• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کارپوهان د برېتانیا حکومت ته: لندن کې د «اللولوه» شبکه د سپاه پاسداران د تبلیغاتو برخه ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰

ټېلګراف راپور ورکړی، چې د ایرانیانو د ملي پاڅون پر مهال د زرګونو کسانو له وژل کېدو سره هم‌مهاله، کارپوهانو د برېتانیا د دولت وزیرانو ته خبرداری ورکړی، چې په لندن کې مېشته د «اللولوه» شبکه د سپاه پاسداران د تبلیغاتو او د ایران د «پټ نفوذ» د عملیاتو برخه ده او باید وتړل شي.

په برېتانیا کې د افراطیت ضد مبارزې پخواني مسوول جان وودکاک ټېلګراف ته ویلي: «په هغو ټولنیزو پاڼو کې چې د اللولوه ټلوېزیون اړوند دي، د افراطیانو او احتمالاً مجرمانه منځپانګو خپرېدل دا ښيي چې افکام باید هر څه ژر د دغې شبکې رسنیز جواز لغوه کړي».
«اللولوه» ټلوېزیون چې د «شلز فور میډیا پروډکشن» شرکت یوه څانګه ده، په پیل کې د بحرین د حکومت د مخالفت په موخه پرانېستل شو او د لندن په شمال لوېدیځ کې د «ومبلي» له سیمې څخه اداره کېږي.
جان وودکاک زیاته کړه، برېتانیا باید د ایران حکومت د تبلیغاتو پر وړاندې جدي او سیستماتیک عمل وکړي؛ ځکه د اسلامي جمهوري نظام د «نرم ځواک» شبکه د برېتانیا او لوېدیځ پر وړاندې د هغوی د مبارزې یوه مهمه برخه ده چې باید مخنیوی یې وشي.
د دغه راپور پر بنسټ، اللولوه ټلوېزیون په خپلو انلاین خپرونو او ټولنیزو پاڼو کې په منظمه توګه د حماس او حزب‌الله د جګپوړو قومندانانو ستاینه کوي، قاسم سلیمانی ته د «شهید» خطاب کوي او د تهران د دیکتاتور علي خامنه‌يي یوه خطبه یې تبلیغ کړې ده.
په یمن کې د برېتانیا پخواني سفیر ایډمنډ فیټون براون ویلي، چې برېتانیا د اسلامي جمهوري نظام پر وړاندې «کمزوری» عمل کړی او ټینګار یې کړی، چې افکام باید له کومې زړه نازړه‌توب پرته د دغې شبکې جواز لغوه کړي. همدارنګه، د امریکا پخواني استخباراتي افسر جاناټان هېکټ هم ویلي، چې د اللولوه ټلوېزیون په څېر شبکې د ایران له حکومت سره مستقیمې اړیکې لري او د ویجاړونکو نفوذي عملیاتو په اډانه کې فعالیت کوي.
د ټېلګراف د لیکنې له‌مخې، د افکام چارواکي خبر دي چې اللولوه ټلوېزیون د «اسلامي راډیوګانو او ټلویزیونونو د اتحادیې» غړیتوب لري، خو دغه بنسټ اعلان وکړ، څرنګه چې دا شبکه په انلاین بڼه فعالیت کوي او د دوی تر څارنې لاندې د ټلوېزیوني لارښود په نوملړ کې نشته، نو ځکه د افکام د خپرونو د مقرراتو تر پوښښ لاندې نه راځي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

امریکا له نتنیاهو څخه په غزه کې د اوربند د دویم پړاو د پیل غوښتنه کړې ده

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰
100%

د امریکا لوړپوړو استازو د شنبې په ورځ د اسراییل له لوړمړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لېدنه کې له هغه غوښتي، چې په غزه کې د اوربند دویم پړاو پیل کړي.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېد پریس ته ویلي، چې امریکایي استازي له نتنیاهو سره په غزه کې د پاتې یرغمل شویو کسانو د جسدونو پر بېرته راګرځولو او د حماس د بې‌وسلې کولو په اړه پر راتلونکو ګامونو نږدې همغږي کوي.

نتنیاهو د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ له سلاکار جیرډ کوشنر سره کتلي، خو تر اوسه د یادې لېدنې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

واشنګټن هڅه کوي، چې د ټرمپ په منځګړیتوب ترلاسه شوې هوکړه مخکې یوسي، خو نتنیاهو بیا د دویم پړاو د پیل لپاره د ټولو اسراییلي وژل شویو کسانو پر ورسپارلو ټینګار کوي.

په غزه کې د اوربند د دویم پړاو د پیل تر ټولو لویه نښه به د غزې او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لارې پرانېستل وي.

په غزه کې د راتلونکي ټیکنوکرات حکومت د مشرۍ لپاره احتمالي نوماند علي شعث د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې یاده لاره به په راتلونکې اوونۍ کې د دواړو لوریو له خوا پرانېستل شي.

بل‌خوا، بیا اسراییل تر اوسه د رفح سرحدي لارې د پرانېستل کېدو موضوع نه ده تایید کړې، خو تمه کېږي چې د اسراییل کابینه به د یکشنبې په ورځ د رفح لارې د پرانېستلو د موضوع په اړه خبرې وکړي.

د غزې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې وروسته له هغه پیل شوې، چې د شنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې دوه تنکي فلسطنیان ووژل شول.

ولسمشر ټرمپ د سختې سړې هوا له امله د امریکا په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړ

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سختې سړې هوا له امله یې په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت تایید کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د ځان ساتنې لپاره جدي تدابیر ونیسي.

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په خپل ټروت سوشال‌پاڼه لیکلي: «همدا اوس مې په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت تایید کړ».
ټرمپ لیکلي: «همدا اوس مې د ټینیسي، جورجیا، شمالي کارولینا، مریلنډ، ارکنساس، کینټاکي، لوزیانا، میسیسپي، انډیانا او لوېدیځې ورجینیا لپاره بېړنی حالت تصویب کړ».

ټرمپ ویلي، چې د خلکو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې فدرالي ادارې د ایالتونو له والیانو او د مدیرت له ټیمونو سره په ګډه کار کوي.

نوموړي له خلکو غوښتنه کړې، چې په خپلو کورونو کې ځانونه تاوده وساتي.

ډونالډ ټرمپ پر داسې مهال د امریکا په لسو ایالتونو کې بېړنۍ حالت اعلان کړ، چې د یاد هېواد د هوا پوهنې ادارې د درنې واورې، د برېښنا د پرې کېدو او په بې‌ساري ډول د تودوخي درجې د کمښت خبرداری وکړی دی.

د امریکا ځانګړی استازی: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه درې اړخیزې خبرې «رغنده» وې

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰
100%

د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې «خورا رغنده» وې.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د عربي متحده اماراتو په منځګړیتوب د امریکا، اوکراین او روسیې ترمنځ دوه ورځینۍ درې اړخیزه ناسته پای ته رسېدلې ده.

سټیو وېټکاف یادې درې اړخیزې خبرې اترې «خورا رغنده» بللې دي.

نوموړي ویلي، چې په یاده ناسته کې پرېکړه شوې ده چې راتلونکې اوونۍ به هم یادو درې اړخیزو خبرو ته دوام ورکړل شي.

دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه په نړۍواله کچه ډیپلوماتیک فشارونه زیات شوي دي او ټرمپ ژمنه کړې ده، چې یاده جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي.

نوري المالکي په رسمي توګه د عراق لومړي وزیرۍ ته د نوماند په توګه معرفي شو

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۰
100%

د شیعه ګوندونو اېتلاف چې د عراق د پارلمان اکثریت په واک کې لري اعلان وکړ، چې پخوانی لومړی وزیر نور المالکي یې بیا ځلي لومړي وزیرۍ ته نوماند کړی دی. دغه اېتلاف د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مالکي د غوراوي لامل د هغه سیاسي تجربه بللې ده.

د رویټرز د راپور له‌مخې، په دې سره به د عراق د نوي دولت د جوړېدو لپاره مذاکرات پیل شي او دغه دولت هم باید د امریکا او ایران د نفوذ په تړاو توازن وساتي.

د راپور پر بنسټ، د عراق نوی دولت باید د تهران اړوند وسله‌والو د کنټرول لپاره لاس په‌کار شي؛ دغې ډلې د دولت پر ځای د خپلو مشرانو له اوامرو پیروي کوي، خو واشنګټن بیا له بغداد څخه غواړي چې یادې ډلې منحل کړي.

رویټرز پرون د څلورو سرچینو په حواله راپور ورکړی وو، چې امریکا په تېرو دوو میاشتو کې د عراق لوړپوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی، که په راتلونکي دولت کې ایران پلوي وسله‌والې ډلې مشارکت ولري، نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

ایران حشد شعبي ته مالي او تسلیحاتي اسانتیاوې برابروي او تهران دغه ډول ډلې «د مقاومت محور» ګڼي.

د یادونې وړ ده، چې نوري المالکي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ کال پورې په عراق کې دوه ځلي لومړی وزیر پاتې شوی دی.

د اسراییل ۱۳ شبکه: راتلونکې اوونۍ به پر ایران د امریکا د برید برخلیک روښانه شي

۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۰
100%

د اسراییل ۱۳ شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ په سیمه کې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام لپاره «برخلیک ټاکونکې» ده.

دغه اسراییلي شبکې په خپل راپور کې کې ویلي، چې امریکايي جنرال داد کوپر اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسراییل د پوځ له مشر سره کتلي او د یو لړ «برخلیک ټاکونکو» پرېکړو په تړاو یې خبرې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې امریکايي جنرال داد کوپر په تل‌ابیب کې د اسراییل د پوځ له مشر ایال زمیر او د استخباراتو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

په راپو کې د امریکايي جنرال له قوله ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه پر ایران د برید وروستۍ پرېکړه نه کړې، خو وايي چې امریکا د احتمالي عملیاتو لپاره د روانې اوونۍ تر پایه ټول اړین وسایل او چمتوالي بشپړ کړي دي.

په راپور کې ویل شوي: «د اسراییل لوړپوړو پوځي چارواکو امریکایانو ته د خپل وړاندیز وړاندې کړ، چې له‌مخې یې په لومړني برید باید پر ځانګړو نظامي اهدافو وشي».

په راپور کې ویل شوي، اسراییلي چارواکو له امریکايي لوري غوښتي چې امریکایي جنګي الوتکې باید د ایران د حکومتي بنسټونو د برید ترڅنګ، د دغه هېواد د توغندیو هغه سیسټمونه هم په نښه کړي چې تر ځمکې لاندې جوړ شوي دي.