ټرمپ کاناډا ته د چین سره د احتمالي تړون له امله د ۱۰۰ سلنه تعرفې لګولو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې که کاناډا له چین سره سوداګریز تړون لاسلیک کړي، نو پر دې هېواد به ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي. ډونالد ټرمپ د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ته خبرداری ورکړ چې دا ډول تړون به د هغه هېواد له ګواښ سره مخ کړي.
د امریکا ولسمشر په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې ولیکل: «چین به کاناډا ژوندی ژوندی وخوري. په بشپړه توګه به یې تېر کړي. د کارونو له منځه تلو، د ټولنیز جوړښت او تر د هغوی د عمومي ژوند د سبک پورې.»
ډونالد ټرمپ زیاته کړه که کاناډا له چین سره تړون وکړي، نو د کاناډا پر ټولو هغو توکو او محصولاتو به چې امریکا ته واردېږي، ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د خپل وروستي سفر پر مهال چین یو د باور وړ شریک وباله او د داووس په غونډه کې یې اروپايي مشران وهڅول چې د نړۍ له دویم ستر اقتصاد څخه د پانګونې د جلبولو هڅه وکړي.
ډونالد ټرمپ ویلي چې چین به هڅه وکړي له کاناډا څخه د امریکا د تعرفو د تېرېدو لپاره کار واخلي. هغه وویل که مارک کارني فکر کوي چې کاناډا به د چین لپاره په یوه «تخلیه بندر» بدل کړي تر څو خپل توکي امریکا ته واستوي، نو «په سخت ډول اشتباه کې دی.»
په وروستیو ورځو کې د امریکا او د هغې د شمالي ګاونډي ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سولې له پلاوي سره د یوځای کېدو لپاره د کاناډا بلنه بېرته واخیسته.
دا شاتګ د داووس په نړیوال اقتصادي فورم کې د مارک کارني تر وینا وروسته رامنځته شو. کارني په دې غونډه کې په څرګنده توګه پر دې نیوکه وکړه چې ځواکمن هېوادونه اقتصادي یوځای کېدل د وسلې په توګه او تعرفې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
