سناتور مک کورمیک: متحده ایالات د ایران د ازادۍ غوښتونکو خلکو تر څنګ ولاړ دی

جمهوري غوښتونکي سناتور ډېو مک کورمیک په اېکس شبکه کې لیکلي، چې له دوو اوونیو راهیسې د ایران حکومت د انټرنټ د بشپړ پرې کولو له لارې خپل خلک په بېرحمانه ډول ځپلي او د حکومت د بدلون غوښتونکي غږونه یې خاموشه کړي دي.
د هغه په خبره: «زه د هغو نویو بندیزونو په کلکه ملاتړ کوم چې نن د ایران پر وړاندې اعلان شول؛ هغه بندیزونه چې د رژیم د تېلو او پیټروشیمي سکټورونه په نښه کوي او هغه سرچینې پرې کوي چې دغه حکومت کلونه کلونه د خپلو خلکو د ځپلو لپاره پرې تکیه کړې وه».
جمهوري غوښتونکي سناتور ډېو مک کورمیک دغه راز زیاتوي، چې متحده ایالات د ایران د ازادۍ غوښتونکو خلکو تر څنګ ولاړ دی.
