بوخت دي. خو په دغو شمېرو کې د هغو نجونو یادونه نه ده شوې، چې د شپږم ټولګي وروسته له زده‌کړو منع شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د معلوماتو له مخې، په زده کړو د بوختو ماشومانو له ډلې ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره انجونې شاملې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند همدارنګه ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له ۳۵۰۰څخه زیاتې ښوونځیو او مدرسو ودانۍ ترمیم او بیارغول شوي او تر ۱۳۰۰ زیاتې نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

د زده‌کړو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې دي، خو طالبان د خپلو پالیسیو له امله د دغې لویې تشې یادونه نه کوي.

بلخوا، یونیسف وایي، چې لږ تر لږه ۲.۲ میلیونه تنکې نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې په کې نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع شوې دي، د طالبانو دا اقدام د نړیوالو ترڅنګ د ګڼو اسلامي هېوادونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

رېچارډ بېنېټ: د نجونو زده‌کړه د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په زده کړو د نړیوالې ورځ په مناسبت خبرداری ورکړ چې د طالبانو له خوا په میلیونونو افغان نجونې او ښځې له ښوونې محرومې شوي دي، او دا نه یوازې د دوی ژوند، بلکې د ټول هېواد راتلونکی ته جدي ګواښ پېښوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکیرېچارډ بېنېټ، د افغانستان لپاره، د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په ایکس پوسټ کې څرګنده کړې: «طالبانو میلیونونه افغان نجونې او ښځې له زده‌کړې محرومې کړي دي، او دا نه یوازې د دوی ژوند اغېزمنوي، بلکې د ټول هېواد راتلونکی هم تر اغېزې لاندې راولي.»

بېنېټ زیاته کړې چې د افغانستان د هر ماشوم او ځوان حق دی چې د کیفیت لرونکې ښوونې او روزنې او لوړو زده‌کړو فرصت ولري. هغه ټینګار وکړ: «ټول ماشومان او ځوانان باید تل د ښوونې او روزنې بشپړ لاسرسی ولري.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په وینا، د نجونو د زده‌کړې محدودیتونه نه یوازې تعلیمي حقوق تر پښو لاندې کوي، بلکې د ټولنې اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي پرمختګ ته هم زیان رسوي.

بېنېټ د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغان نجونو د زده‌کړې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د هغوی حقونه خوندي کړي.