د طالبانو هواپوهنې ریاست په ۲۵ ولایتونو کې د نورې واورې او باران اټکل کړی

د طالبانو د هواپوهنې ریاست د سلواغې تر ۶مې نېټې په سالنګ، نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غزني، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې د واورو او ورښتونو اټکل کړی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ریاست ویلي، چې په دې ورښتونو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي‌مترو او د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ میلي ‌مترو اټکل شوې ده.