وېټکاف او کوشنر د غزې او ایران په اړه له نتنېاهو سره خبرې کړي

د جرمني یوه خبري اژانس د شنبې په ورځ، د سلواغې څلورمه، د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړې چې سټیو وېټکاف او جارډ کوشنر، چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا دوه ځانګړي استازي دي، د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د غزې د وضعیت د راتلونکې په اړه خبرې اترې کړې دي.
هممهاله د اسراییل «۱۳» ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې د ایران موضوع هم وڅېړل شوه.
تر دې مخکې، د «رویټرز» خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو په حواله ویلي وو چې وېټکاف او کوشنر نن (شنبه) اسراییل ته تللي، څو له نتنیاهو سره وویني او د غزې د راتلونکې په اړه پر اصلي موضوع خبرې وکړي.
ورته مهال، د نتنیاهو د دفتر ویاند د دې لیدنې ترسره کېدل تایید کړي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
